عیني شاهدان وایي، دغه سړي له بېکارۍ شکایت درلود او ټینګار یې کاوه چې د بېوزلۍ، بېکارۍ او «د کورنۍ پر وړاندې د شرم» له امله سخت کړېدلی دی.
شاهدانو زیاته کړې، نوموړي له دغه اقدام وړاندې چیغې وهلې چې نور کور ته د ستنېدو توان نه لري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، خلکو اور مړ کړی او دغه کس یې ژغورلی دی.
ځايي سرچینې وایي، د نوموړي بدن سخت سوځېدلی و او د خلکو له اړیکې وروسته د شیخ زاهد روغتون امبولانس هغه روغتون ته لېږدولی دی. د دغه کس د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
ملګرو ملتونه وايي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۶ میلیونه خلک افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې تمه کیږي چې د کال تر پایه پورې به نور ۳ میلیونه افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.
د پلان له مخې، تمه کیږي چې شاوخوا ۱.۷ میلیونه له ایران نه او ۱.۱ میلیونه له پاکستان څخه د ۲۰۲۶ کال له اپریل څخه تر دسمبر میاشتې پورې افغانستان ته ستانه شي.
د خلکو په وینا، تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې که رسمي کونسلي ادارې ویزې ورکوي، نو ولې دغه بهیر شفاف او مستقیم نه دی او ولې اړ کسان مجبوریږي چې له منځګړو او تور بازار څخه ویزې وپېري.
تر اوسه د ایران کونسلي چارواکو د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د پاکستان د ویزو په تړاو هم ورته شکایتونه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کډوالو لپاره په دې ځانګړي شوي ښارګوټي کې ۲۵ زره او ۹۸۱ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې دي.
طالب چارواکي ادعا کوي چې دغه نومرې به په شفاف او عادلانه ډول پر هغو کډوالو کورنیو ووېشل شي، چې تازه هېواد ته راستنې شوې دي او دا مهال یې د وېش لړۍ روانه ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې د ښارګوټي تفصیلي پلانونه د عصري ښار جوړولو اصولو، عامه اړتیاوو او راتلونکو پرمختیایي اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوي دي.