په تاشکند کې د طالبانو او بنګلهدېش سفیران د اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

په تاشکند کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د یادې ډلې سفیر عبدالغفار بحر د بنګلهدېش له سفیر محمد منیرالاسلام سره په لیدنه کې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي حالاتو او د سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.
