کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي، چې د «نجات څلی» ړنګول د افغانستان د سقاوي دورې د «فکري ملاتړ» په معنا ده او دا اقدام یې د تاریخي ارزښتونو پر ضد بللی دی.

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي، چې د «نجات څلی» ړنګول د افغانستان د سقاوي دورې د «فکري ملاتړ» په معنا ده او دا اقدام یې د تاریخي ارزښتونو پر ضد بللی دی.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي په خواله رسنۍ کې د کابل ښار د «نجات څلي» د ړنګېدو په اړه تند غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي، چې د نجات څلی د افغانانو د تاریخي افتخارونو له ډلې څخه دی او د هغه په وینا د دغه څلي ړنګول د «سقاوي دورې» ته د قدر په سترګه کتل او هغه ته برائت ورکول دي.
اصولي په خپل پیغام کې لیکلي: «د نجات څلي د افغان غیورو قومونو او د تورې شپې (سقاب) د زوی نه د افغانستان د نجات د ورځې په یاد یو تاریخي افتخار دی. ړنګول یې د سقاوي دورې ته د قدر په سترګه کتل او برأت ورکول دي.»
هغه همداراز ادعا کړې چې د دغه څلي د ړنګولو تر شا د ښار د پراختیا او پلونو جوړولو بهانه وړاندې شوې، خو د هغه په وینا د طالبانو ښاروالۍ کولی شول چې د پلونو په ډیزاین کې څلي ته هم ځای ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې دا ډول اقدامات د ده په وینا د «ځینو افکارو» د پاللو هڅه ده او له خلکو یې غوښتي چې په دې موضوع کې هوښیار واوسي.
تر اوسه د کابل ښاروالۍ یا د طالبانو حکومت د کمال ناصر اصولي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي ویلي، چې په دوحه کې یې د طالبانو د سفیر سهیل شاهین سره د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د افغان ښځو او نجونو د ګډون پر اړتیا خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي په خواله رسنۍ ایکس کې ویلي، چې په قطر کې یې له سهیل شاهین سره مهم بحثونه کړي دي.
نوموړي ویلي، چې په دوحه کې یې له طالب استازي سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د اقداماتو پر اړتیا خبرې کړې دي.
لینډسي همداراز ویلي، چې په افغان ټولنه کې د ښځو او نجونو د ګډون اهمیت باید جدي ونیول شي او هغوی ته باید د ټولنیز ژوند برخه کې ځای ورکړل شي.
د دې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر بلخ کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې د صنعتي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دغه ولایت کې د ۱۵ زره ټنه کلني تولید په ظرفیت د یوې سترې نساجۍ فابریکې د جوړولو پلان لري.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر داورون وخابوف د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په دغه ناسته کې وخابوف ویلي، د تېرو درې سوداګریزو نندارتونونو او ګډو ناستو له لارې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې شوې دي.
داورون وخابوف همداراز ویلي، چې په بلخ ولایت کې د یوې سترې نساجۍ فابریکې د جوړېدو پلان لري، چې د کلني ۱۵ زره ټنه تولید ظرفیت به ولري او کولی شي په دغه ولایت کې د صنعت د ودې او د کاري فرصتونو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې چې په بلخ کې شاوخوا ۱۰۰ هکټاره ځمکه کې د «سلطان» په نوم د لوړ کیفیت پنبه کرل کېږي، چې د نساجۍ صنعت لپاره ځانګړی اهمیت لري. د هغه په وینا، د بزګرانو لپاره د تخنیکي روزنې او ظرفیت لوړولو پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي، څو د کرنیزو محصولاتو کیفیت او اندازه لوړه شي.
نوموړي همداراز ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به اصلاح شوي د کچالو تخمونه د یخچالي موټرو له لارې بامیان ولایت ته ولېږدول شي او د بزګرانو ترمنځ به د کښت لپاره ووېشل شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، اسلاماباد له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د خبرو اترو بهیر له بېلابېلو لارو روان ساتلی او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د «کنټرول وړ همغږۍ» زمینه برابره کړي.
خواجه اصف له پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» سره په مرکه کې ټینګار کړی چې په تېرو کلونو کې له طالبانو سره څو پړاوه مذاکرات ترسره شوي او هڅه شوې چې اړیکې له ترینګلتیا څخه د تفاهم پر لور روانې شي.
هغه ویلي، د دې خبرو موخه داسې شرایط رامنځته کول دي چې «هیڅ یو لوری د بل لوري تر فشار لاندې نه وي» او دواړه خواوې وکولای شي خپل سیاسي او امنیتي مسیر په خپلواکه توګه تعقیب کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې، چې د اختلافاتو حل د خبرو له لارې که څه هم ستونزمن دی، خو تاریخي تجربې ښيي چې ډېری لویې شخړې په پای کې د مذاکراتو له لارې حل شوې دي.
خواجه اصف همداراز ادعا کړې، چې هند په افغانستان کې ځانګړی رول لري او ویلي یې دي چې نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ځینې «لاسته راوړنې» هم لري.
هغه ویلي چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې، په ځانګړي ډول د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد څخه یې دا پوښتنه هم کړې چې ولې هغه ډلې چې پاکستان یې د دښمنانو په توګه ګڼي، په افغانستان کې د دښمن په توګه نه ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي: «که نه شئ کولای زموږ د دښمنانو دښمنان واوسئ، لږ تر لږه ورسره دوستي مه کوئ، پناه مه ورکوئ او وسلې مه ورکوئ.»
هغه دا هم ادعا کړې چې په ځینو مواردو کې افغانستان په عملي توګه د هند پر ضد د پاکستان د مخالف لوري په توګه کار کړی دی.
هغه د دې په اړه هم پوښتنه کړې چې «ایا ستونزه زموږ ده که د هغوی؟» او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په چارو کې مداخله د پاکستان لپاره یو «امنیتي ضرورت» دی.
په همدې حال کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د هندي چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې «تحریکوونکې» بللې دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د هندي چارواکو خبرداري کولی شي د سویلي اسیا سیمه د یوې نوې جګړې پر لور یوسي چې پایلې به یې «ویجاړوونکې» وي.
دوی د هندي پوځ د یو لوړپوړي جنرال څرګندونې په کلکه رد کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان یو اټومي ځواک دی او د سویلي اسیا له جغرافیې او تاریخ څخه نه جلا کېدونکی هېواد دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو شاهدې دي او دواړه لوري یو بل د مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل یوه تازه پیغام کې ویلي چې په سختو او بحراني شرایطو کې ښوونځی د ماشومانو لپاره یوازې د زده کړې ځای نه دی، بلکې د ثبات، خوندیتوب او رواني هوساینې تر ټولو مهمه سرچینه هم ګڼل کېږي.
یونیسف ټینګار کړی چې د ښوونځي بکسې یا کڅوړې، کتابچې، قلمونه او پنسلونه د هغو مهمو درسي وسایلو له ډلې دي چې ماشومانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابروي او هغوی ښوونځیو ته د تګ لپاره هڅوي.
د یاد بنسټ په وینا، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیایي بانک او د زده کړې لپاره د نړیوال مشارکت په مالي او تخنیکي همکارۍ سره په ګډه کار کوي، څو دغه درسي توکي او تعلیمي تجهیزات د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ورسوي او ماشومانو ته یې برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې ماشومان، په ځانګړي ډول زده کوونکي، د درسي توکو له جدي کمښت سره مخ دي. د نړیوالو بنسټونو دا همکاري کولای شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د افغان ماشومانو له ښوونیز بهیر سره مهمه مرسته وکړي او د زده کړو دوام ته زمینه برابره کړي.
د ازبکستان د خصوصي پانګونې او سوداګرۍ خونې مشر د یوه پلاوي په مشرۍ په بامیان کې د طالبانو والي سره په کتنه کې د کرنیز سکټور د پراختیا، پانګونې، د کچالو تولید او پروسس په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی او یلي یې دي چې د په برخه کې په یاد ولایت کې پانګونې ته چمتو دي.
د طالبانو د بامیان ولایت رسنیز دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان د خصوصي سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر دوران وهابوف د ازبکستان د سفارت د مرستیال بهادر قدیراف په ګډون له یوه پلاوي د بامیان له والي قاري ګلحیدر شفق سره په بامیانو کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د کرنې په سکټور کې د پانګونې د جلب او په دغه ولایت کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مدیره پلاوي هم ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان د خصوصي سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر دوران وهابوف د کرنیز سکټور پر پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د کچالو د تولید او پروسس په برخه کې د لویو پانګونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي ویلي چې د ازبکستان سوداګر او پانګهوال غواړي د بامیان له سیمهییزې ادارې سره په همغږۍ په کرنې، د بزګرانو په ملاتړ او د کچالو د کښت په پراختیا کې پانګونه وکړي.
وهابوف همداراز د عملي همکاریو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل چې د ازبکستان دوه کرنیز متخصصان اوس مهال په بامیان کې د کرنیزو ځمکو د څېړنې او ارزونې په موخه کار کوي، څو د کچالو د کښت ظرفیتونه وڅېړي.
د هغه په وینا، په نږدې راتلونکي کې شاوخوا ۴۰ټنه اصلاح شوي د کچالو تخم، چې له هالنډه اخیستل شوي، بامیان ته لېږدول کېږي او د نږدې ۸۵ تر ۹۰ زره جریبه ځمکې کې به د کښت بهیر پیل شي. دا پروګرام به د ازبکستان د متخصصانو تر مستقیمې څارنې او د بامیان د ولایتي ادارې په همغږۍ عملي شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، طالب والي ویلي، د هېواد په کچه، په ځانګړي ډول په بامیان ولایت کې د اقتصادي پانګونې لپاره مناسب زمینه برابره شوې ده او سیمهییزه اداره د کرنې د ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د کچالو د تولید د زیاتوالي له ټولو پروګرامونو بشپړ ملاتړ کوي.