• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: په بحراني شرایطو کې ښوونځي ماشومانو ته ثبات او هوساینه برابروي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل یوه تازه پیغام کې ویلي چې په سختو او بحراني شرایطو کې ښوونځی د ماشومانو لپاره یوازې د زده کړې ځای نه دی، بلکې د ثبات، خوندیتوب او رواني هوساینې تر ټولو مهمه سرچینه هم ګڼل کېږي.

یونیسف ټینګار کړی چې د ښوونځي بکسې یا کڅوړې، کتابچې، قلمونه او پنسلونه د هغو مهمو درسي وسایلو له ډلې دي چې ماشومانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابروي او هغوی ښوونځیو ته د تګ لپاره هڅوي.

د یاد بنسټ په وینا، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیایي بانک او د زده کړې لپاره د نړیوال مشارکت په مالي او تخنیکي همکارۍ سره په ګډه کار کوي، څو دغه درسي توکي او تعلیمي تجهیزات د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ورسوي او ماشومانو ته یې برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې ماشومان، په ځانګړي ډول زده کوونکي، د درسي توکو له جدي کمښت سره مخ دي. د نړیوالو بنسټونو دا همکاري کولای شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د افغان ماشومانو له ښوونیز بهیر سره مهمه مرسته وکړي او د زده کړو دوام ته زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

سارا اډمز: افغانستان کې روزل شوي له سلو ډېر ځانمرګي بریدګر امریکا ته داخل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې، په افغانستان کې د «بهرنیو عملیاتو» لپاره ځانګړي ځانمرګي روزنیز کمپونه فعال او له دغو کمپونو څخه روزل شوي تر سلو ډېر ځانمرګي بریدګر د مکسیکو د «سینالوا» کارټل په مرسته د امریکا له سویلي پولې دغه هېواد ته داخل شوي.

سارا اډمز د ایکس په یوه تازه پیغام کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې داسې د ځانمرګو بریدګرو روزنیز کمپونه موجود دي چې یوازې د «بهرنیو عملیاتو» لپاره کارول کېږي.

نوموړې لیکلي: «په افغانستان کې د ځانمرګو بریدګرو کمپونه شته چې یوازې د بهرنیو عملیاتو لپاره دي، یعنې هلته روزنه ورکول کېږي او بیا دا کسان بهر ته لېږل کېږي.»

سارا اډمز ادعا کړې چې له دغو کمپونو څخه روزل شوي «تر سلو ډېر ځانمرګي بریدګر» د مکسیکو د «سینالوا» کارټل په مرسته په ناقانونه توګه د امریکا له سویلي پولې دغه هېواد ته داخل شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی، چې ځانمرګي بریدګر «یوازې د چاودنې لپاره روزل کېږي» او زیاته کړې یې ده چې امریکایي حکومت باید د هغوی د موندلو لپاره جدي اقدام وکړي.

نوموړې ویلي: «دا نور یوازې د بهرنیو هېوادونو ستونزه نه ده. موږ هلته د هغوی پر ضد عملیات ودرول، نو هغوی دلته راغلل.»

د سي‌اې‌ای پخوانۍ مامورې همداراز ادعا کړې چې د امریکا حکومت په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې «حتی یو» ځانمرګی روزنیز کمپ هم نه دی په نښه کړی.

هغې د هغو کسانو د شمېر په اړه اندېښنه ښودلې چې د دې مودې پر مهال روزل شوي دي.

تر اوسه د امریکا حکومت او طالبانو د سارا اډمز د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او نوموړې هم د خپلو ادعاوو لپاره کره اسناد نه دي خپاره کړي.

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني ویلي، چې د اسلام د زوال او د اسلامي ټولنو د اختلافونو له مهمو عواملو څخه «ملايان» دي، او ادعا یې کړې چې تاریخ، مذهب او دیني متون هم د دوی پر «ناکاره رول» شاهدي ورکوي.

پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپلو تازه څرګندونو کې پر دیني عالمانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي ټولنو د ستونزو او زوال تر شا د ملايانو رول موجود دی.

نوموړي له یوه پوډکاسټ (صوفي پوډکاسټ) سره په خبرو کې ویلي: «د اسلام د زوال یو له اساسي عواملو څخه ملايان دي. که ورسره کښېنم، زه سند لرم، کتاب وایي، تاریخ وایي او مذهب وایي چې دوی ناکاره دي، دوی د زوال عامل دي، دوی د اختلاف عامل دي او همدوی دي چې دا ستونزې یې رامنځته کړې دي.»

جهاني، چې له کلونو راهیسې د ادبیاتو، سیاست او ټولنیزو مسایلو په اړه څرګندونې کوي، په دې خبرو کې د دیني قشر پر رول نیوکه کړې، خو د خپلو ادعاوو لپاره یې نور تفصیلي دلایل نه دي وړاندې کړي.

د هغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملایانو او سیاسي جریانونو د رول په اړه بحثونه لا هم د ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو له مهمو موضوعاتو ګڼل کېږي.

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د فراګیر په نوم یوه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو پراخو محدودیتونو نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې په هېواد کې یې د افراط‌ګرۍ او ټولنیزې ناامنۍ د پراخېدو لپاره زمینه هم برابره کړې ده.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۸مه، ویلي چې راپور یې د افغانستان په ۱۴ولایتونو کې د ښځو او نارینه‌وو د سلګونو روایتونو او مستندو معلوماتو پر بنسټ چمتو کړی او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هغوی د پالیسیو اغېزې په کې ارزول شوې دي.

د راپور له مخې، د ښځو د حقونو محدودولو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو تګلارې، په ټولنه کې د افراطي فضا د رامنځته کېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل شوي دي.

راپور څرګندوي چې د نجونو له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومېدل او له بلې خوا د دیني مدرسو پراختیا، د افراط‌ګرۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دغه بنسټ په وینا، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر د پام وړ زیات شوی او په ځینو سیمو کې یې شمېر د رسمي ښوونځیو له شمېرههم اوښتی دی.

فراګیر بنسټ خبرداری ورکړی، چې د وېرې فضا، ټولنیز محدودیتونه، خپل‌سري نیونې او اقتصادي فشارونه په ځانګړي ډول د ښځو ترمنځ د ناامنۍ احساس زیات کړی دی.

راپور همداراز ټینګار کوي چې د ملاتړو بنسټونو نشتوالی او د محدودیتونو دوام ښايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او افراط‌ګرۍ د لا پراختیا لامل شي.

په ابوظبۍ کې د طالبانو او قزاقستان سفیران د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو غږېدلي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني او د قزاقستان سفیر راوان جومابیک په ابوظبۍ کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو د پراخېدو، د افغانستان د ثبات او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت ویلي، د دغه سفارت مشر مولوي بدرالدین حقاني په ابوظبۍ کې د قزاقستان له سفیر راوان جومابیک سره د قزاقستان سفارت په مقر کې لیدنه کړې ده.

د طالبانو سفارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو د پراخېدو، د افغانستان د ثبات او هوساینې او همداراز د متقابل احترام پر بنسټ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان سفیر د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او ښوونیزو برخو کې د همکاریو د پراخېدو هیله څرګنده کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، بدرالدین حقاني د قزاقستان له «مثبت دریځ» او بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې طالبان سیمه‌ییز ثبات، اقتصادي پراختیا او اغېزمنو ګډو همکاریو ته جدي پاملرنه لري.

قزاقستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي او د سیمې د هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې له طالبانو سره د تعامل د پراخولو هڅې کوي.

طالبان وايي چینايي پانګه‌والو په افغانستان کې د سړکونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د طالبانو ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د وانګ بن چاینګ په مشرۍ د چین له لوړپوړو پانګه‌والو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کاني زېرمو، لویو لارو، د سالنګ تونل او واخان دهلېز د پراختیا او پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن دوشنبه، د غويي پر ۲۹مه په اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په یاده لیدنه کې چینایي پانګه‌وال وانګ بن چاینګ ویلي چې دوی د لوړپوړو ودانیو د جوړولو، لویو لارو، د کانونو د استخراج، د تېلو د تصفیې او د برېښنا بندونو په برخو کې کافي تجربه او پرمختللې ټکنالوژي لري او غواړي د پانګونې له لارې دغه ټکنالوژي افغانستان ته انتقال کړي.

دغه چینايي پانګوال زیاته کړې، چې دوی به له اسیايي هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتولو په موخه، په ځانګړې توګه د لویو لارو په برخه کې اساسي پانګونه وکړي.
په ورته مهال د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ویلي، چې دوی د کانونو ترڅنګ د سالنګ تونل او واخان دهلېز د بیارغونې او جوړولو لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بشپړه زمینه برابره کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې چینايي پانګه‌وال د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ باید د افغانستان ګټو او د دوی اصولو ته هم پام وکړي او خپلو چارو ته په بشپړ معیاري توګه اوږه ورکړي.

دا څرګندونې او لیدنې په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر بهرنیو پانګه‌والو په بېلابېلو برخو کې د پانګه‌ونې ورته ژمنې کړې وې، خو وروسته دغه ژمنې یوازې د وینا او کاغذ تر حده پاتې شوې دي.