• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي دامهال په افغانستان کې ۱۲۰ د درملو جوړولو کارخونې فعالیت کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزارت د درملو خدمتونو رییس بشیراحمد هارون وایي، چې دامهال په افغانستان کې ۱۲۰ د درملو جوړولو کارخونې فعالیت لري. د هغه په وینا؛ وروسته له هغې چې له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بندیز ولګېده، د کورنیو تولیداتو له امله تر ډېره د درملو د کمښت تشه ډکه شوې ده.

نوموړي ادعا کړې، چې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ شوی او اوس د ډېرو ناروغیو درملنه په کور دننه ترسره کېدای شي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او د سوداګریزو اړیکو تر محدودېدو وروسته افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی دی.
طالبان هڅه کوي، چې د هېواد اړین درمل د هند، ایران او د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو وارد کړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د دولتي ځمکو پېر او پلور منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۸مه) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، هغه دولتي ځمکې او نمرې چې د دوی له لوري خلکو ته د استوګنې لپاره وېشل شوې یا پلورل شوې دي؛ د سوداګریزې ګټې لپاره یې پېر او پلور منع دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولتي ځمکو د نمرو پلور، وېش او د ودانیزو جوازونو د ورکړې قانون له مخې دغه ځمکې یوازې د سرپناه جوړولو په موخه خلکو ته سپارل کېږي او سوداګریزې معاملې پرې قانوني بڼه نه‌لري.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان په کچه د معاملاتو د لارښوونې ټولو دفترونو ته سپارښتنه شوې؛ څو د دغه دولتي ځمکو د هر ډول معاملې له ترسره کولو په کلکه ډډه وکړي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی، که کوم دفتر یا شخص د دغه ځمکو په پېر او پلور کې ښکېل وموندل شي؛ نو اړوند د معاملاتو لارښوونې دفتر به وتړل شي او د دفتر مسوول، د معاملې دواړه لوري او نور ښکېل کسان به له قانوني څار سره مخ شي.

د افغانستان موزیمونه؛ د زرګونه کلونو د تاریخ د ساتنې مبارزه او د هېرېدو زیاتېدونکې اندېښنې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۱

نن (د مئ ۱۸مه) د موزیمونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغانستان لاهم د خپل فرهنګي میراث، تاریخي اثارو او موزیمونو د ساتنې له جدي ننګونو سره مخ دی.

د فرهنګ‌پالو په باور، دغه میراث یوازې د تېرو تمدنونو خاموشې نښې نه؛ بلکې د یوه ملت تاریخي حافظه، هویت او د تمدن ژوندی سند بلل کېږي. فرهنګ‌پال وایي، افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي، چې د زرګونه کلونو تمدنونو، لرغونو ښارونو او تاریخي اثارو بډایه تاریخ لري.

د بودایي، اسلامي، یوناني، کوشاني، تیموري او نورو تمدنونو زرګونه تاریخي اثار د افغانستان په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي. د بامیانو بودا مجسمې، د هرات تاریخي ابدات، د غزني لرغوني اثار، د ای‌خانم پاتې شونې، د باختر خزانه او د جام څلی هغه تاریخي شتمنۍ دي، چې افغانستان ته یې د نړۍ د لرغونو تمدنونو په ډله کې ځانګړی ځای ورکړی دی.

د فرهنګ‌پالوپه باور؛ د څو لسیزو جګړو، سیاسي بدلونونو، اقتصادي ناورینونو او اداري کمزورۍ له امله د دغه فرهنګي میراث یوه لویه برخه یا زیانمنه شوې، یا غلا او قاچاق شوې او یا هم د بې‌پامۍ له امله د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

100%

ملي موزیم؛ د جګړو او چور تر سیوري لاندې

د افغانستان ملي موزیم چې د افغانستان تر ټولو مهم تاریخي مرکز ګڼل کېږي، د کورنیو جګړو، وسله‌والو نښتو او ناامنیو پرمهال له سختو زیانونو سره مخ شوی و. تاریخ لیکونکي وایي، د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنیو جګړو پرمهال د موزیم یوه برخه ویجاړه شوه او زرګونه تاریخي اثار ترې غلا یا قاچاق شول.

وروسته بیا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال یوشمېر تاریخي مجسمې او لرغوني اثار د «غیراسلامي» بللو له امله له‌منځه یوړل شول. د فرهنګي بنسټونو د راپورونو له مخې؛ په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان زرګونه ګران بیه تاریخي توکي نړۍوالو تور بازارونو ته رسېدلي، چې ډېری یې لاهم بېرته هېواد ته نه‌دي راګرځول شوي.

د افغانستان ملي موزیم لاهم د هېواد د تاریخي حافظې تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېږي او زرګونه لرغوني اثار په‌کې ساتل کېږي.

100%

د طالبانو حکومت ادعاوې او د ساتنې هڅې

د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، په وروستیو کلونو کې یې د تاریخي اثارو د ساتنې، راټولولو او ترمیم لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېر یوه کال کې د افغانستان ملي موزیم ته له شپږ زرو ډېر نوي تاریخي اثار سپارل شوي او ثبت شوي دي.

همداراز د طالب چارواکو په وینا؛ په همدې موده کې ۱۸۹۰ تاریخي اثار ترمیم شوي، نږدې ۲زره لرغوني توکي موزیمونو او لابراتوارونو ته انتقال شوي او ۱۴۲ تاریخي اثار د کابل هوايي ډګر او ګمرکونو کې د قاچاق د مخنیوي وروسته ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

طالب چارواکي دا ادعا هم کوي، چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۲ نوې تاریخي سیمې کشف شوې دي؛ خو د دغه سیمو د موقعیت، تاریخي ارزښت، څېړنو او ساتنې د څرنګوالي بشپړ جزییات تراوسه نه‌دي خپاره شوي.

له تاریخي‌ سیمو څخه یوشمېر کتونکي وايي، یوازې د شمېرو اعلان بسنه نه‌کوي؛ بلکې د تاریخي سیمو او اثارو په اړه شفاف معلومات، مسلکي څېړنې او نړۍوالې ارزونې هم اړینې دي. یوشمېر فرهنګي څېړونکي زیاتوي، که څه هم د تاریخي اثارو د راټولولو او ترمیم هڅې مهمې دي؛ خو لاهم د افغانستان فرهنګي سکتور له جدي ستونزو سره مخ دی.

د فرهنګي چارو شنونکی سید رسول په دې اړه وایي: «موزیمونه یوازې د زړو شیانو ګودامونه نه‌دي؛ بلکې د یوه ملت د هویت ژوندی تصویر دی، که تاریخي اثار له‌منځه ولاړ شي، نو ملتونه خپله تاریخي حافظه له لاسه ورکوي».

هغه زیاتوي، چې د افغانستان ګڼ موزیمونه لاهم له عصري تجهیزاتو، مسلکي کادرونو، معیاري ساتنیزو سیستمونو او پرمختللو لابراتوارونو بې‌برخې دي. د کندهار یو فرهنګي فعال د نوم نه ښ،دلو په شرط وايي، طالبان که څه هم د تاریخي اثارو د ساتنې ژمنې کوي؛ خو د هغوی هڅې کم‌رنګه دي.

دی وایي، د نړۍوالو همکاریو کمېدو، د بودجې محدودیتونو او اقتصادي ستونزو د فرهنګي میراث پر ساتنه مستقیم منفي اغېز کړی دی.

100%

یونسکو: افغانستان لاهم له جدي ګواښونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په خپلو وروستیو راپورونو کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان لاهم د فرهنګي میراث د ساتنې له جدي ګواښونو سره مخ دی.

دغه سازمان وایي، جګړو، طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو، سېلابونو، اقتصادي ناورین او د ساتنې د امکاناتو کمښت ګڼ تاریخي ځایونه او موزیمونه له ګواښ سره مخ کړي دي. یونسکو په وروستیو کې د منار څلي او ځینو نورو تاریخي سیمو د ژغورنې لپاره د سېلابونو د مخنیوي، درې‌بعدي ډیجیټلي ثبت او ساتنیزو پروژو د عملي کېدو خبر هم ورکړی دی.

100%

ولایتي موزیمونه؛ هېر شوي فرهنګي مرکزونه

د فرهنګي چارو کارپوهان وایي، د افغانستان ډېری ولایتي موزیمونه محدود فعالیت لري او ځینې یې د امکاناتو له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ په یوشمېر ولایتونو کې موزیمونه یا تړل شوي، یا په‌کې د ساتنې معیاري سیستمونه نه‌شته او یا هم د خلکو ورتګ ډېر کم شوی دی.

د کندهار یو اوسېدونکی ذبیح‌الله په دې اړه وايي: «په نورو هېوادونو کې موزیمونه د زده‌کړې، سیاحت او فرهنګي پوهاوي مهم مرکزونه دي؛ خو دلته ګڼ خلک حتی نه پوهېږي، چې موزیم کې څه شی ساتل کېږي، زه یوه ورځ موزیم ته ورغلم بند وو، بله ورځ ورغلم راته وویل شوه چې دوه دقیقې وخت لرې نور موزیم بندېږي».

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د موزیمونو د معرفي کولو، فرهنګي پوهاوي او تاریخي ارزښت د بیان لپاره پراخ عامه پروګرامونه نه ترسترګو کېږي. د فرهنګي چارو کارپوه محمد یونس وایي، په تېرو څو لسیزو کې زرګونه تاریخي توکي له هېواده بهر انتقال شوي او ډېری یې د نړۍوالو شخصي کلکسیونونو، پټو بازارونو او بهرنیو موزیمونو برخه ګرځېدلي دي؛ خو دلته حکومتونو په ځانګړې توګه طالبانو یې د بېرته راګرځولو په اړه خاص هڅه نه‌ده کړې.

سره له دې چې وخت ناوخت ځینې تاریخي اثار بېرته افغانستان ته راستانه شوي؛ خو فرهنګي فعالان وایي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره لاهم پیاوړي قوانین، عصري څارنیز سیستمونه او نړۍوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

کتونکي وایي، د نوو کشف شویو تاریخي سیمو او اثارو په اړه محدود معلومات خپرېږي او د فرهنګي چارو په برخه کې د شفافیت کچه ټیټه ده. د فرهنګي چارو بل څېړونکی عبدالواسع صدیقي وایي: «د تاریخي میراث ساتنه یوازې د شعار خبره نه‌ده، دغه برخه دوامداره بودجې، مسلکي مدیریت، نړۍوالو همکاریو او د خلکو پوهاوي ته اړتیا لري، چې په طالبانو کې دغه ظرفیت نه لیدل کېږي».

افغانستان داسې مهال د موزیمونو نړۍواله ورځ نمانځي، چې لاهم ګڼ تاریخي اثار د بې‌غورۍ، اقتصادي ستونزو، قاچاق، اقلیمي ګواښونو او محدودو امکاناتو له ګواښ سره مخ دي؛ هغه میراث چې د یوه ملت د زرګونه کلونو تاریخ، تمدن او هویت استازیتوب کوي.

ایران وايي له طالبانو سره د برېښنا او اوبو په برخه کې همکاري پراخوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌ابادي ویلي، چې له طالبانو سره به د برېښنا او اوبو په برخه کې همکاري پراخه کړي. د ایران سفارت په خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله راغلي: «دغه همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب پربنسټ د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی».

دغه سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې عباس علي‌ابادي د کابل لپاره د ایران د سفارت له سرپرست علي‌رضا بېکدلي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا او اوبو په برخه کې همکاري پراخېږي او دا د اړیکو پیاوړتیا او د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې لپاره مهم فرصت دی.

دغه څرګندونې تر هغه وروسته شوې، چې (د غویي په ۲۶مه) په کابل کې د دواړه خواوو ترمنځ ناسته شوې وه؛ په دغه ناسته کې د انرژۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه همکارۍ په داسې حال کې پراخېږي، چې افغانستان د برېښنا له کمښت سره مخ دی او ایران هڅه کوي په سیمه کې خپل اقتصادي حضور پراخ کړي. اوس‌مهال ایران د افغانستان د برېښنا برابرونکو یو له مهمو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

په افغانستان کې د پاکستاني موټرو بندپاتې کېدو په غبرګون لاریونوالو د لنډي کوتل لاره وتړله

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي خلکو لاریون کړی او دغه لویه لاره یې د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې ده. لاریونوال وایي، چې پاکستان دې له طالبانو سره په افغانستان کې د بندپاتې سوداګریزو او مساپرو وړونکو موټرو د ستنېدو په اړه خبرې وکړي.

یوشمېر کسانو د ټرانسپورټ ټولنې د خیبر مارکېټ په تکیه سیمې کې پرلت وهلی او د لنډي کوتل لویه لاره یې د هر ډول تګ‌راتګ لپاره تړلې ده. لاریونوال وايي، چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې پاکستاني سوداګریز او مساپر وړونکي موټر په افغانستان کې بند پاتې دي، چې له امله یې موټر چلوونکي او مساپر له مالي او نورو ستونزو سره مخ دي.

لاریونوال زیاتوي، چې په افغانستان کې بندپاتې کسان له ناروښانه وضعیت سره مخ دي. دوی وایي، څو ځله یې د پاکستان ځايي حکومت ته خبر ورکړی؛ خو تراوسه عملي ګام نه‌دی اخیستل شوی.

د پرلت له کبله په لنډي کوتل کې لارې بندې او د موټرو اوږده کتارونه ولاړ دي. ځايي خلک وايي‌، په لنډي کوتل کې تازه د عمومي لارې تړل کېدو پر سوداګریزو فعالیتونو هم اغېز کړی. لاریونوالو ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت دې له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني وګړو او موټرو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې او عملي اقدام ترسره کړي.

طالبان وایي تېره ورځ یې پر نږدې ۱۵۰۰ راستنو شویو کډوالو د استوګنې نمرې وېشلې دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو وېش کمېټې خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر ۱۴۹۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې دي. یادې کمېټې زیاته کړې، چې دغه نمرې یې په ننګرهار، سمنګان، زابل، فراه، کندوز، هلمند او غزني ولایتونو کې وېشلې.

یادې کمېټې د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې تېره ورځ ۱۴۹۱ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې او تر دې مهاله پر ټولټال ۲۸زره او ۷۶۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي. دغې کمیټې ویلي، یاده لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هڅه کېږي چې نورو راستنو شویو کورنیو ته هم د استوګنې زمینه برابره شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې په فراه کې ۴۴۷، په ننګرهار کې ۳۱۰، په سمنګان کې ۲۰۰، کندوز کې ۱۸۲، هلمند کې ۱۷۵، زابل کې ۱۳۲ او غزني کې پر ۴۵ ستنو شویو کورنیو د اوسېدو ځمکې وېشل شوې دي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.