د منځنۍ اسیا اتلولۍ؛ افغانستان د قرغیزستان پر وړاندې بېګوله مساوي شو

د افغانستان د ۲۰کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د منځنۍ اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې د قرغیزستان پر وړاندې په خپلې وروستۍ لوبه کې مساوي پایله ترلاسه کړه.

د افغانستان د ۲۰کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د منځنۍ اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې د قرغیزستان پر وړاندې په خپلې وروستۍ لوبه کې مساوي پایله ترلاسه کړه.
دغه لوبه پرون غرمه د دوشنبه په ښار کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د صفر ـ صفر پایلې سره لوبه پای ته ورسوله.
دا د افغانستان د ۲۰کلنو ملي لوبډلې لپاره په دغو سیالیو کې وروستۍ لوبه وه. افغان لوبډله تر دې وړاندې په خپلو درې پرلهپسې سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې وه.
د افغان لوبډلې مخکنۍ لوبې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو پر وړاندې ترسره شوې وې.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د غویي میاشتې په ۲۰مه، په دوشنبه ښار کې د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هېوادونو د غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې او ټاکل شوې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون اعلان کړی، چې د دغه فدراسیون د ځوانانو لوبډله د روغتیایي معایناتو تر ترسره کولو او د رسمي جامو تر ترلاسه کولو وروسته د ازبکستان اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره چمتو شوې ده.
دغه سیالۍ د ۲۰۲۶کال د جاپان ناګویا اسیایي لوبو ته د سهمیې ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي. د یاد فدراسیون د اعلان له مخې؛ د غوراوي سیالۍ به نن په ازبکستان کې پیل شي او افغان لوبغاړي له خپلو اسیایي سیالانو سره د سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
همداراز ټاکل شوې، د افغانستان د رزمي لوبو د لویانو لوبډله چې ۲۰ لوبغاړي او روزونکي پهکې شامل دي؛ د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۶کال (د مئ ۲۰مه) ازبکستان ته ولاړه شي؛ څو په دغه سیالیو کې ګډون وکړي.
د فدراسیون مسوولینو ویلي، چې د دغه سیالیو په پای کې به څلور لوبغاړي د ناګویا اسیایي لوبو لپاره او څلور نور به د اسیا د دننه تالار لوبو لپاره وټاکل شي.
د ننګرهار د زندان لپاره د طالبانو مسوول سهیل سعید وايي، په دغه زندان کې د «ردالظلم» په نوم د والیبال سیالۍ پایته ورسېدې. «ردالظلم» د پاکستان پر وړاندې د طالبانو د ځوابي عملیاتو نوم دی؛ په داسې حال کې چې پاکستان پر افغانستان خپلو بریدونو ته «غصبللحق» نوم ورکړی دی.
د ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رييس سهیل سعید د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) ویلي: «په ننګرهار مرکزي زندان کې د ردالظلم تر عنوان لاندې د والیبال ټورنمنټ جوړ شو، چې نن یې پایلوبه وه. په دغه ټورنمنټ کې د ۱۰ ولایتونو لوبډلو شرکت لاره او د ټیمونو تعداد ۴۰ ته رسېده».
له دې سره سم، د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر هم د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پرته له دې چې د «ردالظلم» کلمه یاده کړي ویلي، دغه سیالۍ د ننګرهار مرکزي زندان کې د ۱۰ ولایتونو د لوبډلو او سیمه ییزو کلپونو ترمنځ شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل شوې وې.
د خبرپاڼې لهمخې، د دغې سیالۍ پایلوبه د«بډيالۍ» او «کوز کونړ»لوبډلو تر منځ ترسره شوه او بالاخره لوبه ۳ د صفر پر وړاندې پایلې سره د «بډیالۍ» لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان پر افغانستان د بریدونو له پیل سره خپلو دغو بریدونو ته د «غضبللحق» نوم ورکړ او طالبانو یې بیا خپلو ځوابیه بریدونو ته د «ردالظلم» نوم ورکړ.
د بدن ښکلا مشهور افغان ورزشکار علي بلال، د «پیټرسبرګ پرو ۲۰۲۶» نړیوالو سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال ګټلی دی.
دغه نړیوالې سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې علي بلال پکې د خپلې لوړې بدني وړتیا، چمتووالي او پیاوړي حضور له لارې د سیالیو د غوره څېرو ترمنځ ځای خپل کړ.
د سیالیو په پایله کې کیرون هولډن د امریکا استازي لومړی مقام خپل کړ او علي بلال د نایب اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.
علي بلال تر دې وړاندې هم په «نیویارک پرو» سیالیو کې ځلانده کارنامه لرله او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړې وه؛ هغه بریا چې د افغانستان د ورزش مینهوالو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
د نړیوالو مسلکي سیالیو په ډګر کې د علي بلال دوامداره بریاوو د ورزش د مینهوالو پام ځانته اړولی او نوموړی یې د افغانستان د بدن ښکلا د ورزش له مخکښو او پېژندل شویو څېرو څخه ګرځولی دی.
علي بلال په وروستیو کلونو کې په ګڼو نړیوالو معتبرو سیالیو کې ګډون کړی او د بدن ښکلا د مسلکي ورزشکارانو ترمنځ یې د پام وړ ځای خپل کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډله، چې د «افغان ابدالیانو» په نوم پېژندل کېږي، د سریلانکا په کوربهتوب د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کوي
له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د هند الف او د سریلانکا الف لوبډلې هم برخه واخلي او ټاکل شوې چې د ځوانو او راتلونکو لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ مهم ډګر جوړ کړي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، دغه لوبلړۍ به د جون میاشتې په ۹مه نېټه د سریلانکا په ډمبولا ښار کې پیل شي او د جون تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
د سیالیو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي، څو د پایلوبې لپاره غوره ټیمونه وټاکل شي.
افغان ابدالیان به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه نېټه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د کرکټ شنونکي باور لري چې دا ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره مهم فرصتونه برابروي، څو نړیواله تجربه ترلاسه کړي او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره خپل استعدادونه وښيي.
د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د جاپان د ناګويا اسيايي لوبو د سهميې ترلاسه کولو سياليو کې د ګډون لپاره منګوليا ته لاړه. دا لوبډله په یادو سیالیو کې د لوبډلمشر مُحسن رضايي په نشتوالي کې برخه اخلي او د دوو روزونکو له خوا به رهبري کېږي.
د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډلې روزونکي محمد بشير ترهکي ويلي، مُحسن رضايي د سينوسايټ ناروغۍ د عملياتو له امله په دغو سياليو کې ګډون نهشي کولی او د هغه نشتوالی به د لوبډلې په ترکيب کې محسوس وي.
ترهکي ټينګار کړی، چې د افغانستان د ټکواندو ملي لوبغاړي په بشپړ چمتووالي دغو سياليو ته تللي او هڅه به وکړي، چې افغانستان ته په اسيايي سیالیو کې سهميه ترلاسه کړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډلې غړو هم ويلي، چې له مياشتو تمرينونو وروسته چمتو دي، څو په دغو سياليو کې بريالۍ لوبې ترسره کړي.
د ۲۰۲۶ کال د اسيايي لوبو د سهميې د ترلاسه کولو د ټکواندو سيالۍ به د اسيايي هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د مې مياشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې په منګوليا کې ترسره شي.