• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: پاکستان سعودي عربستان ته ۸ زره پوځیان لېږلي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان له عربستان سره د خپل دفاعي تړون په اډانه کې دغه هېواد ته ۸ زره پوځیان، جنګي الوتکې او د هوايي دفاع سیسټمونه لېږلي دي. رویټرز ویلي، دا ځواکونه بشپړ عملیاتي توان لري او موخه یې پر عربستان د احتمالي بریدو مخنیوی او دفاع ده.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د پاکستان دغه بې‌سارې پوځي اقدام په داسې حال کې کېږي، چې اسلام‌اباد دا مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب اصلي رول هم پر غاړه لري.

پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال د وږي په میاشت کې په ریاض کې د دوه اړخیز ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی و، چې د دغه تړون له مخې پر یوه هېواد هر ډول برید، پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.

دا اقدامات وروسته له هغې کېږي چې پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته، ایران په سیمه کې پر ځینو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر سعودي عربستان بریدونه وکړل. پاکستان تر دې وړاندې پر سعودي عربستان د ایران د حکومت دغه بریدونه په کلکه غندلي وو.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

په کینیا کې د تېلو د بیو د لوړېدو پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د ایران د جګړې له امله د تېلو د بیو د بې‌ساري لوړېدو په غبرګون کې، نن د دوشنبې په ورځ د کینیا په څو ښارونو کې پراخ لاریونونه پیل شوي او په ټول هېواد کې د عامه ټرانسپورټ کاربندیز مسافر له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کینیا د ټرانسپورټ سکتور اتحادیې د یکشنبې په ورځ اعلان کړی و، چې د تېلو د بیو د وروستي زیاتوالي په اعتراض کې به د دوی اړوند وسایط د نیمې شپې څخه خپل فعالیتونه بند کړي.

له دې سره د کینیا په څو سترو ښارونو پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

بلخوا پولیسو خبرداری ورکړی و، چې د هر ډول ګډوډۍ رامنځته کېدو مخه به ونیسي.

د کینیا د انرژۍ او پټرولیم د تنظیم ادارې تېره اونۍ د تېلو بیې تر ۲۳،۵ سلنې پورې لوړې کړې، په داسې حال کې چې تېره میاشت یې هم بیې ۲۴،۲ سلنه زیاتې کړې وې. دا پرېکړه د منځني ختیځ د شخړې له امله د انرژۍ د نړیوالو زېرمو د کمښت په پایله کې شوې ده.

د دوشنبې په سهار پلازمېنې نایروبي ته غځېدلې لارې د اعتراض کوونکو او د ټرانسپورټي کارکوونکو له خوا تړل شوې وې. پولیسو په ځینو سیمو کې اوښکې بهونکی ګاز کارولی او مظاهره چیانو د سړکونو د تړلو لپاره ټایرونو ته اور اچولی، چې دې چارې ترافیکي ګډوډي زیاته کړې ده.

د کینیا په تر ټولو لوی بندري ښار، مومباسا کې هم د دغه کاربندیز له امله د سوداګریزو توکو د لېږدونې په پروسه کې د ځنډېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

د کینیا د مالیې وزیر جان مبادي ځايي خبریالانو ته وویل، چې د مالیې او انرژۍ وزارتونه هیله لري د ورځې په اوږدو کې د عامه ټرانسپورټ له چلوونکو سره د حل‌لارې موندلو لپاره وګوري.

کینیا خپل نږدې ټول تېلي توکي د خلیج له هېوادونو او منځني ختیځ څخه د حکومتونو ترمنځ د تړونونو له لارې واردوي، چې د بیو دغې لوړوالي د دغه هېواد د خلکو پر اقتصاد، د ټرانسپورټ پر کرایو او د لومړنیو توکو پر بیو سخت منفي اغېز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د هر ډول احتمالي سناریو پر وړاندې په بشپړ ډول چمتو یو

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې هېواد یې د سیمې وضعیت په دقت سره څاري او ځواکونه یې د هر ډول احتمالي وضعیت پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. نوموړي ویلي، چې ایران به د مقابل لوري تر ټولو کوچنۍ تېروتنې ته سخت ځواب ورکړي.

اسماعیل بقایي په خپلو څرګندونو کې د ایران د حکومت د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د بندیزونو بشپړ لرې کول د تهران حقیقي غوښتنې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا غوښتنې به د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له خوا په هر ډول خبرو اترو کې په جدي ډول تعقیب شي.

نوموړي همدارنګه د سعودي عربستان او قطر سره د تهران د دوامدارو اړیکو یادونه وکړې او وايي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران او د سیمې د ځینو هېوادونو ترمنځ اړیکې «ځینې ټپونه لري او اړتیا ده چې دا ټپونه بېرته ورغول شي».

بلخوا، بقایي د کویټ د حکومت له لوري د سپاه پاسداران سره د تړلو څلورو کسانو د نیولو وروستی اقدام «د نه منلو وړ او بشپړ نامناسب» وباله. هغه زیاته کړه، چې پر یوې ایراني سرحدي کښتۍ برید کول او پر هغې بې‌بنسټه تورونه لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاونډیتوب له اصولو او قوانینو سره هېڅ ډول سمون نه لري.

اوکراین د نږدې ۶۰۰ ډرونونو پرمټ پر روسیې پراخ بریدونه کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱

اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په خپلو تر ټولو لویو ډرون بریدونو کې د روسیې پر ۱۴ سیمو د نږدې ۶۰۰ ډرونونو پرمټ بریدونه کړي دي. د روسي چارواکو په وینا؛ په دغه بریدونو کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د وژل شویو کسانو له ډلې درې د مسکو شاوخوا او یو کس د بلګورود په سیمه کې وژل شوی دی. روسیې ویلي، چې د هوايي دفاع سیسټمونه یې ۵۸۶ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې اوکراین د جګړې په ډګر کې پر روسیې برلاسی شوی دی. د اوکراین د حکومت په وینا؛ په دغه بریدونو کې د وسلو د پرزو یو الکترونیکي فابریکه، د تېلو پمپونه او د مسکو شاوخوا ځینې مهم تاسیسات په نښه شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، چې اوکرایني ډرونونه تر ۵۰۰ کیلومترو زیات د روسیې خاورې ته ننوتلي او د مسکو د دفاعي سیسټمونو د ماتولو هڅه روانه ده. بل لور ته روسیې تېره اوونۍ پر اوکراین پراخ بریدونه کړي وو، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د مسکو ښاروال ویلي، چې د ښار هوايي دفاعي سیستمونو تر ۸۰ ډېر ډرونونه شنډ کړي او ځینو سیمو ته لږ زیان اوښتی دی. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې لا هم بې‌پایلې پاتې دي او جګړه دوام لري.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له ډرون بریدونو خبر ورکړی

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱

د امریکا او ایران د بې‌پایلو خبرو او د ټرمپ تر خبرداري وروسته متحده عربي اماراتو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د ډرون برید له امله په یوې اټومي بټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د سعودي عربستان دفاع وزارت هم ویلي، چې د خپل هوایي حریم پر سر یې درې ډرون الوتکې کشف او له‌منځه وړې دي.

دغه پرمختګونه د ټرمپ له لوري د ایران پرضد د نارسمي پیغامونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله شوي دي. ټرمپ د یکشنبې په ماسپښین پر خواله رسنیو د ایران اړونده پوسټونو خپرول پیل کړي.
هغه پر «ټروت» خواله رسنۍ هم په لومړي پوسټ کې لیکلي: «د ایران لپاره د ساعت ټکار روان دی، هغوی باید ډېر ژر اقدام وکړي؛ که نه څه به یې په اوبو لاهو شي. وخت ډېر مهم دی».

وروسته له دې ټرمپ د یکشنبې تر پایه د دوو ساعتونو په موده کې د ایران پر ضد د جګړې او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه ۹ نور پوسټونه خپاره کړل، چې ټول یې تصویري پیغامونه لرل.

هغه د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ جوړ شوي هغه انځورونه هم بیا خپاره کړي، چې په‌کې د ایران د بېرغ لرونکو چټکو کښتیو پر لور د برید شېبې ښودل شوې وې او دارنګه یې د ایران د جګړې د مودې پرتله‌ییز ګراف له نورو امریکايي جګړو سره څو ځله بیا شریک کړی.

روسیې په تېره اونۍ کې څه باندې ۳ زره اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د روسیې د دولتي خبري اژانس (ریا) د راپور له‌مخې، روسیې په تېره اونۍ کې څه باندې ۳ زره اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې او له‌منځه وړې دي. د راپور له‌مخې، تر ټولو ډېرې الوتکې د مې په ۱۳مه او ۱۷مه رانسکورې شوې دي.

د روسیې دولتي اژانس (ریا) د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) د دغه هېواد د دفاع وزارت د ارقامو په حواله خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۳ زره ۱۲۴ اوکرایني ډرون الوتکې کشف، رانسکورې او ویجاړې کړې دي.

د دغه خبري اژانس د راپور له‌مخې، تر ټولو ډېر ډرون الوتکې د مې په ۱۳مه او ۱۷مه رانسکورې شوي، چې په ترتیب سره ۵۷۲ او ۱ زره ۵۴ الوتکې له منځه وړل شوې دي؛ د دغو الوتکو ډېره برخه د روسیې د اروپایي برخې دپاسه ویشتل شوې ده.

دغه اژانس په دې اړه چې په همدې موده کې څومره اوکرایني ډورن الوتکې موخې ته رسېدلي او ایا مرګ‌ژوبله یې درلوده که نه؟ څه نه‌دي ویلي.