• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړي محمد قاسمي اسیايي رزمي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، افغان لوبغاړي محمد قاسمي د اسیايي رزمي لوبو په سیالیو کې د خپل هندي سیال په ماتولو سره د برونزو مډال ګټلی دی.

دغه سیالۍ چې د ۱۶ تر ۱۸ کلونو د عمر په ګروپ کې ترسره کېږي، قاسمي د ۴۵ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې ګډون کړی و. نوموړي له خپل تاجکي سیال نه تر ماتې خوړلو وروسته په وروستي پړاو کې هندي سیال ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې خپل کړ.
په همدې سیالیو کې بل افغان لوبغاړي روحید ستانکزي د ۶۰ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړې او ټاکل شوې، چې نن له خپل قزاقستاني سیال سره سیالي وکړي.

همداراز فیاض احمد ابراهیمي هم د خپل سیال له ټاکل کېدو وروسته نن د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دغه اسیايي سیالۍ چې د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، له شلو څخه د زیاتو هېوادونو لوبغاړو په‌کې ګډون کړی دی.
له افغانستان نه په دغه سیالیو کې پنځه لوبغاړو او یو روزونکي برخه اخیستې ده. دغه سیالۍ چې (د غویي په ۲۶مه) پیل شوې ټاکل شوې، چې نن سې‌شنبه (د غویي ۲۹مه) پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

د منځنۍ اسیا اتلولۍ؛ افغانستان د قرغیزستان پر وړاندې بې‌ګوله مساوي شو

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د ۲۰کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د منځنۍ اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې د قرغیزستان پر وړاندې په خپلې وروستۍ لوبه کې مساوي پایله ترلاسه کړه.

دغه لوبه پرون غرمه د دوشنبه په ښار کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د صفر ـ صفر پایلې سره لوبه پای ته ورسوله.

دا د افغانستان د ۲۰کلنو ملي لوبډلې لپاره په دغو سیالیو کې وروستۍ لوبه وه. افغان لوبډله تر دې وړاندې په خپلو درې پرله‌پسې سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې وه.

د افغان لوبډلې مخکنۍ لوبې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو پر وړاندې ترسره شوې وې.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د غویي میاشتې په ۲۰مه، په دوشنبه ښار کې د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هېوادونو د غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې او ټاکل شوې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان د رزمي لوبو لوبغاړي د ازبکستان اسیایي سیالیو ته چمتو دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون اعلان کړی، چې د دغه فدراسیون د ځوانانو لوبډله د روغتیایي معایناتو تر ترسره کولو او د رسمي جامو تر ترلاسه کولو وروسته د ازبکستان اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره چمتو شوې ده.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۶کال د جاپان ناګویا اسیایي لوبو ته د سهمیې ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي. د یاد فدراسیون د اعلان له مخې؛ د غوراوي سیالۍ به نن په ازبکستان کې پیل شي او افغان لوبغاړي له خپلو اسیایي سیالانو سره د سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

همداراز ټاکل شوې، د افغانستان د رزمي لوبو د لویانو لوبډله چې ۲۰ لوبغاړي او روزونکي په‌کې شامل دي؛ د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۶کال (د مئ ۲۰مه) ازبکستان ته ولاړه شي؛ څو په دغه سیالیو کې ګډون وکړي.

د فدراسیون مسوولینو ویلي، چې د دغه سیالیو په پای کې به څلور لوبغاړي د ناګویا اسیایي لوبو لپاره او څلور نور به د اسیا د دننه تالار لوبو لپاره وټاکل شي.

طالبان: د ننګرهار په زندان کې د «ردالظلم» په نوم والیبال سیالۍ پایته ورسېدې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۱

د ننګرهار د زندان لپاره د طالبانو مسوول سهیل سعید وايي، په دغه زندان کې د «ردالظلم» په نوم د والیبال سیالۍ پایته ورسېدې. «ردالظلم» د پاکستان پر وړاندې د طالبانو د ځوابي عملیاتو نوم دی؛ په داسې حال کې چې پاکستان پر افغانستان خپلو بریدونو ته «غصب‌للحق» نوم ورکړی دی.

د ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رييس سهیل سعید د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) ویلي: «په ننګرهار مرکزي زندان کې د ردالظلم تر عنوان لاندې د والیبال ټورنمنټ جوړ شو، چې نن یې پایلوبه وه. په دغه ټورنمنټ کې د ۱۰ ولایتونو لوبډلو شرکت لاره او د ټیمونو تعداد ۴۰ ته رسېده».

له دې سره سم، د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر هم د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پرته له دې چې د «ردالظلم» کلمه یاده کړي ویلي، دغه سیالۍ د ننګرهار مرکزي زندان کې د ۱۰ ولایتونو د لوبډلو او سیمه ییزو کلپونو ترمنځ شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل شوې وې.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې سیالۍ پایلوبه د«بډيالۍ» او «کوز کونړ»لوبډلو تر منځ ترسره شوه او بالاخره لوبه ۳ د صفر پر وړاندې پایلې سره د «بډیالۍ» لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان پر افغانستان د بریدونو له پیل سره خپلو دغو بریدونو ته د «غضب‌للحق» نوم ورکړ او طالبانو یې بیا خپلو ځوابیه بریدونو ته د «ردالظلم» نوم ورکړ.

افغان ورزشکار علي بلال د «پیټرسبرګ پرو ۲۰۲۶» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۱

د بدن ښکلا مشهور افغان ورزشکار علي بلال، د «پیټرسبرګ پرو ۲۰۲۶» نړیوالو سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال ګټلی دی.

دغه نړیوالې سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې علي بلال پکې د خپلې لوړې بدني وړتیا، چمتووالي او پیاوړي حضور له لارې د سیالیو د غوره څېرو ترمنځ ځای خپل کړ.

د سیالیو په پایله کې کیرون هولډن د امریکا استازي لومړی مقام خپل کړ او علي بلال د نایب اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.

علي بلال تر دې وړاندې هم په «نیویارک پرو» سیالیو کې ځلانده کارنامه لرله او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړې وه؛ هغه بریا چې د افغانستان د ورزش مینه‌والو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

د نړیوالو مسلکي سیالیو په ډګر کې د علي بلال دوامداره بریاوو د ورزش د مینه‌والو پام ځانته اړولی او نوموړی یې د افغانستان د بدن ښکلا د ورزش له مخکښو او پېژندل شویو څېرو څخه ګرځولی دی.

علي بلال په وروستیو کلونو کې په ګڼو نړیوالو معتبرو سیالیو کې ګډون کړی او د بدن ښکلا د مسلکي ورزشکارانو ترمنځ یې د پام وړ ځای خپل کړی دی.

افغان ابدالیان د کرکټ درې اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه سریلانکا ته سفر کوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډله، چې د «افغان ابدالیانو» په نوم پېژندل کېږي، د سریلانکا په کوربه‌توب د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کوي

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د هند الف او د سریلانکا الف لوبډلې هم برخه واخلي او ټاکل شوې چې د ځوانو او راتلونکو لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ مهم ډګر جوړ کړي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، دغه لوبلړۍ به د جون میاشتې په ۹مه نېټه د سریلانکا په ډمبولا ښار کې پیل شي او د جون تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

د سیالیو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي، څو د پایلوبې لپاره غوره ټیمونه وټاکل شي.

افغان ابدالیان به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه نېټه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ شنونکي باور لري چې دا ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره مهم فرصتونه برابروي، څو نړیواله تجربه ترلاسه کړي او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره خپل استعدادونه وښيي.