طالبانو د متحده عربي اماراتو پر ملکي تاسیساتو او اټومي بټۍ بریدونه وغندل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او په یوه اعلامیه کې یې د کوم هېواد له نوم یادولو پرته د متحده عربي اماراتو پر ملکي تاسیساتو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه غندلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د غويي پر ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د متحده عربي اماراتو پر ملکي تاسیساتو او په ځاتګړي ډول پر براکه اټومي انرژۍ بټۍ، د بېپیلوټه الوتکو وروستي بریدونه غندلي دي.
که څه هم ادعا کېږي، چې یاد بریدونه ایران کړې دي، خو طالبانو په اعلامیه کې د کوم هېواد د نوم یادونه نه ده کړې او پر دواړو لوریو یې غږ کړی چې له زغم او احتیاط څخه کار اخلي. طالبانو هیله ښودلې چې روانې شخړې به د خبرو اترو او سلهییزو لارو هوارې شي او ټینګار کوي چې ټول لوري باید د تاوتریخوالي له لا زیاتېدو څخه ډډه وکړي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نوې نښې لیدل کېږي او د امریکا او د ایران ترمنځ خبرې له بنبست سره مخ دي. د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ایران ته خبرداری ورکړی چې وخت مخ پر خلاصېدو دی.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.