• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان ورزشکار علي بلال د «پیټرسبرګ پرو ۲۰۲۶» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۱

د بدن ښکلا مشهور افغان ورزشکار علي بلال، د «پیټرسبرګ پرو ۲۰۲۶» نړیوالو سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال ګټلی دی.

دغه نړیوالې سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې علي بلال پکې د خپلې لوړې بدني وړتیا، چمتووالي او پیاوړي حضور له لارې د سیالیو د غوره څېرو ترمنځ ځای خپل کړ.

د سیالیو په پایله کې کیرون هولډن د امریکا استازي لومړی مقام خپل کړ او علي بلال د نایب اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.

علي بلال تر دې وړاندې هم په «نیویارک پرو» سیالیو کې ځلانده کارنامه لرله او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړې وه؛ هغه بریا چې د افغانستان د ورزش مینه‌والو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

د نړیوالو مسلکي سیالیو په ډګر کې د علي بلال دوامداره بریاوو د ورزش د مینه‌والو پام ځانته اړولی او نوموړی یې د افغانستان د بدن ښکلا د ورزش له مخکښو او پېژندل شویو څېرو څخه ګرځولی دی.

علي بلال په وروستیو کلونو کې په ګڼو نړیوالو معتبرو سیالیو کې ګډون کړی او د بدن ښکلا د مسلکي ورزشکارانو ترمنځ یې د پام وړ ځای خپل کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

افغان ابدالیان د کرکټ درې اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه سریلانکا ته سفر کوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډله، چې د «افغان ابدالیانو» په نوم پېژندل کېږي، د سریلانکا په کوربه‌توب د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کوي

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د هند الف او د سریلانکا الف لوبډلې هم برخه واخلي او ټاکل شوې چې د ځوانو او راتلونکو لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ مهم ډګر جوړ کړي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، دغه لوبلړۍ به د جون میاشتې په ۹مه نېټه د سریلانکا په ډمبولا ښار کې پیل شي او د جون تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

د سیالیو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي، څو د پایلوبې لپاره غوره ټیمونه وټاکل شي.

افغان ابدالیان به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه نېټه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ شنونکي باور لري چې دا ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره مهم فرصتونه برابروي، څو نړیواله تجربه ترلاسه کړي او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره خپل استعدادونه وښيي.

د اسیایي سیالیو پر لور؛ د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډله منګولیا ته لاړه

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د جاپان د ناګويا اسيايي لوبو د سهميې ترلاسه کولو سياليو کې د ګډون لپاره منګوليا ته لاړه. دا لوبډله په یادو سیالیو کې د لوبډلمشر مُحسن رضايي په نشتوالي کې برخه اخلي او د دوو روزونکو له خوا به رهبري کېږي.

د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډلې روزونکي محمد بشير تره‌کي ويلي، مُحسن رضايي د سينوسايټ ناروغۍ د عملياتو له امله په دغو سياليو کې ګډون نه‌شي کولی او د هغه نشتوالی به د لوبډلې په ترکيب کې محسوس وي.

تره‌کي ټينګار کړی، چې د افغانستان د ټکواندو ملي لوبغاړي په بشپړ چمتووالي دغو سياليو ته تللي او هڅه به وکړي، چې افغانستان ته په اسيايي سیالیو کې سهميه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډلې غړو هم ويلي، چې له مياشتو تمرينونو وروسته چمتو دي، څو په دغو سياليو کې بريالۍ لوبې ترسره کړي.

د ۲۰۲۶ کال د اسيايي لوبو د سهميې د ترلاسه کولو د ټکواندو سيالۍ به د اسيايي هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د مې مياشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې په منګوليا کې ترسره شي.

تاجکستان تر ۲۰ کلنو کم عمره افغان فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱

تر ۲۰کلنو کم عمره د افغانستان د فوټبال ملې لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالیو(کافا جام) په لړ کې خپله درېیمه لوبه تاجکستان ته وبایلله.

دغه سیالي چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د۲ ـ ۰ګولونو په توپیر له کوربه تاجکستان څخه ماتې وخوړه.

ټاکل شوې د افغانستان تر شل کلونو کم عمره ملي لوبډله د دغو سیالیو وروستۍ لوبه راتلونکې یکشنبه، د غويي په ۲۷مه، د قرغیزستان پر وړاندې ترسره کړي.

د یادونې ده چې د مرکزي اسیا د فوټبال اتلولۍ سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه نېټه د تاجکستان په کوربه‌توب پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ترکمنستان، ازبکستان، قرغیزستان او تاجکستان لوبډلې ګډون لري.

د کافا جام سیالۍ؛ د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله نن د تاجکستان پر وړاندې لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله به نن د ۲۰۲۶کال د کافا جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې د کوربه لوبډلې تاجکستان سره مخ شي. ټاکل شوې، چې دغه لوبه نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې په دوشنبه ښار کې ترسره شي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې ماتې خوړلې وه.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان په وړاندې د ۳-۱ په توپیر ماتې وخوړه، په داسې یوه لوبه کې چې د ترکمنستان درې واړه ګولونه په لومړۍ نیمایي کې ووهل شول او بیا په دویمه لوبه کې یې له ازبکستان نه د دوو ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډلې تراوسه پورې په دوو لوبو کې پنځه ګولونه خوړلي او یوازې یو ګول یې وهلی؛ دغه شمېره ښیي، چې لوبډله په دفاعي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ ده.
د یادو سیالیو په ډلبندۍ کې تاجکستان د یوې لوبې په ترسره کولو او درېیو نمرو سره په دویم ځای کې دی، په‌داسې حال کې چې افغان لوبډله له دوو ماتو سره د جدول په پای کې پرته له کوم امتیازه پاتې شوه.
تر ۲۰کلنو کم عمره د ۲۰۲۶کال کافا جام سیالیو کې پنځو لوبډلو برخه اخیستې ده، یادې سیالۍ د روان ۱۴۰۵کال د غویي له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې تر ۲۰کلنو کم عمره افغان لوبډلې د پاتې لوبو مهالوېش:
افغانستان – تاجکستان |جمعه د غویي ۲۵مه
افغانستان – قرغزستان |یکشنبه د غویي ۲۷مه
د یادې لوبډلې مشري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د برازیلي روزونکي خوزه انتونیو نوګیرا په غاړه ده. افغان لوبډلې د ۲۰ لوبغاړو په جوړښت په دغه سیالیو کې ګډون کړی دی.

100%
100%

افغان لوبغاړی مصطفی جمال د شمالي جرمني د غېږ نیونې سياليو ته چمتووالی نيسي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۱

ټاکل شوې چې د افغانستان ۲۳ کلن غېږ نیونکی مصطفی جمال دوه ورځې وروسته د شمالي جرمني د غېږ نیونې اتلولۍ په سياليو کې له خپلو سيالانو سره مخامخ شي.

دغه سيالۍ، چې د «نورددویچه مایسترشافت» په نوم ترسره کېږي، د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۶مه نېټه به ترسره شي او مصطفی جمال به د ۶۱ کيلوګرام وزن په کتګورۍ کې د جرمني د لايپزيک ښار په مېدان کې سيالي وکړي.

دغه افغان ورزشکار تر دې وړاندې هم د جرمني د هامبورګ د غېږ نیونې سياليو او يو شمېر سيمه‌ييزو مسابقو کې ځلانده لوبې کړې او د اتلولۍ لقبونه يې ګټلي دي.

مصطفی جمال هيله لري، چې د شمالي جرمني د اتلولۍ په دغو سياليو کې د بريالۍ لوبېدنې له لارې وکولای شي لوړو او مسلکي سياليو ته د رسېدو لاره ومومي.

هغه د غېږ نیونې له هغو ځوانو او راتلونکې لرونکو څېرو څخه ګڼل کېږي، چې په وروستيو کلونو کې يې په جرمني کې په بېلابېلو سياليو کې د دې ورزش د مينه‌والو پام ځانته اړولی دی.