• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د خلکو شکایت: په کابل او هرات کې د ایران ویزې په تور بازار کې تر ۱۶۰۰ ډالرو پلورل کیږي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک په تور بازار کې د ایران د ویزو له پلورل کېدو او په کونسلي خدماتو کې د شفافیت له نشتوالي شکایت کوي. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې د ایران ویزه په تور بازار کې له زر تر ۱۶ سوه ډالرو پلورل کیږي.

یو شمېر کابل مېشتو کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی شاوخوا لس میاشتې مخکې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، خو اوس په کابل او ولایتونو کې د ایران د ویزو د ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، په تور بازار کې د ایران ویزې له ۱۰۰۰ډالرو څخه تر ۱۴۰۰ او حتا ۱۶۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

ځینې کسان ادعا کوي چې د درې کلن اقامت لپاره تر ۱۶۵۰ډالرو پورې ډالر اخیستل کېږي، خو د هغوی په وینا، کله چې ایران ته ورسېږي، هلته یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید ورکول کېږي او وروسته بیا په همغو درې کلنو اسنادو شړل کیږي.

د خلکو په وینا، تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې که رسمي کونسلي ادارې ویزې ورکوي، نو ولې دغه بهیر شفاف او مستقیم نه دی او ولې اړ کسان مجبوریږي چې له منځګړو او تور بازار څخه ویزې وپېري.

تر اوسه د ایران کونسلي چارواکو د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د پاکستان د ویزو په تړاو هم ورته شکایتونه شوي دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۵

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د چارو له مرستیال خلیل ابراهیم اوکور سره په لیدنه کې د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې، درې‌بعدي ډیجیټلي ثبت او د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو دهنر او فرهنګ مرستیال د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په اړه ویلي چې د هېواد فرهنګي میراثونه له اسلامي نړۍ سره ګډ تاریخي او دیني مشترکات لري او د هغو ساتنه د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

هغه له اوکور څخه غوښتنه کړې چې د عامه کتابتونونو، ملي ارشیف، ملي موزیم او د هنرتونونو د پیاوړتیا او عصري کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، خلیل ابراهیم اوکور د دوی کړنې ستایلې دي او ویلي یې دي چې د ګډو همکاریو له لارې به د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې، ترمیم، ډیجیټلي ثبت او نړیوالو ته د ور معرفي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

طالبان داسې مهال د فرهنګي میراثونو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري غواړي، چې دې ډلې په خپله تېره دوره کې ګڼ تاریخي اثاره له منځه یووړل او اوس یې هم پر ځینو ښکلو هنرونو بندیز لګولی دی.

طالبانو په ننګرهار کې د «ملاهبت الله» په نامه د ښارګوټي د څلورو فازونو پلانونه لاسلیک کړل

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په ننګرهار کې د ملاهبت الله د کډوالو ښارګوټي د څلورو فازونو اړوند پلانونه تایید او لاسلیک کړي دي. د دغه وزارت په وینا په یاد ښارګوټي کې تر ۲۵ زره ډېرې استوګنیزې نومرې ځانګړې شوې دي چې د راستنېدونکو کډوالو پر کورنیو وېشل کېږي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۳۰مه ویلي، چې د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې یې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په نوم د کډوالو د یوه ښارګوټي د څلورو فازونو تفصیلي پلانونه تایید او لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني ویلي، چې د دې پلانونو په بشپړېدو سره به راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کډوالو لپاره په دې ځانګړي شوي ښارګوټي کې ۲۵ زره او ۹۸۱ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې دي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې دغه نومرې به په شفاف او عادلانه ډول پر هغو کډوالو کورنیو ووېشل شي، چې تازه هېواد ته راستنې شوې دي او دا مهال یې د وېش لړۍ روانه ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې د ښارګوټي تفصیلي پلانونه د عصري ښار جوړولو اصولو، عامه اړتیاوو او راتلونکو پرمختیایي اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوي دي.

په دې ښارګوټي کې د استوګنې تر څنګ د سړکونو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، شنو ساحو، د اوبو رسولو شبکو او نورو عامه خدمتونو لپاره هم ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو عدلیې وزارت ددې نومرو پر پلورلو بندیز لګولی دی.

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د هلمند د مرکز لښکرګاه یو شمېر اوسېدونکو د هلمند امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د شنې ساحې د غصبولو امله د طالبانو د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي خلاف د ملاهبت الله دفتر ته عریضه کړې ده. ددې عریضې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ده.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د زراعت نمرو شنې سیمې د غصب کېدو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده دفتر ته عریضه کړې ده.

100%

په دې عریضه کې لیکل شوی، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله دې د زورواکو له لوري ددې ځمکې د غصب مخه ونیسي او اړوندو ادارو ته دې امر وکړي چې په دې سیمه کې پارک اباد شي.

په دې عریضه کې لیکل شوي چې ځیني زورواکي غواړي دا سیمه غصب کړي.

په دې عریضه کې یادونه شوې ده، چې اوس مهال په دې سیمه کې د یوې څلوردېوالي چارې هم روانې دي.

د سیمې څو تنو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر عبدالاحد فضلي اړوندو کسانو د سیمې خلک ګواښلي چې له دې دعوې لاس پر سر شي.

د سیمې د خلکو په وینا، د طالبانو د مشر ملاهبت الله دفتر ورته ویلي، چې د دوی عریضه یوه میاشت وخت نیسي خو د سیمې اوسېدونکي اندېښمن دي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر کسان د شپې له خوا په پټه پر څلوردېوالی کار کوي.

ددې راپور اړه د طالبانو د مخابراتو وزیر عبدالاحد فضلي تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د روانې غويي میاشتې پر ۲۶مه د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو ویلي وو، چې د هلمند د علماوو شورا د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دوزیر ملا عبدالاحد فضلي له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې.

دا ګام وروسته له هغې واخیستل شو،چې افغانستان انټرنشنل د دغه غصب په اړه راپور خپور کړ.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو د غويي پر ۲۵مه ویلي وو، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی څو د غصب پر سیمه دیوال تاو کړي.

ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په یاده سیمه کې یوه نومره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.

د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو له‌مخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.

د سیمې ځايي اوسیدونکي وايي، چې څو ځله وړاندې هم پر دې ځمکه د رغونې چارې درېدلې دي، خو بیا وروسته بېرته پیل شوې دي.

سږ کال تر دې دمه ۴۲۰ تنو افغانانو د اتریش تابعیت ترلاسه کړی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱

په اتریش کې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې د بهرنیو وګړو د تابعیت ترلاسه کولو شمېر د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۱سلنه زیات شوی. سږ کال ۴۲۰ افغانانو د اتریش تابعیت ترلاسه کړی دی.

دا شمیرې ښيي چې په وروستیو کلونو کې له سوریې او افغانستان نه دغه هېواد ته ورغلي کسان د تابعیت اخیستونکو په منځ کې مهمه برخه جوړوي.

د اتریش د اوسني قانون له مخې، هر څوک چې شاوخوا لس کاله په یاد هېواد کې ژوند وکړي د تابعیت غوښتنه کولی شي او که نور شرایط پوره کړي، تابعیت ورته ورکول کیږي.

خو دغه بهیر له نیوکو سره هم مخ دی.

ښی اړخی د ازادۍ ګوند (FPÖ) دا بهیر «د هېواد د هویت پلورل» بولي او ادعا کوي چې د پناه غوښتنې سیستم اوس په مستقیم ډول د تابعیت ورکولو څپه چټکه کړې ده.

د دغه ګوند د امنیت ویاند ګېرنوت دارمان ویلي چې د سوریایي کډوالو ډېر شمېر د دې ښکارندوی دی چې د کډوالۍ پالیسي «له کنټروله وتلې» ده او اوس د تابعیت په سیستم کې هم را غبرګیږي.

خو سیمه ییز چارواکي وايي چې د تابعیت قانون د فدرالي حکومت تر صلاحیت لاندې دی او ایالتي ادارې یوازې هغه مقررات عملي کوي چې له مرکز څخه ورکول کېږي.

د نیدرې اتریش د کډوالو چارو مسوول مارتین انتاور ویلي چې ایالتونه د فدرالي قانون له تطبیق پرته بل انتخاب نه لري او د تابعیت ور کولو پرېکړې د مرکزي قانون پر بنسټ کېږي.

کابل ښاروالي وايي چې د «نجات څلی» به په نوې بڼه بیا ورغول شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي، د کابل ښار په حضوري چمن سیمه کې د نجات څلی به، چې د هوايي پله د جوړېدو پروژې له امله ړنګ شوی، په نوې بڼه بیا ورغول شي.

بارکزي ویلي چې «طالبان د تاریخي اثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمن دي او پلان لري د نوي جوړېدونکي پله پر سر د نجات څلی په نوې بڼه بیا جوړ کړي».

د کابل ښار د حضوري چمن په سیمه کې د نجات څلي پخوانۍ بڼه د کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللې وه او اوسنۍ بڼه یې شاوخوا نهه کاله وړاندې بیا رغول شوې وه.