بدخشان کې د کانونو پر سر ترینګلتیا؛ طالبان وایي هیچاته د خپل سرې کان کېندنې اجازه نه ورکوي

د بدخشان ولایت د کانونو نوي طالب رییس عبدالمتین رحیمزي، د کانونو د خپلسري استخراج په اړه ویلي، چې له دې وروسته به هېچا ته د ناقانونه کانکیندنې اجازه ور نه کړل شي.
