• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لویو لارو موټر چلوونکي د وزن کولو په تلو کې د مسلکي کسانو له نشتوالي شکایت کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱

دهرات-کابل پر لویه لار د باروړونکو موټرو چلوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې پر دغې لارې د طالبانو له لوري د وزن کولو تلي (ترازوګان) ډېرې شوي او ورسره بې‌نظمي هم زیاته شوې ده. دوی وايي، د دې لارې په اوږدو کې د شاوخوا دولسو تلو فعالیت د موټرو تګ‌راتګ له جدي ځنډ سره مخ کړی دی.

د هرات ـ کابل پر لویه لار د لویو باروړونکو موټرو چلوونکو نن دوشنبه، د غويي پر ۲۹مه وویل، چې د ترازوګانو له ډېرښت او د کاري بهیر له ځنډ سره مخ کړی دی.
د دغو چلوونکو په وینا، په ډېری ترازوګانو کې داسې کسان ګومارل شوي چې اړین مسلکي مهارتونه او تجربه نه لري.

دوی زیاتوي چې د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله د یوه موټر د تللو او وزن کولو بهیر کله ناکله تر نیم ساعت پورې وخت نیسي.
د موټرچلوونکو په وینا، چې دا ځنډونه د ترافیکي ګڼې ګوڼې او د موټرو د ټکرونو یو مهم لامل ګرځېدلی دی.
یو موټر چلوونکي وویل:« د شپې له خوا موټرونه د ترازوګانو مخې ته تر سهاره په نوبت ولاړ وي او چلوونکي اړ کېږي چې بې‌خوبه پاتې شي. کله چې دوی سهار خپل سفر ته دوام ورکوي، د بې‌خوبۍ له امله د ترافیکي پېښو خطر ډېرېږي.»
د باروړونکو موټرو چلوونکو د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې د ترازوګانو ستونزې دې ژر تر ژره حل کړي.
دوی ټینګار کړی چې په دغو ترازوګانو کې دې د مسلکي کسانو په ګومارلو سره د موټرو د تګ راتګ بهیر اسانه کړل شي.
د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په بېلابېلو ادارو کې مسلکي کسان ګواښه کړي او پرځای یې خپل غیرمسلکي کسان په دندو ګمارلي چې له امله اداري بهیر ګډوډ کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د افغان اېواک ادارې مشر شان وانډایور ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري کانګرس ته وړاندې شوی راپور ښيي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي کډوالۍ ویزو (SIV) پروګرام لا هم په رسمي ډول فعال دی، خو په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ افغان ته ویزه نه ده ورکړل شوې.

شان وانډایور زیاتوي چې په راپور کې راغلي تر ۲۳ زره ډېر منظور شوي غوښتونکي لا هم د ارزونو په پروسه کې دياو نږدې ۶ زره ویزې لا هم شتون لري، خو د “کام” ماموریت نوي غوښتنلیکونه به نور په هېڅ ډول ونه منل شي.
د افغان اېواک د مشر په وینا، دا راپور هغه اندېښنې په بشپړ ډول تاییدوي چې دغه بنسټ، پخوانيو امریکايي سرتېرو، وکیلانو او مدافعینو یې له اوږدې مودې راهیسې یادونه کوله، چې د افغان متحدینو د امریکا د خوندي لېږد لارې په تدریجي ډول د تړل کېدو په حال کې دي.

د راپور پر بنسټ د SIV پروګرام په عملي ډول کنګل شوی، د کډوالۍ لارې بندې شوې، د کورنیو د یوځای کېدو بهیر درېدلی او بشري خوندیتوبونه له منځه تللي دي.

نوموړی وایي، په ورته وخت کې افغان غوښتونکي د مرکو لپاره د امریکا د سفارتونو له خوا بلل کېږي، خو د امریکا حکومت له مخکې څخه پوهېږي چې د سپینې ماڼۍ د نویو اجرايي پرېکړو له امله به د دوی ډېری غوښتنلیکونه رد شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي هم منلې ده چې افغان غوښتونکو ته په رسمي ډول د دغه نوي بدلون په اړه خبر نه دی ورکړل شوی، چې د دوی د ویزو غوښتنې به خامخا ردېږي.

شان وانډایور نیوکه کوي چې حکومت د خلکو پر وړاندې داسې تګلاره غوره کړې چې منفي پایله یې له مخکې څخه دوی ته روښانه ده او دا کړنه د روڼتیا او رېښتنولۍ د اصولو خلاف عمل دی.

طالبان وايي په کندهار کې له پاکستان څخه د قاچاق کېدونکو تازه مېوو مخه نېول شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسولین وايي، چې د کندهار ښار د اوومۍ حوزې د باغ‌پُل په سیمه کې یې د ۵۸۱ کیلوګرامه پاکستاني امو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبانو ویلي، دغه قاچاقي ام د هلمند د بهرامچي له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته را انتقال شوې وو.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکو ویلي، دغه قاچاقي امونه په ۸۳ کرېټونو کې ځای پر ځای شوي وو او د یوه ټونس ډوله موټر په واسطه له هلمند ولایت څخه کندهار ته لېږدول کېدل.
طالبانو ویلي، چې د قاچاقي او غیرقانوني کرنیزو توکو د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې او ټینګار کوي چې په دې برخه کې د قرنطین مسوولینو څارنې او پلټنې په جدي توګه دوام لري.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سوداګریزو لارو پرله پسې تړل کېدو د دواړو لورو ترمنځ قانوني سوداګریز فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي دي.

خو د طالبانو راپورونو پر بنسټ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د رسمي لارو د بندښت له امله د پاکستاني توکو د قاچاق کچه لوړه شوې او اوسمهال په بېلابېلو پټو لارو او په ناقانونه توګه ګڼ شمېر پاکستاني تولیدات او مېوې افغانستان ته قاچاق کېږي.

له دولتي پوهنتونونو وروسته؛ طالبان د خصوصي پوهنتونونو له محصلانو ژمنې اخلي چې ږیرې پرېږدي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱

په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پر محصلانو ژمنلیکونه لاسلیک کوي چې ږېرې پرېږدي. طالبانو له دې وړاندې د دولتي پوهنتونو پر محصلانو هم ورته ژمنلیکونه لاسلیک کړي دي.

په کابل کې د خصوصي پوهنتونو ځینو مسوولانو او محصلینو نن دوشنبه، د غويي پر ۲۸ وویل، چې دا پروسه د تېرو څو اوونیو راهسې پیل شوې ده.

د ژمنلیک پر بنسټ محصلان د ږیرې په پرېښودلو او پرځان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په عملي کولو مکلف ګڼل کیږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له محصلانو څخه د یوې ۱۴ ماده‌ییزې ژمنپاڼې د لاسلیک غوښتنه کړې، چې له مخې یې هغوی د امربالمعروف قانون د عملي کولو ژمنه کوي.

د دغه ژمنلیک یوه کاپي، چې تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، ښيي چې زده‌کړیالان مکلف شوي څو ږیره پرېږدي او د اهل سنتو د فقهې پیروي وکړي.

د سند په نورو مادو کې ټینګار شوی چې محصلان باید د موسیقۍ له اورېدو، د نشه‌يي توکو له کارولو او همداراز د ساکښو (ژونديو موجوداتو) د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو ډډه وکړي، ځکه دا کړنې د طالبانو له‌خوا منع شوې دي.

د ژمنپاڼې په وروستیو بندونو کې هم ویل شوي چې محصلان باید د امربالمعروف د نوي تصویب شوي قانون په ګډون، د طالبانو د ټولو فرمانونو او نافذو قوانینو اطاعت او درناوی وکړي.

همداراز، د ژمنلیک په پنځمه ماده کې راغلي چې محصلان به له هېڅ ډول سیاسي ډلې سره اړیکه نه ساتي او په شپږمه ماده کې یې د امام ابو حنیفه د مذهب پر پیروي ټینګار شوی دی.

د سند په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د یادو مادو د سرغړونې په صورت کې به سرغړوونکي مجازات شي او د شکایت حق به ونه لري.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امربالمعروف قانون له اعلان وروسته، د طالبانو محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان دروي او د ږیرې، موسیقۍ او ظاهري بڼې په اړه سپارښتنې ورته کوي.

ملګري ملتونه سبا په باکو کې د افغان کډوالو په اړه ناسته کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام ویلي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته د میلیونونو کډوالو په راستنېدو سره د دغه هېواد د نفوس کچه په بې‌ساري ډول زیاته شوې. یادې ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د مدریت او مرستې په موخه سبا په باکو کې یوه ځانګړې غونډه ترسره کېږي.

یاد سازمان ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له ۵ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا د هېواد د نفوس په کچه کې یو بې‌ساری بدلون دی.

یاد سازمان زیاتوي چې هېواد ته د افغان کډوالو دغه پراخې راستنېدنې د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت خورا ژور اغېز کړی او په ټولنه کې یې د خدماتو، کارموندنې او ټولنیزو ملاتړونو اړتیا تر پخوا نوره هم زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده سبا د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ښاري پراختیا د ۱۳مې نړېوالې ناستې په لړ کې د ملګرو ملتونو د څلورو بېلابېلو هېوادونو دفترونه سره راټول شي او دا به ور ارزوي، چې څنګه کولای شي په ګډه او همغږې بڼه په افغانستان کې د راستنېدونکو افغانانو د بیا مدغم کېدو د ملاتړ پروسه لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي د افغانستان او قرغیزستان اړیکې دوستانه دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د قرغیزستان د ولسمشر سدیر جباروف د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوستانه دي. مجاهد زیاته کړې، چې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کار روان دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبان د قرغیزستان په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي.

مجاهد دا څرګندنې پر داسې مهال کړې، چې تردې وړاندې د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړیو ، چې د منځنۍ اسیا امنیت او ثبات د افغانستان له وضعیت سره مستقیم تړاو لري.

نوموړي د یکشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې قرغیزستان د همدې لیدلوري پر بنسټ د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته دوامداره بشري مرستې برابروي.

سدیر جباروف همداراز د نړۍوالې ټولنې د برخې کېدو په موخه، د افغانستان د تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کړی. د قرغیزستان ولسمشر په دغه پیغام کې د افغانستان له زیانمنو ډلو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د بشکېک پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کړی.

د راپورونو له مخې، دغه څرګندونې د دې لپاره شوې دي چې قرغیزستان وکولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ او رایې خپلې کړي.