متقي یوځل بیا په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي پر موجودیت ټینګار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون سره کتلي او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر راتلونکې غونډې او په نړیوالو سازمانونو کې د خپلو استازو پر حضور ورسره غږېدلی.
