د کینیا د ټرانسپورټ سکتور اتحادیې د یکشنبې په ورځ اعلان کړی و، چې د تېلو د بیو د وروستي زیاتوالي په اعتراض کې به د دوی اړوند وسایط د نیمې شپې څخه خپل فعالیتونه بند کړي.
له دې سره د کینیا په څو سترو ښارونو پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
بلخوا پولیسو خبرداری ورکړی و، چې د هر ډول ګډوډۍ رامنځته کېدو مخه به ونیسي.
د کینیا د انرژۍ او پټرولیم د تنظیم ادارې تېره اونۍ د تېلو بیې تر ۲۳،۵ سلنې پورې لوړې کړې، په داسې حال کې چې تېره میاشت یې هم بیې ۲۴،۲ سلنه زیاتې کړې وې. دا پرېکړه د منځني ختیځ د شخړې له امله د انرژۍ د نړیوالو زېرمو د کمښت په پایله کې شوې ده.
د دوشنبې په سهار پلازمېنې نایروبي ته غځېدلې لارې د اعتراض کوونکو او د ټرانسپورټي کارکوونکو له خوا تړل شوې وې. پولیسو په ځینو سیمو کې اوښکې بهونکی ګاز کارولی او مظاهره چیانو د سړکونو د تړلو لپاره ټایرونو ته اور اچولی، چې دې چارې ترافیکي ګډوډي زیاته کړې ده.
د کینیا په تر ټولو لوی بندري ښار، مومباسا کې هم د دغه کاربندیز له امله د سوداګریزو توکو د لېږدونې په پروسه کې د ځنډېدو اندېښنې راپورته شوې دي.
د کینیا د مالیې وزیر جان مبادي ځايي خبریالانو ته وویل، چې د مالیې او انرژۍ وزارتونه هیله لري د ورځې په اوږدو کې د عامه ټرانسپورټ له چلوونکو سره د حللارې موندلو لپاره وګوري.
کینیا خپل نږدې ټول تېلي توکي د خلیج له هېوادونو او منځني ختیځ څخه د حکومتونو ترمنځ د تړونونو له لارې واردوي، چې د بیو دغې لوړوالي د دغه هېواد د خلکو پر اقتصاد، د ټرانسپورټ پر کرایو او د لومړنیو توکو پر بیو سخت منفي اغېز کړی دی.