• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندوز او تخار کې ۱۳ کسان د «قتل، غلا او الکولي مشروباتو جوړولو» په تور نیولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱

په کندوز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وايي، چې د دغه ولایت په چهاردرې او اقتاش ولسوالیو کې ۱۱ کسان د «قتل او الکولي مشروباتو جوړولو» په تور نیول شوي دي. طالبانو زیاته کړې، چې په تخار کې بیا دوه تنه د «غلا» په تور نیول شوي دي.

جمعه الدین خاکسار زیاته کړې، چې په چهاردرې ولسوالۍ کې یې ۴ کسه د یو ځوان د وژنې په تور او ۷ نور په اقتاش ولسوالۍ کې د الکولي مشروباتو جوړولو او پلورلو په تور نیولي دي. په تخار کې هم طالب امنیتي‌ مسوولینو خبر ورکړی، چې په رستاق ولسوالۍ کې یې دوه تنه د پنځو موټرسیکلونو د «غلا» په تور نیولي دي.

د دواړو ولایتونو طالب امنیتي چارواکي وایي، چې نیول شوي کسان به تر پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي‌ ادارو ته ور وپېژندل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د قرغزستان ولسمشر: د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د قرغزستان ولسمشر اعلان کړی، که دغه هېواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ته وټاکل شي؛ نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. سدیر جباروف ټینګار وکړ، چې د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.

هغه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ (د غویي ۲۷مه) د نوموړي د رسنیز دفتر له‌خوا خپور شو زیاته کړه، چې قرغزستان د همدې لیدلوري پربنسټ د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته دوامداره بشري مرستې برابروي.

هغه همداراز د افغانستان د تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ وکړ؛ څو افغانستان د نړۍوالې ټولنې برخه شي. د قرغزستان ولسمشر په دغه پیغام کې د افغانستان له زیانمنو ډلو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د بشکېک پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

دغه څرګندونې د دې لپاره شوې، چې قرغزستان وکولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د هېوادونو ملاتړ او رایې خپلې کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۰ غیر دایمي څوکیو له ډلې د ۵ څوکیو (د ۲۰۲۷ ـ ۲۰۲۸کلونو دورې لپاره) ټاکنې به د ۲۰۲۶کال (د جون په ۳مه) نېټه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په نیویارک ښار کې ترسره شي.

سدیر جباروف له مشرانو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب لپاره له قرغزستان ملاتړ وکړي. سدیر جباروف تر دې وړاندې هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت لپاره په افغانستان کې د ثبات پر اړتیا ټینګار کړی و.

د روسیې د سوداګریز مرکز مشر: طالبان تر چین ډېر پر روسیې باور لري

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولین وایي، چې د طالبانو اداره د چین او نورو هېوادونو پرتله پر روسیې ډېر باور او لېوالتیا لري. هغه ویلي: «په دغه هېواد کې د روسیې اعتبار ډېر لوړ دی».

د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ دغه روسي چارواکي کازان ښار کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د غونډې په څنډه کې ویلي، روسي شرکتونه اوس‌مهال د افغانستان د نفتو او کانونو د کېندنې او تصفیې په برخو کې فعاله دي.

د هغه په وینا؛ روسیه د نفتو، ګازو او کاني توکو د کېندنې په برخو کې اغېزناک حضور لري او دغه فعالیتونه له جدي خنډونو پرته روان دي. په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز ریس همداراز ویلي، چې د طالبانو اداره له مسکو سره د اړیکو پراختیا هڅه کوي.
هغه دغه دریځ پر روسیې د زیات باور پایله وبلله. روسیه په وروستیو کلونو کې طالبانو ته له نږدې سیمه‌ییزو لوبغاړو څخه وه، دغه ډله یې د خپلو «ترهګریزو سازمانونو» له نوملړه واېسته او په رسمیت یې وپېژندله.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې روسیې ته تللی او د روسیې ـ اسلامي نړۍ په غونډه کې یې ګډون کړی، د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغه طالب وزیر همداراز ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د کابل او مسکو اړیکې خرابې کړي. هغه زیاته کړه، چې «باید دغه هڅو ته جدي پاملرنه وشي او مخه یې ونیول شي».

د بحران نړیواله ډله: د طالبانو د محدودیتونو سره افغان ښځو انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱

د بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له پراخو محدودیتونو وروسته افغان ښځو تر پخوا ډېر د انلاین سوداګرۍ او کورنیو کاروبارونو پر لور مخه کړې، تر څو د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي او هم خپل ټولنیز حضور وساتي.

دغه راپور چې «د ژغورنې یو ناپایدار مسیر؟ په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ سوداګري» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې ګڼ شمېر افغان ښځې د ټولنیز حضور، زده‌کړو او دولتي کارونو له فرصتونو بې‌برخې شوې، د اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره یې ټولنیزې شبکې او انلاین پلور ته مخه کړې ده.

طالبانو په ۲۰۲۱کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه، د کار محدودیتونه، د سفر شرایط او په ټولنیزو چارو کې محدود حضور هغه موارد دي چې د ښځو پر ژوند یې اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، خصوصي او کوچني کورني کاروبارونه اوس د ښځو لپاره له وروستیو پاتې اقتصادي او ټولنیزو فضاوو څخه ګڼل کېږي. دبحران نړیوالې ډلې په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو تر مدیریت لاندې سوداګریزو جوازونو شمېر څلور برابره زیات شوی دی.

راپور زیاتوي، چې ډېری ښځې په غیر رسمي ډول هم له خپلو کورونو فعالیت کوي او د لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، د جامو تولید، د خوراکي توکو پروسس او د ځایي محصولاتو د پلور په برخو کې بوختې دي.

د راپور له مخې، ښځې د دې لپاره چې ټولنیز محدودیتونه کم کړي او په عامه ځایونو کې د حضور اړتیا راکمه کړي، خپل محصولات د ټولنیزو شبکو او انلاین پلېټفارمونو له لارې پلوري.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې له کوره کار کول او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ کارونه ښځو ته دا زمینه برابره کړې چې د طالبانو له سختو محدودیتونو پرته، لا ډېرو پېرودونکو ته لاسرسی پیدا کړي او عاید ترلاسه کړي.

خو راپور خبرداری ورکوي، چې د طالبانو محدودیتونه لا هم د ښځینه سوداګرو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي. د سفر لپاره د محرم شرط، له دولتي ادارو سره د مستقیم تعامل ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او سخت جنسیتي بېلتون د هغو ستونزو له ډلې دي چې ښځې ورسره مخ دي.

راپور همداراز یادونه کوي چې په ۲۰۲۳کال کې د ښکلا سالونونو د فعالیت بندیز د شاوخوا ۱۲زره کاروبارونو د تړل کېدو او تر ۶۰زرو زیاتو ښځو د بې‌کارۍ لامل شو.

د بحران نړیوالې ډلې ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصاد لا هم له جدي بحران سره مخ دی او د بهرنیو مرستو کمېدل، له ایران او پاکستانه د کډوالو پراخ ستنېدل او اقتصادي رکود پر کورنیو لا زیات فشار وارد کړی دی.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د سفر او اداري تعاملاتو په برخه کې، کم کړي او ښځو ته بازارونو او دولتي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.

راپور له نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو هم غوښتي چې د مالي مرستو، تخنیکي روزنو، ډیجیټلي زده‌کړو او کوچنیو سوداګریو د ملاتړ له لارې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

روسیې په تېره اونۍ کې څه باندې ۳ زره اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د روسیې د دولتي خبري اژانس (ریا) د راپور له‌مخې، روسیې په تېره اونۍ کې څه باندې ۳ زره اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې او له‌منځه وړې دي. د راپور له‌مخې، تر ټولو ډېرې الوتکې د مې په ۱۳مه او ۱۷مه رانسکورې شوې دي.

د روسیې دولتي اژانس (ریا) د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) د دغه هېواد د دفاع وزارت د ارقامو په حواله خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۳ زره ۱۲۴ اوکرایني ډرون الوتکې کشف، رانسکورې او ویجاړې کړې دي.

د دغه خبري اژانس د راپور له‌مخې، تر ټولو ډېر ډرون الوتکې د مې په ۱۳مه او ۱۷مه رانسکورې شوي، چې په ترتیب سره ۵۷۲ او ۱ زره ۵۴ الوتکې له منځه وړل شوې دي؛ د دغو الوتکو ډېره برخه د روسیې د اروپایي برخې دپاسه ویشتل شوې ده.

دغه اژانس په دې اړه چې په همدې موده کې څومره اوکرایني ډورن الوتکې موخې ته رسېدلي او ایا مرګ‌ژوبله یې درلوده که نه؟ څه نه‌دي ویلي.

د اسراییل روانو بریدونو په لبنان کې د مرګ‌ژوبلې شمېر ۲۹۸۸ کسانو ته ورساوه

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د لبنان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د اسراییل د روانو بریدونو له امله تر اوسه ۲۹۸۸کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د مارچ له دویمې نېټې راهیسې دوام لري او د وژل شویو ترڅنګ ۹۲۱۰نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو دوام په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې د لبنان او اسراییل ترمنځ د ۴۵ورځني اوربند د غځېدو خبر ورکړی و، خو بیا هم جګړه‌ییز وضعیت او بریدونه نه دي درېدلي.

اسراییل تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د لبنان په سوېلي سیمو کې یې د پراخو عملیاتو پر مهال دحزب الله اړوند شاوخوا ۲۰هدفونه په نښه کړي دي.

بل لور ته، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې لبنان د پرله‌پسې جګړو او هوايي بریدونو له امله د خوړو له سخت بحران او ناامنۍ سره مخ شوی دی.

د روان وضعیت له امله په لبنان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې شوې دي، او نړیوال بنسټونه د جګړې د پای ته رسېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.