• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک ټایمز: ایران د خپلو توغندیزو وړتیاوو بیارغونې لپاره د اوربند له فرصت څخه کار اخلي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۷ GMT+۱

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې ایران د لنډمهالي اوربند له فرصت څخه ګټه پورته کړې؛ ترڅو د جګړې پرمهال په نښه شویو د لسګونه بالستیک توغندیو ځایونه پرانیزي.

د راپور له مخې؛ د توغندیو د ګرځنده ویشتګرونو ځای پرځای کول او د جګړې د احتمالي بیا پیل لپاره د تاکتیکونو تطبیق د دغه دورې په لړ کې د ایران حکومت له‌خوا ترسره شوي نور اقدامات وو.

د امریکا یوه پوځي چارواکي ویلي: «د ایران ګڼ بالستیک توغندي په ګرانیتي غرونو او د ځمکې لاندې تاسیساتو کې موقعیت لري. د امریکا بریدونو په ځانګړې توګه د دغه ځایونو دروازې په نښه کړې او هغه یې نړولې دي؛ خو دوی ونه توانېدل چې په خپله تاسیسات ویجاړ کړي. اوس ایران د دغه ځایونو یوه د پام وړ برخه بېرته پرانیستې ده».
هغه زیاته کړه، ایراني چارواکو خپلې ډېرې پاتې وسلې لېږدولې او دا باور یې پیاوړی کړی چې دوی کولای شي په بریالیتوب سره د هرمز تنګي په تړلو، د فارس خلیج په ګاونډیو هېوادونو کې د انرژۍ زېربناوو په نښه کولو یا د امریکایي الوتکو ګواښلو سره د متحده ایالاتو پر وړاندې مقاومت وکړي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

عمران خان له سترې محکمې غوښتي چې د درملنې لپاره دې د شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د یوې عریضې له لارې د پاکستان له سترې محکمې غوښتي، چې نوموړی دې د درملنې او بشپړو طبي معایناتو لپاره د اسلام‌اباد شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي.

عمران خان په خپله عریضه کې غوښتنه کړې، چې د هغه شخصي ډاکټران دې د نوموړي روغتیايي وضعیت وڅېړي. هغه همداراز د درملنې پرمهال خپلې کورنۍ او وکیلانو ته د دوامداره لاسرسي غوښتنه هم کړې ده.

په عریضه کې راغلي، چې د عمران خان روغتیايي وضعیت په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې حالت خورا خراب شوی دی. د محکمې اسناد ښيي، چې د نوموړي ښۍ سترګه یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه لید لري او ۸۵سلنه لید یې له لاسه ورکړی دی.

د عمران خان وکیلانو ویلي، چې نوموړي څو میاشتې وړاندې د لید د خرابوالي شکایت کړی و؛ خو د زندان ادارې د هغه ستونزې ته جدي پاملرنه نه‌وه کړې، چې وروسته یې حالت لاپسې خراب شو. په عریضه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د عمران خان د سترګې ستونزې له امله د هغه د وینې لخته کېدو ستونزه ښايي زړه یا دماغ ته وغځېږي او د نوموړي ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

عمران خان دامهال په اډیاله زندان کې بندي دی او د «القادر ټرسټ» په نوم قضیه کې په ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی. د هغه مېرمن بشرا بي‌بي هم په یادې قضیه کې په اووه کلن بند محکومه شوې ده.

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړ او پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د دغه هېواد دفاع وزارت هغو افغان وګړو ته چې د لېږد شرایط پوره کوي، درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره دننه مرستې درولې دي او له غوښتونکو یې غوښتي چې خپله ځانونه یوه خوندي درېیم هېواد ته ورسوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي لاک پولارډ ویلي، دا پرېکړه هغو ارزونو وروسته شوې چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د بریالیو لېږدونو زیاتوالی، لګښتونه او احتمالي خطرونه ارزول شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به درېیم هېواد ته د رسېدلو افغانانو ملاتړ تر ۲۰۲۸کال پورې دوامداره وساتي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د نوو پروګرامونو له بندېدو وروسته، د پاتې دوسیو شمېر له شاوخوا ۲۵زرو څخه تر ۱۷زرو کم شوی او حکومت اټکل کوي چې له ۹زرو کم نور کسان به د لېږد شرایط ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ټولو پاتې دوسیو ارزونه بشپړه کړي.

همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوې تګلارې، لکه د ویزې مرکزونو ته د ۱۲میاشتو په موده کې مراجعه، هم عملي کېږي.

د استوګنې په برخه کې بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸کال پورې د لنډمهاله استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي او هغه هوټلونه چې د افغانانو د استوګنې لپاره کارول کېږي، ځینې به یې په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي.

بریتانوي چارواکي وایي، ټاکل شوې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر دورې مخکې بشپړ شي.

د امریکا په سن‌ډیاګو کې پر جومات برید؛ پنځه کسان وژل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن‌ډیاګو ښار کې دوو تنکیو ځوانو بریدګرو پر یوه اسلامي مرکز ډزې کړې، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او وروسته دواړه شکمن بریدګر هم د ځان‌وژنې له امله مړه موندل شوي دي.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن‌ډیاګو ښار کې د «سن‌ډیاګو اسلامي مرکز » مخې ته د دوو وسله‌والو تنکیو ځوانانو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې د جومات یو امنیتي ساتونکی هم شامل دی. د سن‌ډیاګو د پولیسو مشر سکاټ واهل ویلي ښايي د لا زیاتې وینې تویېدنې مخه یې نیولې وي.

پولیسو ویلي، برید د دوشنبې ورځې له غرمې مخکې ترسره شوی او وروسته د ۱۷ او ۱۹ کلونو عمر لرونکي دوه شکمن بریدګر په یوه موټر کې مړه موندل شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یې پر ځان ډزې کړې وې.

د سن‌ډیاګو د پولیسو مشر ویلي، د جومات اړوند د ورځې ښوونځي ټول ماشومان خوندي دي او له پېښې وروسته حساب پرې شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (اېف‌بي‌ای) هم د پېښې د څېړنې لپاره ورغوښتل شوې او پولیس دا برید د «کرکې پر بنسټ جرم» په توګه څېړي.

د چارواکو په وینا، لسګونه امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي وو او د جومات مخې ته یې د درېیو وژل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.

پولیسو همداراز ویلي چې د جومات څو کوڅې لرې پر یوه باغوان هم ډزې شوې وې، خو هغه ټپي شوی نه دی. چارواکو تراوسه نه دي ویلي چې دا پېښه له اصلي برید سره تړاو لري که نه.

تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بښنې نړیوال سازمان: ایران په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه اعدامونه ترسره کړي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان (امینسټي انټرنشنل) په خپل تازه کلني راپور کې ویلي، ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱۵۹ کسان اعدام کړي، چې دا د نړۍ د ټولو ثبت شویو اعدامونو نږدې ۸۰ سلنه جوړوي او د تېرو لسیزو تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۲۷۰۷ د اعدام پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، ایران چې په راپور کې د «اسلامي جمهوریت» په نوم یاد شوی، د ۲۱۵۹ اعدامونو په ترسره کولو سره د نړۍ د ټولو ثبت شویو اعدامونو شاوخوا ۸۰ سلنه په خپل نوم ثبت کړي او د اعدام د تطبیق په برخه کې د ټولو هېوادونو په سر کې ځای لري.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا شمېر د تېر کال د نږدې ۹۷۲ پېښو په پرتله له دوه برابره ډېر زیاتوالی ښيي او دا په ۱۹۸۹ کال راهیسې تر ټولو لوړ ثبت شوی شمېر بلل کېږي.

په راپور کې سعودي عربستان د ۳۵۶ اعدامونو په ترسره کولو سره دوهم ځای خپل کړی دی. دغه سازمان همداراز ویلي چې د چین، شمالي کوریا او ویتنام په څېر هېوادونو د شفافیت د نشتوالي له امله د هغوی رسمي شمېرې په راپور کې نه دي شاملې شوې.

سازمان ټینګار کړی، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اعدامونو لویه برخه د نشه‌يي موادو د تورونو پر بنسټ ترسره کېږي او په ډېرو قضیو کې د عادلانه محاکمې، خپلواک وکیل او قضایي شفافیت په اړه جدي نیوکې موجودې دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په ایران کې د اعدامونو زیاتوالی له امنیتي فشارونو او د اعتراضونو له ځپلو سره هم مهاله زیات شوی او د اعدام سزا ځینې وختونه د سیاسي او ټولنیز کنټرول د وسیلې په توګه کارول کېږي.

په راپور کې زیاته شوې چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د سیاسي، عقیدوي بندیانو او بلوڅو وګړو د اعدامونو لړۍ هم د پام وړ زیاته شوې ده.

د ایران ولسمشر: خبرې اترې د تسلیمۍ معنا نه لري

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د درناوي، صلاحیت او ملي حقونو د خوندیتوب په چوکاټ کې خبرو اترو ته داخلېږي او هېڅکله به د هېواد او خلکو له قانوني حقونو شاتګ ونه کړي. هغه زیاته کړې، خبرې اترې د تسلیمۍ په مانا نه دي.

هغه د ایکس خواله رسنۍ په یوه تازه پیغام کې ټینګار کړی، چې خبرې اترې هېڅکله د تسلیمۍ په معنا نه دي، بلکې د ملي وقار او حقونو د ساتنې په چوکاټ کې ترسره کېږي.

نوموړي لیکلي: «خبرې اترې تسلیمېدل نه دي. د ایران اسلامي جمهوریت په درناوي، صلاحیت او د ملت د حقونو په ساتنه خبرو اترو ته داخلېږي او هېڅکله به د خلکو او هېواد له قانوني حقونو شاتګ ونه کړي.»

پزشکیان زیاته کړې چې حکومت به د منطق پر بنسټ او د بشپړ توان په کارولو سره د خلکو خدمت ته دوام ورکړي او د ایران د ملي ګټو او عزت ساتنه به وکړي.