په سویلي وزیرستان کې چاودنې د یوه قبایلي مشر په ګډون ۳ کسان وژلي دي

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان د واڼه ښار په رستم بازار کې د یوې زورورې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ځایي پولیسو په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې د ملک طارق په نوم د احمدزي وزیرو یو قومي مشر هم شامل دی، چې ګومان کېږي د برید اصلي هدف و.
ځایي پولیس چارواکو ویلي، کله چې د ملک طارق موټر ګلشن پلازې ته نږدې ودرول شو؛ نو سملاسي پرې زوروره چاودنه وشوه، چې له امله یې موټر په بشپړ ډول لهمنځه تللی دی.
ویل کېږي، تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. ځایي پولیس وایي، د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې روانې دي.
لاتراوسه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
