• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: تهران ډیر ښه پوهېږي چې په نږدې راتلونکي کې به څه پېښ شي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د ایران حکومت په دې ښه پوهېږي چې «په نږدې راتلونکې کې به څه پېښ شي» او ویلي یې دي چې له تهران سره په روانو خبرو کې هېڅ ډول امتیاز ورکولو ته چمتو نه دی.

ټرمپ له نیویارک پوسټ سره په یوې لنډې مرکه کې ویلي، د ایران د وروستي ځواب تر ترلاسه کولو وروسته به د تهران غوښتنو ته هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي. هغه وویل: «هیڅ ډول امتیاز نه منم.»

نوموړي زیاته کړه: «زه تاسو ته ویلی شم چې هغوی تر بل هر وخت ډېر غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، ځکه پوهېږي چې ډېر ژر به څه پېښ شي.»

ټرمپ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې ایران د ۲۰کلونو لپاره د یورانیمو د غني‌کولو د درولو لپاره چمتووالی ښودلی، وویل: «دا مهال هېڅ څه نه منم.»

هغه د موضوع د جزییاتو له شریکولو ډډه وکړه او ویې ویل: «په رښتیا اوس د دې په اړه خبرې نه شم کولای، ډېر څه روان دي.»

ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې له تهران څخه «نه غوسه او نه هم خپه» دی، خو زیاته یې کړه چې د ایران حکومت ښه پوهېږي چې امریکا لا هم د لا ډېر فشار او زیان رسولو وړتیا لري.

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو او احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د امریکا او ایران په مذاکراتو کې لاسوهنه نه کوو

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو بهیر ته د مستقیم ننوتلو او یا لاسوهنې هېڅ اراده نه لري او د دغو خبرو د بریا لپاره هیله‌مند دی.

سرګي لاوروف نن دوشنبه د غويي ۲۸مه د استوايي ګینې د بهرنیو چارو له وزیر سیمون اویونو اسونو انګه سره تر لیدنې وروسته، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې مسکو د واشنګټن او تهران په مذاکراتو کې مداخله نه کوي. لاوروف دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په وروستیو کلونو کې د ایران او روسیې ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې خورا خرابې شوې دي، خو لا هم روښانه نه ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمې جګړې د شدت په صورت کې به مسکو تر کومې کچې د تهران ملاتړ وکړي.

د روسیې دا دریځ د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د مذاکراتو له بندېدو سره هم‌مهاله په ډاګه کېږي او یو داسې وضعیت رامنځته شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د یوې نوې احتمالي جګړې اندېښنې راپورته کړې دي.

رویټرز: پاکستان سعودي عربستان ته ۸ زره پوځیان لېږلي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان له عربستان سره د خپل دفاعي تړون په اډانه کې دغه هېواد ته ۸ زره پوځیان، جنګي الوتکې او د هوايي دفاع سیسټمونه لېږلي دي. رویټرز ویلي، دا ځواکونه بشپړ عملیاتي توان لري او موخه یې پر عربستان د احتمالي بریدو مخنیوی او دفاع ده.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د پاکستان دغه بې‌سارې پوځي اقدام په داسې حال کې کېږي، چې اسلام‌اباد دا مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب اصلي رول هم پر غاړه لري.

پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال د وږي په میاشت کې په ریاض کې د دوه اړخیز ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی و، چې د دغه تړون له مخې پر یوه هېواد هر ډول برید، پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.

دا اقدامات وروسته له هغې کېږي چې پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته، ایران په سیمه کې پر ځینو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر سعودي عربستان بریدونه وکړل. پاکستان تر دې وړاندې پر سعودي عربستان د ایران د حکومت دغه بریدونه په کلکه غندلي وو.

په کینیا کې د تېلو د بیو د لوړېدو پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د ایران د جګړې له امله د تېلو د بیو د بې‌ساري لوړېدو په غبرګون کې، نن د دوشنبې په ورځ د کینیا په څو ښارونو کې پراخ لاریونونه پیل شوي او په ټول هېواد کې د عامه ټرانسپورټ کاربندیز مسافر له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کینیا د ټرانسپورټ سکتور اتحادیې د یکشنبې په ورځ اعلان کړی و، چې د تېلو د بیو د وروستي زیاتوالي په اعتراض کې به د دوی اړوند وسایط د نیمې شپې څخه خپل فعالیتونه بند کړي.

له دې سره د کینیا په څو سترو ښارونو پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

بلخوا پولیسو خبرداری ورکړی و، چې د هر ډول ګډوډۍ رامنځته کېدو مخه به ونیسي.

د کینیا د انرژۍ او پټرولیم د تنظیم ادارې تېره اونۍ د تېلو بیې تر ۲۳،۵ سلنې پورې لوړې کړې، په داسې حال کې چې تېره میاشت یې هم بیې ۲۴،۲ سلنه زیاتې کړې وې. دا پرېکړه د منځني ختیځ د شخړې له امله د انرژۍ د نړیوالو زېرمو د کمښت په پایله کې شوې ده.

د دوشنبې په سهار پلازمېنې نایروبي ته غځېدلې لارې د اعتراض کوونکو او د ټرانسپورټي کارکوونکو له خوا تړل شوې وې. پولیسو په ځینو سیمو کې اوښکې بهونکی ګاز کارولی او مظاهره چیانو د سړکونو د تړلو لپاره ټایرونو ته اور اچولی، چې دې چارې ترافیکي ګډوډي زیاته کړې ده.

د کینیا په تر ټولو لوی بندري ښار، مومباسا کې هم د دغه کاربندیز له امله د سوداګریزو توکو د لېږدونې په پروسه کې د ځنډېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

د کینیا د مالیې وزیر جان مبادي ځايي خبریالانو ته وویل، چې د مالیې او انرژۍ وزارتونه هیله لري د ورځې په اوږدو کې د عامه ټرانسپورټ له چلوونکو سره د حل‌لارې موندلو لپاره وګوري.

کینیا خپل نږدې ټول تېلي توکي د خلیج له هېوادونو او منځني ختیځ څخه د حکومتونو ترمنځ د تړونونو له لارې واردوي، چې د بیو دغې لوړوالي د دغه هېواد د خلکو پر اقتصاد، د ټرانسپورټ پر کرایو او د لومړنیو توکو پر بیو سخت منفي اغېز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د هر ډول احتمالي سناریو پر وړاندې په بشپړ ډول چمتو یو

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې هېواد یې د سیمې وضعیت په دقت سره څاري او ځواکونه یې د هر ډول احتمالي وضعیت پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. نوموړي ویلي، چې ایران به د مقابل لوري تر ټولو کوچنۍ تېروتنې ته سخت ځواب ورکړي.

اسماعیل بقایي په خپلو څرګندونو کې د ایران د حکومت د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د بندیزونو بشپړ لرې کول د تهران حقیقي غوښتنې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا غوښتنې به د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له خوا په هر ډول خبرو اترو کې په جدي ډول تعقیب شي.

نوموړي همدارنګه د سعودي عربستان او قطر سره د تهران د دوامدارو اړیکو یادونه وکړې او وايي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران او د سیمې د ځینو هېوادونو ترمنځ اړیکې «ځینې ټپونه لري او اړتیا ده چې دا ټپونه بېرته ورغول شي».

بلخوا، بقایي د کویټ د حکومت له لوري د سپاه پاسداران سره د تړلو څلورو کسانو د نیولو وروستی اقدام «د نه منلو وړ او بشپړ نامناسب» وباله. هغه زیاته کړه، چې پر یوې ایراني سرحدي کښتۍ برید کول او پر هغې بې‌بنسټه تورونه لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاونډیتوب له اصولو او قوانینو سره هېڅ ډول سمون نه لري.

اوکراین د نږدې ۶۰۰ ډرونونو پرمټ پر روسیې پراخ بریدونه کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱

اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په خپلو تر ټولو لویو ډرون بریدونو کې د روسیې پر ۱۴ سیمو د نږدې ۶۰۰ ډرونونو پرمټ بریدونه کړي دي. د روسي چارواکو په وینا؛ په دغه بریدونو کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د وژل شویو کسانو له ډلې درې د مسکو شاوخوا او یو کس د بلګورود په سیمه کې وژل شوی دی. روسیې ویلي، چې د هوايي دفاع سیسټمونه یې ۵۸۶ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې اوکراین د جګړې په ډګر کې پر روسیې برلاسی شوی دی. د اوکراین د حکومت په وینا؛ په دغه بریدونو کې د وسلو د پرزو یو الکترونیکي فابریکه، د تېلو پمپونه او د مسکو شاوخوا ځینې مهم تاسیسات په نښه شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، چې اوکرایني ډرونونه تر ۵۰۰ کیلومترو زیات د روسیې خاورې ته ننوتلي او د مسکو د دفاعي سیسټمونو د ماتولو هڅه روانه ده. بل لور ته روسیې تېره اوونۍ پر اوکراین پراخ بریدونه کړي وو، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د مسکو ښاروال ویلي، چې د ښار هوايي دفاعي سیستمونو تر ۸۰ ډېر ډرونونه شنډ کړي او ځینو سیمو ته لږ زیان اوښتی دی. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې لا هم بې‌پایلې پاتې دي او جګړه دوام لري.