دغو دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دوکانونو یې زیاته پانګونه کړې، د دیکوریشن او سوداګریزو توکو لپاره یې سلګونه زره افغانۍ مصرف کړې او لا هم د شرکتونو پوروړي دي.
د یوه دوکاندار په وینا، یوازې د خپل دوکان پر دیکوریشن یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ لګولې او د شرکتونو څه باندې لس تر پنځلس سوه زره افغانۍ پور پرې پاتې دی.
د دوی په وینا، له ۲۱ تر ۳۵ دوکانونو پورې یا مهرلاک شوي او یا هم د تخلیې امر ورته شوی، په داسې حال کې چې دوکانونه له مالونو او سوداګریزو توکو ډک دي.
دوی وایي چې د تخلیې لپاره ورته یوازې یوه یا دوه ورځې وخت ورکړل شوی، چې عملي کول یې ناشوني دي.
دوکانداران ادعا کوي چې له مخکې ورته هېڅ ډول رسمي خبرتیا نه ده ورکړل شوې او د مارکیټ مالک د محکمې ټول مراحل د دوی له حضور پرته بشپړ کړي دي. د دوی په وینا، په قراردادونو کې راغلي چې دوکانونه په امتیاز بل چا ته نه شي سپارل کېدای، خو د مارکیټ مالک یا اجاره نیوونکو دغه دوکانونه بېرته په امتیاز نورو کسانو ته ورکړي دي.
دوی همداراز ادعا کوي چې د مارکیټ څلور مالکان له دوکاندارانو سره ناوړه چلند کوي او د اعتراض پر مهال سپکې سپورې ورته وایي.
دوکانداران وایي، په قرارداد کې د دوکان میاشتنۍ کرایه ۱۱ زره افغانۍ ټاکل شوې وه، خو اوس ترې ۲۴ زره افغانۍ غوښتل کېږي. د دوی په وینا، د کرایې دومره لوړوالی غیر قانوني دی او پوښتنه کوي چې «ایا د طالبانو عدلیې وزارت داسې قانون لري چې کرایه ۱۲۰ سلنه لوړه شي؟»
دوی ادعا کوي چې د طالبانو ځینې چارواکي هم په دې موضوع کې ښکېل دي او له دوی یې د ستونزې د حل په بدل کې د رشوت غوښتنه کړې ده. د دوکاندارانو په وینا، د غوښتل شوي رشوت اندازه دومره زیاته وه چې دوی یې د ور کولو توان نه لري.
دغه دوکانداران وایي چې خپلې دوسیې یې محکمې او طالب چارواکو ته وړاندې کړې، خو تر اوسه یې ستونزې ته جدي او بېطرفه رسېدنه نه ده شوې.
دوی د طالبانو له عدلیې وزارت او سترې محکمې غواړي چې د شمس هوتک مارکیټ موضوع دې په رڼه، صادقانه او بېطرفه توګه وڅېړي، څو «ظالم او مظلوم معلوم شي».