سياېناېن: پنټاګون ټرمپ ته د ایران پرضد پوځي انتخابونه وړاندې کړل

سياېناېن د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د غویي ۲۶مه) د خپلې ملي امنیت ډلې له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل؛ ترڅو له ایران سره د جګړې لپاره پر پوځي انتخابونو بحث او خبرې وکړي.
د دغه راپور له مخې؛ ټاکل شوې چې ټرمپ د ایران اړوند پر وروستیو بدلونونو د خپل ملي امنیت ډلې سره یوه بله غونډه هم وکړي. سياېناېن زیاته کړې، چې پنټاګون د ټرمپ د بریدونو د بیا پیلولو پرېکړې په صورت کې د سناریوګانو او پوځي پلانونو لړۍ چمتو کړې ده.
ټرمپ وړاندې ایران ته خبرداری ورکړی و، «ښه ده چې ډېر ژر اقدام وکړي؛ که نه هر څه به یې په اوبو لاهو شي».
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د کنګل شویو دولتي شتمنیو خوشې کول او د بندیزونو لرې کول د تهران «قانوني غوښتنې» ګڼلې او ویلي یې دي، چې دغه غوښتنې به «د ایران مذاکراتي ډلې لهخوا په هرو خبرو اترو کې په جدي توګه وڅارل شي».
بقايي د نوې جګړې د احتمال په اړه شته اټکلونو ته په اشارې زیاته کړه: «موږ روان حالت له نږدې څارو او د هر ډول پېښې لپاره چمتو یو. که مخالف لوری لږه تېروتنه وکړي، موږ ښه پوهېږو چې څنګه ځواب ورکړو ... د جګړې په صورت کې زموږ وسلهوال ځواکونه به خامخا د دښمن لپاره نوي حیرانتیاوې ولري».
