طالبانو د زرګونو نشهيي ټابلیټونو او ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی

د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې یې په حیرتان، اسلامکلا او ابریښمپُل بندرونو کې د نږدې ۱۳ زره نشهيي ټابلیټونو او سلګونو زرو امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده. د چارواکو په وینا، د دغو قضیو په تړاو په یادو بندرونو کې ۳۴ کسان هم نیول شوي دي.
