• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل روانو بریدونو په لبنان کې د مرګ‌ژوبلې شمېر ۲۹۸۸ کسانو ته ورساوه

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د لبنان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د اسراییل د روانو بریدونو له امله تر اوسه ۲۹۸۸کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د مارچ له دویمې نېټې راهیسې دوام لري او د وژل شویو ترڅنګ ۹۲۱۰نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو دوام په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې د لبنان او اسراییل ترمنځ د ۴۵ورځني اوربند د غځېدو خبر ورکړی و، خو بیا هم جګړه‌ییز وضعیت او بریدونه نه دي درېدلي.

اسراییل تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د لبنان په سوېلي سیمو کې یې د پراخو عملیاتو پر مهال دحزب الله اړوند شاوخوا ۲۰هدفونه په نښه کړي دي.

بل لور ته، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې لبنان د پرله‌پسې جګړو او هوايي بریدونو له امله د خوړو له سخت بحران او ناامنۍ سره مخ شوی دی.

د روان وضعیت له امله په لبنان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې شوې دي، او نړیوال بنسټونه د جګړې د پای ته رسېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د مالیې وزیر: د جي۷ غونډه د ایران د جګړې د پای لپاره مناسب فرصت دی

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱

د جرمني د مالیې وزیر وایي، چې د اوو صنعتي هېوادونو د ډلې (جي۷) غونډه د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې دوامدارې حل‌لارې په اړه د بحث مناسب ځای دی.

د جرمني د مالیې وزیر لارس کلینګ‌بایل ویلي: «د جي۷غونډه یو مناسب فرصت دی چې په کې د ایران د جګړې د پایدار پای ته رسېدو پر څرنګوالي خبرې وشي.»

نوموړي زیاته کړې چې د اروپا دریځ لا هم روښانه دی او اروپايي هېوادونه د تقابل پر ځای پر همکارۍ تمرکز کوي.

لارس کلینګ‌بایل ویلي: «موږ پر مشارکتونو، د باور وړ اړیکو، ازادې سوداګرۍ او د قانون د حاکمیت پر ځواک تکیه کوو.»

هغه همداراز د وروستیو نړیوالو بحرانونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغو پېښو دا اړتیا نوره هم روښانه کړې چې جرمني او اروپا باید په ځانګړي ډول د خامو موادو، انرژۍ او د اکمالاتي ځنځیرونو په برخو کې خپلواک او لا پیاوړي شي.

د جرمني د مالیې وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ایران د جګړې او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په تړاو نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري.

د سنټکام ویاند: ایران د نړیوال امنیت لپاره ښکاره ګواښ دی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندې (سنټکام) ویاند ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوال امنیت او سیمه‌ییز ثبات لپاره یو ښکاره ګواښ دی.

د سنټکام ویاند دغه څرګندونې د العربیه شبکې سره په مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي چې د ایران له لوري د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو (ډرونونو) وړتیا په وروستیو کې د پام وړ کمه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې متحده ایالات له خپلو متحدانو سره په ګډه د هوايي دفاعي سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره همکاري کوي، څو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي.

د سنټکام دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې په منځني ختیځ کې د امنیتي اندېښنو او پوځي تاوتریخوالي په اړه نړیوالې خبرې زیاتې شوې دي.

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که ښه وړاندیز ور نه کړئ نو سخت ګوزار به ووینئ

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که چېرې ایران په خبرو اترو کې د امریکا لپاره غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو واشنګټن به د تهران پر وړاندې لا سخت اقدامات ترسره کړي.

ټرمپ د اسراییلو له ۱۲م کانال سره په مرکه کې ویلي، چې لا هم باور لري ایران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لېوالتیا لري او تمه لري چې تهران به په راتلونکو ورځو کې نوی وړاندیز وړاندې کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ د خبرو اترو لپاره د کوم وروستي ضرب‌الاجل له ټاکلو ډډه کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې که د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د امریکا غوښتنې پوره نه شي، نو سخت پوځي اقدامات به په پام کې ونیول شي.

هغه ویلي: «موږ غواړو یوې هوکړې ته ورسېږو، خو ایرانیان اوس په هغه ځای کې نه دي چې موږ یې غواړو. هغوی باید هلته ورسېږي، که نه نو سخت ګوزار به وویني.»

ټرمپ همداراز خبرداری ورکړی: «که دوی له غوره وړاندیز سره را نه شي، موږ به هغوی تر هر هغه اقدام سخت په نښه کړو چې تر اوسه مو ترسره کړی دی.»

د راپور پر بنسټ، نوموړي دا هم ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې له بنیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې مثبتې وې او د خبرو ډېره برخه د ایران پر وړاندې د جګړې او سیمه‌ییز وضعیت پر موضوع راڅرخېده.

په کوهاټ کې پر یوه موټر چاودنې کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پولیسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام د اورکزو سیمې سره په پوله د یادې ولسوالۍ مرایي پوستې سره نږدې پر یوه موټر چاودنه شوې ده. دوی ویلي، چې په چاودنه کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

پولیسو په وینا، د وژل شوي کس جسد او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په ژوبلو کسانو کې یو تن عامه وګړی هم شامل دی.
د ځایي پولیسو د معلوماتو له مخې، یاد موټر هغه وخت د چاودنې ښکار شو چې له اورکزو څخه کوهاټ ته په لار و.

سرچینې وایي، په چاودنه کې دولتي کارمندان په نښه شوي خو جزیات نه دي ورکړ‎ل شوي.

د چارواکو په خبره، د چاودنې د نوعیت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

سپینه ماڼۍ: د ټرمپ او جین‌پینګ له لیدنې سره د امریکا او چین تر منځ د اړیکو نوی پړاو پیل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین سفر له پای ته رسېدو وروسته د هغه د لیدنو او هوکړو جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ په اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د لوړې کچې دوه‌اړخیزو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو د اړیکو، نړیوال امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چین هوکړه کړې، چې د امریکا د الوتکو جوړولو له ستر شرکت «بوینګ» څخه ۲۰۰ مسافر وړونکې الوتکې وپېري او امکان شته چې دغه شمېر ۷۵۰ الوتکو ته ورسېږي. سپینې ماڼۍ دا تړون د امریکايي تولیداتو او کارګرانو لپاره مهم اقتصادي پرمختګ بللی دی.

دواړو مشرانو د منځني ختیځ د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ په وینا، واشنګټن او بېجينګ موافقه کړې، چې ایران باید د هُرمز تنګي کنټرول ترلاسه نه‌کړي، ځکه دغه سمندري لاره د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، دواړه هېوادونه د ګډې پانګونې د یوې ځانګړې ادارې یا بورډ پر جوړېدو هم بحث کوي، څو د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي همکاري نوره هم پراخه شي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ټرمپ د خپل سفر په پای کې شي جین‌پینګ ته بلنه ورکړې، چې د روان کال په وروستیو کې واشنګټن ته سفر وکړي.

بل‌خوا، د امریکا حکومت وايي، چې د هېواد صنعتي تولیدات په تېرو څه باندې دولسو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او دا د امریکا د تولیدي سکټور د پیاوړتیا نښه ده.

د ولسمشر ټرمپ د اقتصادي سلاکارانو شورا هم ویلي، خصوصي بازارونو ته د تقاعدي سپما حسابونو د پانګونې پرانېستل کولی شي د امریکا اقتصاد ته شاوخوا ۳۵ میلیارده ډالره تزریق کړي.

سپینې ماڼۍ په یوې بلې برخه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د میندو د ملاتړ لپاره د «مومز ډاټ ګوف» په نوم نوې دولتي وېب‌پاڼه پرانېستې، څو میندې او امېندواره ښځې د روغتیا، مالي مرستو او کورنیو خدماتو معلوماتو ته اسانه لاسرسی ولري.

د امریکا ولسمشر همداراز د «پولیسو د یاد ورځې» او «د پولیسو اونۍ ۲۰۲۶» په مناسبت د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه کړې او د قانون پلي کوونکو ادارو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د تاریخي شخصیتونو د درناوي لپاره په واشنګټن کې د «امریکايي اتلانو ملي بڼ» د جوړېدو اعلان هم کړی او د وسله‌والو ځواکونو د ورځې په مناسبت یې امریکايي پوځیانو ته د مننې ځانګړی پیغام هم استولی دی.