په کابل کې د خصوصي پوهنتونو ځینو مسوولانو او محصلینو نن دوشنبه، د غويي پر ۲۸ وویل، چې دا پروسه د تېرو څو اوونیو راهسې پیل شوې ده.
د ژمنلیک پر بنسټ محصلان د ږیرې په پرېښودلو او پرځان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په عملي کولو مکلف ګڼل کیږي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له محصلانو څخه د یوې ۱۴ مادهییزې ژمنپاڼې د لاسلیک غوښتنه کړې، چې له مخې یې هغوی د امربالمعروف قانون د عملي کولو ژمنه کوي.
د دغه ژمنلیک یوه کاپي، چې تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، ښيي چې زدهکړیالان مکلف شوي څو ږیره پرېږدي او د اهل سنتو د فقهې پیروي وکړي.
د سند په نورو مادو کې ټینګار شوی چې محصلان باید د موسیقۍ له اورېدو، د نشهيي توکو له کارولو او همداراز د ساکښو (ژونديو موجوداتو) د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو ډډه وکړي، ځکه دا کړنې د طالبانو لهخوا منع شوې دي.
د ژمنپاڼې په وروستیو بندونو کې هم ویل شوي چې محصلان باید د امربالمعروف د نوي تصویب شوي قانون په ګډون، د طالبانو د ټولو فرمانونو او نافذو قوانینو اطاعت او درناوی وکړي.
همداراز، د ژمنلیک په پنځمه ماده کې راغلي چې محصلان به له هېڅ ډول سیاسي ډلې سره اړیکه نه ساتي او په شپږمه ماده کې یې د امام ابو حنیفه د مذهب پر پیروي ټینګار شوی دی.
د سند په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د یادو مادو د سرغړونې په صورت کې به سرغړوونکي مجازات شي او د شکایت حق به ونه لري.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امربالمعروف قانون له اعلان وروسته، د طالبانو محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان دروي او د ږیرې، موسیقۍ او ظاهري بڼې په اړه سپارښتنې ورته کوي.