دغه راپور چې «د ژغورنې یو ناپایدار مسیر؟ په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ سوداګري» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې ګڼ شمېر افغان ښځې د ټولنیز حضور، زدهکړو او دولتي کارونو له فرصتونو بېبرخې شوې، د اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره یې ټولنیزې شبکې او انلاین پلور ته مخه کړې ده.
طالبانو په ۲۰۲۱کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. د نجونو پر زدهکړو بندیزونه، د کار محدودیتونه، د سفر شرایط او په ټولنیزو چارو کې محدود حضور هغه موارد دي چې د ښځو پر ژوند یې اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، خصوصي او کوچني کورني کاروبارونه اوس د ښځو لپاره له وروستیو پاتې اقتصادي او ټولنیزو فضاوو څخه ګڼل کېږي. دبحران نړیوالې ډلې په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو تر مدیریت لاندې سوداګریزو جوازونو شمېر څلور برابره زیات شوی دی.
راپور زیاتوي، چې ډېری ښځې په غیر رسمي ډول هم له خپلو کورونو فعالیت کوي او د لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، د جامو تولید، د خوراکي توکو پروسس او د ځایي محصولاتو د پلور په برخو کې بوختې دي.
د راپور له مخې، ښځې د دې لپاره چې ټولنیز محدودیتونه کم کړي او په عامه ځایونو کې د حضور اړتیا راکمه کړي، خپل محصولات د ټولنیزو شبکو او انلاین پلېټفارمونو له لارې پلوري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې له کوره کار کول او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ کارونه ښځو ته دا زمینه برابره کړې چې د طالبانو له سختو محدودیتونو پرته، لا ډېرو پېرودونکو ته لاسرسی پیدا کړي او عاید ترلاسه کړي.
خو راپور خبرداری ورکوي، چې د طالبانو محدودیتونه لا هم د ښځینه سوداګرو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي. د سفر لپاره د محرم شرط، له دولتي ادارو سره د مستقیم تعامل ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او سخت جنسیتي بېلتون د هغو ستونزو له ډلې دي چې ښځې ورسره مخ دي.
راپور همداراز یادونه کوي چې په ۲۰۲۳کال کې د ښکلا سالونونو د فعالیت بندیز د شاوخوا ۱۲زره کاروبارونو د تړل کېدو او تر ۶۰زرو زیاتو ښځو د بېکارۍ لامل شو.
د بحران نړیوالې ډلې ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصاد لا هم له جدي بحران سره مخ دی او د بهرنیو مرستو کمېدل، له ایران او پاکستانه د کډوالو پراخ ستنېدل او اقتصادي رکود پر کورنیو لا زیات فشار وارد کړی دی.
دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د سفر او اداري تعاملاتو په برخه کې، کم کړي او ښځو ته بازارونو او دولتي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.
راپور له نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو هم غوښتي چې د مالي مرستو، تخنیکي روزنو، ډیجیټلي زدهکړو او کوچنیو سوداګریو د ملاتړ له لارې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.