بریتانوۍ سناتوره: د طالبانو محدودیتونو د افغانستان راتلونکی له ژور بحران سره مخ کړی

د بریتانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسن ویلي، د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د افغانستان راتلونکی له ژور بحران سره مخ کړی دی.

د بریتانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسن ویلي، د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د افغانستان راتلونکی له ژور بحران سره مخ کړی دی.
بارونیس ټینګار وکړ چې د افغانستان د ښځو اساسي حقونه باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه لوېږي او باید تل د نړیوالو بحثونو په مرکز کې پاتې شي.
هغې دا څرګندونې د بریتانیا د مشرانو جرګې په هغه غونډه کې وکړې چې په کې د «فراګیر» بنسټ د نوي راپور د وړاندې کولو مراسم ترسره شول. نوموړې د طالبانو د پالیسیو له امله د ښځو پر وضعیت د ژورې اندېښنې څرګندونه وکړه.
په همدې غونډه کې د «فراګیر» بنسټ ادارې لوړپوړې څېړونکې انانیا کونډو وویل چې افغانستان اوس د «پراخ نظارت او سیستماتیکې وېرې» مرحلې ته داخل شوی دی.
هغې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون ته په اشارې سره وویل چې زرګونه کسان چې د «اخلاقي پولیسو» (د امر نالمعروف محتسبان) په نوم یادېږي، په ښارونو کې ښځې د هغوی د لباس، لوړ غږ، د موبایل کارولو او یا له محرم پرته د وتلو له امله څاري.
د هغې په وینا، په بېلابېلو مواردو کې ښځې په سړکونو کې نیول شوي او حتی وهل شوي هم دي.
دوی زیاته کړه چې د دغه قانون مبهمې مادې د سلیقوي چلند او ناوړه استفادې زمینه برابروي.
دې ادارې نن خپل تازه راپور د «د خطر زنګ؛ د افغانستان د ښځو روایتونه د جنسیتي اپارتاید او د مذهبي افراطیت د پراخېدونکي ګواښ» په نوم د بریتانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې وړاندې کړ.
د دغه څېړنې له مخې، په افغانستان کې د ناامنۍ او افراطیت احساس زیات شوی او زیانمنې ډلې لکه مذهبي او قومي اقلیتونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او د نړیوالو ادارو همکاران د هدفي تاوتریخوالي له جدي ګواښ سره مخ دي.