• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا د باړې سیمې نجونې د لوړو زده‌کړو له ناورین سره مخ دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې سيمې تر ۶۰۰زره زیات اوسېدونکي یوازې یو دولتي پوهنتون ته لاسرسی لري. دوی وایي، د بنسټیزو اسانتیاوو، لوړو زده‌کړو پروګرامونو، ټرانسپورټ او امنیت له سخت کمښت سره مخ دي چې له امله یې ګڼې زده‌کوونکې خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي.

د یادې سیمې زده‌کوونکې، د دوی کورنیو او سیمه‌ییزو مشرانو د خیبر پښتونخوا حکومت او د لوړو زده‌کړو له ادارې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د لوړو زده‌کړو څلور کلن پروګرامونه پیل، عصري لابراتوارونه جوړ، رسمي ټرانسپورټ برابر او دایمي استادان وګماري؛ څو د سیمې نجونې له لوړو زده‌کړو بې‌برخې نه‌شي.
نجما عبدالله د باړې په دولتي پوهنتون کې د نجونو برخې د اردو ژبې د څانګې زده‌کوونکې ده، هغې د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، د ترانسپورت نشتوالي هغه دې ته اړ اېستې چې زده‌کړو ته د رسېدو لپاره نږدې د خپلې انا په کور کې ژوند وکړي؛ ځکه چې کور یې له پوهنتون نه خورا لرې دی.
هغې وویل: «د باړې د نجونو په استعداد کې هېڅ کمی نه‌شته؛ خو بې‌وزلۍ، ټرانسپورټي ستونزو او د لوړو زده‌کړو د اسانتیاوو نشتوالي ګڼې زده‌کوونکې دې ته اړ باسي، چې خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي».
نجما غوښتنه وکړه، چې حکومت دې د زده‌کوونکو لپاره بسونه برابر کړي؛ ځکه ګڼې نجونې اوږده واټنونه په پښو وهي، چې دا نه یوازې ستړی کوونکی؛ بلکې خوندی هم نه‌دی. یوشمېر نورو زده‌کوونکو هم د ورته ستونزو د یادونې تر څنګ د لوبو د میدان نشتوالی هم د زده‌کوونکو لپاره یوه لویه ستونزه یاده کړې.
دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ساینس په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. دوی ویلي: «د زده‌کوونکو لپاره د تګ‌راتګ اسانتیا نه‌شته او د سیمې د عمومي امنیتي وضعیت له امله زده‌کوونکې او د هغوی کورنۍ ځانونه خوندي نه احساسوي».
د پوهنتون اداري چارواکو بیا ویلي، چې د لوړو زده‌کړو پروګرامونو د پیل اصلي خنډ د لابراتوارونو او اړینو اسانتیاوو نشتوالی دی. د دوی په خبره، اوسني لابراتوارونه د لوړو زده‌کړو د یوې پروژې له لارې برابر شوي؛ خو د لوړو زده‌کړو بشپړ پروګرامونه د کمپیوټر ساینس، بیولوژۍ، کیمیا او نورو مضامینو لپاره ځانګړو او عصري لابراتوارونو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

۵

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

•
•
•

نور کیسې

د کورمې په زرګونو «اهل تشيع» وګړي له متحده عرب اماراتو څخه جبري ايستل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
د کورمې په زرګونو «اهل تشيع» وګړي له متحده عرب اماراتو څخه جبري ايستل شوي
100%

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د امريکا، اسرایيل او ايران د جګړې له پيل څخه وروسته د متحده عرب اماراتو حکومت زرګونو پاکستاني اهل تشيع وګړي له دغه هېواد څخه ايستلي دي. دوی وایي، د ایستنې اصلي لامل دا دې چې دوی «اهل تشيع» دي. دغه کسان د پاکستان په حکومت هم نيوکې کوي.

د کورمې پاړاچنار جاوېد حسین چې له دوبۍ څخه جبري ستون کړای شوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، د ۱۶ کالو راهسې متحده عرب اماراتو ته تللی او راغلی دی، هېڅکله یې کوم جرم نه دی کړی او نه هم کله د پولیسو حوزې ته ورغلی دی.

حسین زیاتوي، «د اپرېل د مياشتې پر ۲۸مه د دوبۍ د پوليسو ټيليفون راغلو، د پولیسو حوزې ته یې وبللم، چې لاړم موبايل او بټوه یې رانه واخېستل، اته ساعته وږي تږي کښېنولي او وروسته یې بې له کومې پوښتنې د نورو کسانو سره زندان ته بوتلم».

هغه وويل، سربېره پر دې چې د ۲۰۲۸م پورې راسره ويزه وه، پوښتنه مو وکړه، چې کوم جرم مو کړی؟ خو هېڅ ځواب رانه کړل شو، او «د ورسان زندان ته چې یې بوتلم، هلته یې راسره هغه څه وکړه چې هغه په دين اسلام کې نشته».

هغه زیاته کړه، د «پنځه، شپږو، کسانو نه یې يو ځای جامې وويستلې لغړ یې ودرولو، کوتک ورسره وو، په هغې به یې وهلو، شوګر ناروغان پکې و، د ځينو نه یې بګه په کټر وشلوله».

جاوېد حسین وویل، «په ورسان زندان کې مو اته ورځې ډېرې په تکليف تېرې کړې، دومره سختي یې کوله، چې د لامبېدو په ځای کې هم امنیتي کامرې لګول شوې وې».

خلک یوازې په نوم نيول کيږي

جاوېد حسین وويل، «د چا په نامه کې چې حسین، علي، عباس توری راځي، هغه نيول کيږي». او يوه بل تن وويل، نه يوازې نارينه نيسي را اوباسي یې، بلکې د ښځو نومونه چې «، زهرا، زېنب، سکينه» وي هغوی هم نيسي او رالېږي يې.

په دوبۍ کې د خلکو نيولو له بهير څخه وړاندې کورمې ته په خپله راغلي اقرار حسین افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، د کال ۲۰۱۲م راهسې په دوبۍ کې د هغو کسانو نومونه به ثبت کېدل او کارتونه به یې له منځه وړل کېدل چې «څوک به امام بارګاه، د اهل تشيع د عبادت ځايونو ته تلل».

يوازې د کورمې په زرګونو کسان را ايستل شوي

د اقرار حسین په خبره، «زما سره ټول اسناد سم وو، ويزه مې د تېر اګست په میاشت کې د يو کال لپاره نوې کړې وه، موټر به مې چلولو، خو انلاين راته معلومه شوه، ايپليکېشن کې یې راپسې هر څه بلاک کړل شوي، د ويرې راغلم».

د متحده عرب اماراتو څخه کورمې ته رالېږل شوو کسانو وويل، «مونږ د دغو کسانو معلومات راټولوو، تراوسه مو په يوه فورم کې د زرو څخه د زیاتو کسانو معلومات ثبت کړي دي، خو زموږ اندازه ده چې د څلور زرو نه زيات کسان را ايستل شوي دي».

هغه زیاته کړه، د کوهاټ، هنګو، اورکزو او تر کراچۍ پورې هغه کسان چې اهل تشيع وو، را ايستل شوي دي.

د کورمې، پاړاچنار د میرعباس په نوم بل تن افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، «د يو نړيوال شرکت سره به مې دوبۍ کې کار کولو، د مارچ په نهمه په رخصتۍ کلي ته راغلی وم، د مارچ په ۲۷مه راپسې خبر خبر راغلو چې ويزه مې لغوه شوې ده».

هغه وويل، د شرکت نه یې د ايمېل له لارې پوښتنه وکړه، خو هغوی ته د حکومت لخوا کوم ځواب نه دی ویل شوی. هغه زیاته کړه، «دا سياسي ستونزه جوړه کړل شوې او موږ د مذهب په نوم په هدف شوي يو، نه چې چا کوم جرم کړی او په هغې را ايستل شوی يا یې ويزې لغوه کړل شوي دي».

د پاکستان په حکومت نيوکې

د متحده عرب اماراتو څخه را ايستل شوو د شنبې په ورځ پاړا چنار کې يوه خبري کانفرنس کړی او د پاکستان په حکومت یې نيوکې کړي دي.

ميرعباس وويل، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او طلال چودري چې د متحده عرب اماراتو څخه د را ايستونکو په اړه کوم بیان ورکړی، چې دغو خلکو غيرقانونه کارونه کړي د هغې له امله را ايستل شوي دي، «زه دوی سره مخامخ کېدو ته تیار يم، زما يو غيرقانوني څيز دې ماته راوښايي».

هغه وویل، دوی په متحده عرب اماراتو کې د قانون سرغړونه څه چې، ان تر ټولنيزو رسنيو کارولو څخه هم ډډه کوله.

د پاکستان د حکومت نظر

د پنجشنبې په ورځ (د می پر ۱۴مه) د کورنيو چارو وزير مملکت طلال چودري په پارلمان کې وويل، د متحده عرب اماراتو سره د اسلام اباد اړيکې سمې دي.

هغه دغه راپورونه «رد کړل چې ګنې د عرب هېوادونو څخه اهل تشيع مسلمانان را ايستل کيږي».

چودري همداراز زیات کړه، «ولې داسې بیانيه جوړول کيږي، چې د تبعيض په اساس خلک راشړل کيږي»، حکومت خپل مسووليت ترسره کوي او متحده عرب اماراتو سره په اړيکو کې هېڅ خرابوالی نشته.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، هغه خلک را ايستل کيږي چا چې د سفر له قوانینو څخه سرغړونې کړي دي.

د دوبۍ څخه را را ايستل شوو ځینې کسانو ويلي، داسې خبرې هم تر غوږو شوي، چې د دوی پاسپورټونه پاکستان بلاک کړي دي. خو طلال چودري ويلي، که د چا کوم اعتراض هم وي، حکومت به یې پرته له دې چې «څوک د کوم مذهب، رنګ او ژبې ویونکی دی» د دوی اعتراضونه به اوري او حل به یې کړي.

په کوهاټ کې پر یوه موټر چاودنې کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱
په کوهاټ کې پر یوه موټر چاودنې کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي
100%

د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پولیسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام د اورکزو سیمې سره په پوله د یادې ولسوالۍ مرایي پوستې سره نږدې پر یوه موټر چاودنه شوې ده. دوی ویلي، چې په چاودنه کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

پولیسو په وینا، د وژل شوي کس جسد او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په ژوبلو کسانو کې یو تن عامه وګړی هم شامل دی.
د ځایي پولیسو د معلوماتو له مخې، یاد موټر هغه وخت د چاودنې ښکار شو چې له اورکزو څخه کوهاټ ته په لار و.

سرچینې وایي، په چاودنه کې دولتي کارمندان په نښه شوي خو جزیات نه دي ورکړ‎ل شوي.

د چارواکو په خبره، د چاودنې د نوعیت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

په خیبر پښتونخوا کې سر له سبا د پوليو ضد د واکسیناسیون ۷ ورځنی کمپاين پيلېږي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
په خیبر پښتونخوا کې سر له سبا د پوليو ضد د واکسیناسیون ۷ ورځنی کمپاين پيلېږي
100%

په خيبرپښتونخوا کې د پولیو مخنیوي پروګرام د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په ۲۳ ولسوالیو کې د پیلېدونکي ۷ ورځني پولیو ضد د واکسیناسیون کمپاین لپاره ټولې تابیاوې بشپړې شوې دي.

د خيبرپښتونخوا چارواکو د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، په روانه میاشت کې له پلان او منظمې څارنې سره سم او همداراز د کمپاین کیفیت ته په پام سره به هڅې وشي، چې له خیبر پښتونخوا څخه د پولیو ریښې په بشپړ ډول واېستل شي.

د خيبرپښتونخوا د اعلی سکرتريت د اېکس‌پاڼې د بيان له‌مخې، دا کمپاين به د بنو او ډېره اسماعیل خان سيمو په ګډون په، ایبټ‌اباد، تورغر، کوهستان بر، کوهستان کوز، کولای پالس، باجوړ، کوز دیر، مومند، مردان، نوښار، پېښور، خیبر، کوهاټ، هنګو، کرم او کرک ولسوالیو کې به په یوه وخت سر له سبا (دوشنبه) پیل شي چې په‌کې به له ۴ اعشاریه ۶ میلیونه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

ویل کېږي، په پېښور او خیبر ولسوالیو کې به دا کمپاین تر اوو ورځو او پاتې نورو سیمو کې به ۴ ورځې دوام وکړي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې ثبت شوي، په ۲۰۲۵م کال کې د پوليو د پېښو شمېره ۳۱ او په ۲۰۲۴م کال کې د پوليو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان کې د پوليو ضد وروستی کمپاين په اپرېل مياشت کې ترسره شوی، په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د کمپاين پرمهال د پوليو پر کارکوونکو او ساتونکو سرتېرو یې وسله‌وال بريدونه هم شوي وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت دې د «غندنو» پر ځای د خلکو ژوند خوندي کړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت دې د «غندنو» پر ځای د خلکو ژوند خوندي کړي
100%

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسیون د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له «غندنو» تېر شي او عملي اقدامات وکړي، څو «وښيي چې د انسان ژوند او عامه ځایونه لا هم خوندي کېدای شي».

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان «وګړي د جبري لادرکۍ، هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو تر منځ راګیر دي».

یاد کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې د بنو، باجوړ او لکي مروت وروستي خونړیو بریدونو ته په اشارې په یادو سیمو کې یې د وسله‌والو فعاليتونه او امنيتي وضعيت «ورځ تر بلې خرابېدونکی» بللی دی.

د اعلامیې له‌مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د ګوادر پوهنتون د مشرتابه او دوو نورو کارکوونکو د تښتونې ادعا، په داسې حال کې چې دوی له ګوادر څخه کوټې ته پر لاره وو، «د لویو لارو د امنیت ساتلو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د دولت پر وړتیاوو جدي پوښتنې راپورته کوي».

د بشري حقونو کمېسیون د بلوچستان په نوشکي کې د يوه استاد پر وژنې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، حکومت ته يادونه کړې، چې «کله ښوونکي او اکاډمیک کسان تښتول کېږي یا په ډزو وژل کېږي، پایلې یې له انفرادي تراژیدیو ډېرې پراخې وي».

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو لمن پراخه شوې او له امله یې د ځايي دولتي ځواکونو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بنو پوليسو د ۵ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
د بنو پوليسو د ۵ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې
100%

د خيبرپښتونخوا د سويلي بنو ولسوالۍ پوليسو ادعا کړې، چې د فتح‌خېل له پېښې وروسته، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ «مطلوب» وسله‌وال وژلي، خو دا چې په دې عملیاتو کې دوی ته څه زیان رسېدلی او که‌ نه‌، څه نه‌دي ویلي.

د بنو د سيمه‌ييزو پوليسو مشر ار‌پي‌او سجاد خان په خپله‌ فېسبوک‌پاڼه ویلي، په وژل شويو وسله‌والو کې د زرګل ډلې مهم قومندان حیات‌الله، د څوکۍ فتح‌خېل په برید کې ښکېل اسدیار او نعمت‌الله او همداراز د منصور په نوم یو قومندان او یو بل وسله‌وال شامل دي.

د بنو پولیس وایي، چې په دغې ولسوالۍ کې وسله‌والو ته هېڅ ځای نه‌شته او په وینا یې، دغه عملیات به تر هغې دوام ولري، چې ولسوالۍ د وسله‌والو له حضور څخه پاکه شي.

۷ شپې مخکې د بنو ولسوالۍ په فتح‌خېل سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې ۱۵ ځايي پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي وو.

د یاد برید مسوولیت د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسله‌والې ډلې منلی وو.

سجاد خان له یادې پېښې وروسته ویلي وو، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به لس کسان ووژنو».

د پاکستان د کورنیو چارو وزير مُحسن نقوي هم په خپله اېکس‌پاڼه په بنو کې یاد عملیات ستایلي دي.