هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګلهدېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی
هند اعلان کړی، چې د تابعیت د اصلاح شوي قانون له مخې له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش نه د هند تابعیت غوښتونکي باید د خپلو اوسنیو یا پایته رسېدلو پاسپورټونو بشپړ معلومات دوی ته وړاندې کړي.
د هند کورنیو چارو وزارت په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه مذهبي لږکۍ چې له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش نه د هند تابعیت غواړي؛ باید د خپلو پاسپورټونو اړوند ټول معلومات ثبت کړي. د هندي چارواکو په وینا؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې ځینې کسان د هند تابعیت تر ترلاسه کولو وروسته هم د افغانستان، پاکستان یا بنګلهدېش پاسپورټونه لري. هند دوهګونی تابعیت نهمني.
د نوو مقرراتو له مخې؛ هغه کسان چې د هند تابعیت ترلاسه کوي، اړ دي چې د ۱۵ ورځو په موده کې خپل پخوانی پاسپورټ دوی ته وسپاري. له تابعیت غوښتونکو غوښتنه شوې، چې د پاسپورټ شمېره، د صادرېدو نېټه، د صادرېدو ځای او د پای نېټې اړوند معلومات هم وړاندې کړي.
د هند پارلمان په ۱۳۹۸کال کې د تابعیت جنجالي قانون تصویب کړی و. د دغه قانون له مخې؛ هند کولای شي هغو مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکړي، چې له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش نه د ځورونې او تبعیض له امله دغه هېواد ته تللي.
مسلمانان د دغه قانون برخه نهدي. د قانون له مخې؛ هندوان، سېکان، بودایان، زردشتیان او عیسویان چې تر ۲۰۱۵کال وړاندې هند ته تللي، د دغه هېواد تابعیت لپاره غوښتنه کولای شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ شمېر سېکان هند، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.