څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

وېښتان د انسان د ښکلا، ځوانۍ او جذابیت مهمه برخه ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د عمر له زیاتېدو وړاندې د وېښتانو سپینېدل د ډېرو خلکو لپاره پر یوې جدي اندېښنې بدل شوي دي.

وېښتان د انسان د ښکلا، ځوانۍ او جذابیت مهمه برخه ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د عمر له زیاتېدو وړاندې د وېښتانو سپینېدل د ډېرو خلکو لپاره پر یوې جدي اندېښنې بدل شوي دي.
څیړنې شیې پخوا به سپین وېښتان د زړښت نښه بلل کېده، خو اوس داسې ځوانان هم لیدل کېږي چې لا د شل او یا دېرشو کلونو ترمنځ وي، خو وېښتان یې ورځ تر بلې سپینیږې.
روغتیايي متخصصین وایي، د وېښتانو طبیعي رنګ د “میلانین” په نوم د یوې مادې له امله وي چې د وېښتو په ریښو کې تولیدېږي. کله چې د بدن دا ماده کمه شي یا یې تولید ورو شي، وېښتان خپل طبیعي رنګ له لاسه ورکوي او ورو ورو سپینېږي.
د ډاکټرانو په وینا، که څه هم عمر د وېښتانو د سپینېدو تر ټولو عام لامل ګڼل کېږي، خو یوازې عمر نه دی چې وېښتان سپینوي. دوامدار ذهني فشار، اندېښنې، بې خوبي او رواني ستونزې د بدن پر هورمونونو اغېز کوي او د وېښتانو د رنګ تولیدوونکې حجرې کمزورې کوي. همدا لامل دی چې ډېری خلک د سختو ستونزو او فشارونو له تېرېدو وروسته د خپلو وریښتانو په رنګ کې بدلون احساسوي.
متخصصین زیاتوي، ناسمه غذا هم د وېښتانو د ژر سپینېدو یو مهم لامل دی. د ویټامین B12، اوسپنې، زینک او ویټامین D کمښت د وېښتانو روغتیا ته زیان رسوي. چټک او غیر صحي خواړه، غوړ لرونکي خوراکونه او د مېوو او سبزیجاتو کمه استفاده د بدن طبیعي توازن ګډوډوي او وېښتان کمزوري کېږي.
روغتیايي څېړنې ښيي چې سګريټ څکول او نشه يي توکي نه یوازې د بدن عمومي روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د وېښتانو د وخت نه مخکې سپینېدو خطر هم زیاتوي. ډاکټران وایي، سګريټ د وینې جریان کموي او د وېښتانو ریښو ته د غذایي موادو رسېدل اغېزمنوي.
ځینې ناروغۍ لکه د تایرایډ ستونزې، د وینې کمښت او د بدن د دفاعي سیستم کمزورتيا هم د وېښتانو پر رنګ مستقیم اغېز کولی شي. له همدې امله متخصصین سپارښتنه کوي چې که د کم عمر کسانو وېښتان په چټکۍ سپینېږي، باید طبي معاینات ترسره کړي.
کارپوهان باور لري چې که څه هم د عمر له امله د وېښتانو سپینېدل په بشپړ ډول نه شي درېدلی، خو سالم ژوند کولی شي دا بهیر ورو کړي. متوازنه غذا، کافي خوب، ورزش، ذهني ارامتیا او د طبیعي غوړیو استعمال د وېښتانو په پیاوړتیا او ساتنه کې مهم رول لري.
متخصصین خلکو ته سپارښتنه کوي چې د شنو سبزیجاتو، مېوو، شیدو، هګیو او مغز لرونکو خوړو استعمال زیات کړي او له دوامدار فشار، بې خوبۍ او سګرټو څخه ځان وساتي. د دوی په خبره، سالم ژوند نه یوازې د وېښتانو ښکلا ساتي، بلکې د بدن عمومي روغتیا هم پیاوړې کوي.