ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې پلان شوی برید اوسمهال ځنډول شوی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام (د غویي په ۲۸مه) پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي، چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشرانو په غوښتنه د امریکا هغه پلان شوی پوځي برید چې ټاکل شوې وه د سېشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې ترسره شي؛ ځنډول شوی دی.
