• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي عربستان هم د راتلونکې اونۍ ۴شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۷ GMT+۱

سعودي عربستان هم د راتلونکې اونۍ ۴شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه. په سعودي کې د یکشنبې په ماښام د ذوالحجة‌الحرام میاشت ولیدل شوه او ورسره یې نن (دوشنبه د غويي ۲۸مه) د ذوالحجې لومړۍ نېټه اعلان کړه. تر دې مخکې طالبانو هم د راتلونکې اونۍ ۴شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

سعودي عربستان د ذوالحجة‌الحرام میاشتې (هلال) له لیدو وروسته اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ به (د غويي ۲۸مه) د ۱۴۴۷ هجري- قمر کال د ذوالحجة‌الحرام میاشتې لومړۍ نېټه ده.

د سعودي عربستان په وینا، د راتلونکې اونۍ سې‌شنبه به د عرفې او چهارشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر اوسه د سعودي عربستان له اعلان سره د میاشتې په لیدو کې توافق نه‌دی کړی او هر کال د خپل «هلال کمېټې» د پرېکړې پر بنسټ د روژې او اختر نېټې اعلانوي، خو دا ځل دواړه نېټې یو ډول اعلان شوې دي.

طالبانو د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

په تېر کوچني اختر کې افغانستان د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) خو د سعودي عربستان په ګډون په خلیجي او لویدیځو هېوادونو کې د جمعې په ورځ (د کب ۲۹مه) د اختر لومړی ورځ نمانځلې وه او په پاکستان کې بیا یوه بله ورځ هم روژه وه او د شنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر په توګه د عبدالاحد فضلي له ګومارل کېدو سره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د انټرنېټ د محدودولو لپاره هڅې پیل شوي، خو عبدالاحد فضلي تازه ویلي، د هېواد د مخابراتي او ډیجیټلي سکټور د لا پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په هېواد کې د انټرنېټ د احتمالي محدودېدو په تړاو د هڅو په درشل کې د یکشبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د هېواد یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکو، لیکوالانو او ژورنالېستانو د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر عبدالاحد فضلي سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي په خپله اېکس‌پاڼه د همدې لیدنې په تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یادو شنونکو په دې کتنه کې، په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ او د ارتباطي وسایلو په برخه کې د مخابراتو پر اهمیت له ټينګار سربېره ویلي، که د ټکنالوژۍ او مخابراتو سکټور په پښو ودرېږي شفافیت، امنیت او د چارو په چټکتیا کې به ژور بدلون رامنځته شي.

دغو شنونکو او ژورنالېستانو له عبدالاحد فضلي څخه د انټرنټ د بیو، کیفیت، ډیجیټل حکومتولۍ پراختیا او په ټوله کې د سکټور د ودې او پرمختګ غوښتنه وکړه او هیله مندي یې وښودله چې دا سکټور به د هېواد د اقتصادي ودې، عصري خدمتونو پراختیا او د خلکو د ژوند د اسانتیاو په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

100%

عبدالاحد فضلي په دې کتنه کې ډاډ ورکړ: «د مخابراتو وزارت به د هېواد د مخابراتي او ډیجیټلي سکټور د لا پیاوړتیا، پراختیا او د ولسونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي».

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د نوري فایبر انټرنېټي شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر عبدالاحد فضلي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وای‌فای انټرنېټ بند کړي او همداراز سرچینو دا هم ویلي وو، چې د دغه امر پر بنسټ په کابل کې د نوري فایبر د لاینونو د غځولو چارې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، په کندهار کې ځايي اوسېدونکو او د ځينو انټرنېټي شبکو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو له څو میاشتو راهیسې پر استوګنیزو سیمو نوري فایبر او وای‌فای انټرنېټ قطع کړی دی. دوی زیاتوي، چې له دولتي او سوداګریزو مراکزو پرته، نور خلک یوازې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي.

سرچینې: طالبانو په کندهار کې له څو میاشتو راهیسې پر کورونو نوري فایبر انټرنېټ قطع کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې ټولو سره سره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي د انټرنېټ د بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم بللي او ویلي، چې د دغه وزارت وزیر د انټرنېټ د بندېدو په اړه له هېڅ شرکت سره خبرې نه دي کړي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسته دي.

طالبانو د انټرنېټ د بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر هبت‌الله د فاریاب ولایت لپاره د دغې ډلې مخکینی والي عبدالاحد فضلي د دې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر په توګه ټاکلی، چې په هېواد کې پر انټرنیټ محدودیتونه زیات شي.

د افغانستان د څېړونکو شبکه: په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت له جدي بحران سره مخ دی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو، د ښځینه کارکوونکو د کمښت، د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو او د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله له جدي بحران سره مخ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې ښځې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي له سختو ستونزو سره مخ دي. د کلینیکونو تړل کېدل، د ښځینه ډاکټرانو او قابله‌وو کمښت او اقتصادي فشارونه هغه عوامل بلل شوي چې د ښځو د درملنې بهیر یې لا پسې ستونزمن کړی دی.

راپور زیاتوي چې ډېری ښځې حتا نه شي کولی د نږدې روغتیايي مرکزونو د تګ راتګ لګښتونه برابر کړي، چې دا حالت د هغوی روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې وضعیت دوام د ښځو اړوند روغتیایي نظام راتلونکی له سخت ګواښ سره مخ کوي، ځکه د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو له امله د ښځینه ډاکټرانو، قابله‌وو او روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر هم درېدلی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال له پیله امریکا چې په ۲۰۲۴کال کې یې د افغانستان نږدې ۴۰سلنه مرستې برابرولې، خپلې مرستې ناڅاپي بندې کړې دي.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵کال د جولای په راپور کې ویل شوي چې د دغو کمو مرستو له امله ۴۲۲روغتیايي مرکزونه په افغانستان کې تړل شوي دي.

د افغانستان د څېړونکو شبکه وایي،چې یو شمېر نورو مرستندویه هېوادونو هم خپلې بودیجې کمې کړې دي، په داسې حال کې چې طالبانود دولتي عوایدو لویه برخه امنیتي ادارو ته ځانګړې کړې ده.

د راپور پر بنسټ، نړیوال بانک په خپل د مارچ ۲۰۲۶اقتصادي راپور کې ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو په ۲۰۲۵مالي کال کې شاوخوا ۴۸سلنه بودیجه ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د عامې روغتیا برخه یوازې ۲.۶سلنه بودیجه لري.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو محدودیتونه پر سفرونو او د محرم شرط په ځینو سیمو کې د ښځو د روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نور هم ستونزمن کړی دی.

دویخبرداری ورکړی چې که د نجونو ښوونځي او د ښځو د روغتیايي زده‌کړو بهیر بېرته پیل نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت لا خرابېدو لور ته ولاړ شي.

د کتاب لوستنې اونۍ؛ په نورستان کې د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱

د نورستان د مرکز پارون په عامه کتابتون کې د کتاب لوستنې اونۍ په مناسبت د یکشبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین له دغې چارې موخه د مطالعې کلتور دودېدل او کتاب لوستنې ته د ځوانان هڅول بولي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر لقمان حکیمي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه درې ورځني نندارتون کې بېلابېل کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، چې موخه یې د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي په ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړي، څو ځوانان په اسانه توګه کتابونو او مطالعې ته لاسرسی ولري.

د نندارتون یو شمېر ګډونوالو د فرهنګي پروګرامونو جوړول مهم وبلل او ویې ویل، دا ډول نندارتونونه کولی شي خلک کتاب لوستنې له ارزښت سره بلد او مطالعې ته لا ډېر وهڅوي.

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱
•
فضل عزیز

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ښايي د افغان طالبانو پر وړاندې په پاکستان کې د ځينې مذهبي ډلو، علماوو او په عمومي ډول هغه نرمه رویه یا ملاتړ نور پاتې نه دی، کوم چې د ۹۰مې لسیزې او بیا په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو بیا ځلې واک ته د رسېدو پر مهال موجود و.

ځینې پر دې باور دي چې طالبان د پاکستان طرحه وه، او ځینې بیا وايي چې په پاکستان کې د مذهبي فکر لرونکو له خوا د طالبانو څخه لرېوالی یا مخالفت به په راتلونکې کې د طالبانو په زیان تمام شي.

خبریال فېض الله خان وايي، په کراچۍ کې د «جامعة الرشید» ادارې مشر «مفتي عبدالرحیم او د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر محمد اشرفي په اړه باید دا په یاد وساتل شي چې دوی تل د ریاستي تګلارې ملاتړ کړی دی».

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وویل: «کله چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل، په پاکستان کې د دیوبندي مکتب بشپړ ملاتړ ورسره و. مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په ګډون یادو دیوبندي علماوو، دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک، د کراچۍ اشرف المدارس او جامعة الرشید هغه ادارې وې چې د طالبانو ستر پلویان وو».

د نوموړي په خبره، «مفتي عبدالرحیم به له ملاعمر او اسامه بن لادن سره لیدنې کولې، د خیرښېګڼې پر پروژو به یې کار کاوه او د طالبانو مرستې به یې کولې، خو په وروستیو کې چې د پاکستان تګلاره د طالبانو پر وړاندې بدله شوې، اړیکې یې ورسره خرابې شوې دي. اوس عبدالرحیم او طاهر اشرفي د پاکستان د تګلارې ملاتړ کوي».

خو هغه وویل، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي بیا پر دې باور دي چې له افغانستان سره د جګړې پر ځای دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان نااعلانه تګلاره دا وه چې: «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان».

هغه وویل، دغه تګلاره دوه اړخونه لري؛ یو ایډیالوژیک او بل جیو ستراتیژیک. «په ایډیالوژیک اړخ کې پاکستان په افغانستان کې له طالبانو پرته بل ګوند، په ځانګړي ډول ملتپال ګوندونه، نه شي زغملی. پاکستان تل د مذهبي ډلو ملاتړ کړی دی».

نوموړي زیاته کړه: «وروسته جیو ستراتیژیک فکر رامنځته شو. له ۹۰مې لسیزې راهیسې اسلم بېګ ویلي وو چې مونږ په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره کار کړی دی. په هغه تګلاره کې افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه ګڼل کېده».

د عرفان اشرف په خبره، «دا ټول هغه څه وو چې په ۲۰۲۱م کال کې دغه طرحه بشپړه شوه، او پاکستان د طالبانو واک ته رسېدل ونمانځل. دوی فکر کاوه چې اوس به په افغانستان کې هغه څه ترسره کېږي چې پاکستان یې غواړي».

«په فکري لحاظ طالبان د پاکستان د پوځ غځونه ده، او په جیو ستراتیژیک لحاظ دا د ستراتیژیک ژوروالي دوام دی».

هغه زیاته کړه: «د پاکستان علما د پوځ ملاتړې ډله ده، په نظرياتي ډول په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، خو په پاکستان کې د عملیاتو مخالفت کوي».

د عرفان اشرف په خبره، «طالبان تر هغې پرمختګ نه شي کولای، څو چې د پاکستان فکري بندیان وي.».

د پاکستان او افغانستان د چارو شنونکی خبریال طاهر خان بیا وايي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو پر مهال په پاکستان کې عام نظر د طالبانو په ګټه و، ځکه په پاکستان کې دا هيله مندي وه، چې په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسېږي، خو داسې ونه شول.

هغه وویل: «ښايي اوس هغه عام نظر بدل شوی وي، او علت یې تحریک طالبان پاکستان دی، ځکه پاکستان ادعا کوي چې ټي ټي پي د افغان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي».

هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې د علماوو له خوا د طالبانو مخالفت به په راتلونکې کې د طالبانو لپاره زیانمن تمام شي، ځکه مخکې به پاکستاني مذهبي کسانو د طالبانو ملاتړ کاوه، خو اوس څوک دا خبره نه کوي».

خو نوموړی وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې تر ټولو ډېر اغېز پر عام افغان ولس پرېوځي. «اوس هم د جګړې فضا موجوده ده او دا یوه پېچلې مسله ده».

طالبانو په لوګر کې د کم عمره کسانو له لوري د موټرسایکل چلول منع کړل

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک مدیریت له لوري د کم عمره کسانو له لوري د موټرسایکل چلول منع شول. دغې قومندانۍ د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو یو لامل د کم عمره کسانو له لوري د موټر او موټرسایکل چلول په ګوته کړي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن د پل علم ښار په کجۍ سیمه کې د درېیو کم عمره کسانو موټر سایکلونه درول شوي او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د عامه خوندیتوب په موخه دغه بهیر دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو یو لامل د کم عمره کسانو له لوري د موټر او موټرسایکل چلول دي.

د دغې قومندانۍ د ټرافیک مدیریت له کورنیو غوښتي، چې خپلو کم عمره ماشومانو ته د موټر سایکل د چلولو اجازه ور نه‌کړي، څو د احتمالي پېښو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په لوګر کې د موټرسایکلونو په وسیله ټرافیکي پېښې ډېرې شوي دي.