پښتون ژغورنې غورځنګ د فرید اپریدي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپل فعال غړي فرید اپریدي د سملاسي او بې قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دغه غورځنګ خبرداری ورکړی چې که نوموړی ژر خوشې نه شي، په ټوله نړۍ کې به پراخ لاریونونه او سولهییز ولسي کمپاینونه پیل کړي.
