• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د کندهار یو بڼوال وایي «ناپېژاندو کسانو یې د انګورو باغ له منځه وړی»

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې ناپېژاندو کسانو یې د انګورو باغ له منځه وړی او شاوخوا څلور زره د انګورو تاکونه یې له بېخه پرې کړي دي. په کندهار کې د طالبانو ادارې تراوسه دغه ادعا نه ده تایید کړې.

هغه وایي، سره له دې چې دا یوه لویه پېښه ده، خو تر اوسه د طالبانو هېڅ امنيتي ارګان او مسوولې ادارې د قانون له مخې جدي اقدام نه دی کړی.

د معروف ولسوالۍ دغه اوسېدونکي زیاته کړې، هغه کسان چې دا کار یې کړی، لا هم په ازاده توګه ګرځي او د عامو خلکو حقونو ته درناوی نه کېږي.

نوموړي د مسوولو کسانو نومونه نه دي یاد کړي، خو په رااستول شوې ویډیو کې ښکاري، چې د انګورو تاکونه له منځه وړل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ددې ویډیو پلټنه وکړه، خو تراوسه په رسمي ډول ددې پېښې تصدیق نه دی شوی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که په سیمه کې امنیت او قانون په سمه توګه عملي نه شي، خلک به د خپلو مالونو، باغونو او جایدادونو ساتنه ونه شي کړای.

هغه له طالبانو غوښتنه کړې چې د پېښې عاملین ونیسي، عدالت تامین کړي او د ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

سرپل کې د طالبانو د پوهنې امر ښوونکو ته: « که اسلامي امارت اجازه راکړي له ستونې مو نیسم»

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې امر هغه ښوونکي په تونده لهجه ګواښلي چې د معاشونو د ځنډېدو له امله یې شکایت کړی و. مولوي محمد نعمان په یوه غږیز پیغام کې ښوونکي ګواښلي، چې که طالبان اجازه ورکړي له ستوني به یې ونیسي او سا به یې ور وباسي.

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په استول شوي غږیز پیغام کې د یادې ولسوالۍ د طالبانو د معارف امر مولوي محمد نعمان ښوونکي ګواښي، چې «که اسلامي امارت اجازه راکړي له ستونې مو نیسم، سا مو باسم».

نوموړي په خپل غږیز پیغام کې ادعا کړې چې په پخوانیو نظامونو کې هم د ښوونکو معاشونه تر اوو میاشتو ځنډېدل، خو د هغه په وینا، هېچا شکایت نه کاوه.

هغه زیاتوي چې اوس ښوونکي د طالبانو له «ښه نیت» څخه ناوړه استفاده کوي.

بلخوا، د کوهستاناتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو او ښوونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې شاوخوا دوه میاشتې کېږي خپل معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یوه ښوونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي: «۶ زره افغانۍ معاش لرم، دوه میاشتې کېږي معاش مې نه دی اخیستی او لس ورځې کېږي چې په کور کې د پخلي غوړي نه لرو».

یو بل ښوونکي هم ویلي چې د اختر په رانږدې کېدو سره نه شي کولی خپلو ماشومانو ته د اختر جامې او نور اړین توکي برابر کړي.

دا شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ د زیاتېدو له امله ګڼ دولتي کارکوونکي د معاشونو له ځنډ او د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي.

د خلکو شکایت: په کابل او هرات کې د ایران ویزې په تور بازار کې تر ۱۶۰۰ ډالرو پلورل کیږي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک په تور بازار کې د ایران د ویزو له پلورل کېدو او په کونسلي خدماتو کې د شفافیت له نشتوالي شکایت کوي. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې د ایران ویزه په تور بازار کې له زر تر ۱۶ سوه ډالرو پلورل کیږي.

یو شمېر کابل مېشتو کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی شاوخوا لس میاشتې مخکې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، خو اوس په کابل او ولایتونو کې د ایران د ویزو د ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، په تور بازار کې د ایران ویزې له ۱۰۰۰ډالرو څخه تر ۱۴۰۰ او حتا ۱۶۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

ځینې کسان ادعا کوي چې د درې کلن اقامت لپاره تر ۱۶۵۰ډالرو پورې ډالر اخیستل کېږي، خو د هغوی په وینا، کله چې ایران ته ورسېږي، هلته یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید ورکول کېږي او وروسته بیا په همغو درې کلنو اسنادو شړل کیږي.

د خلکو په وینا، تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې که رسمي کونسلي ادارې ویزې ورکوي، نو ولې دغه بهیر شفاف او مستقیم نه دی او ولې اړ کسان مجبوریږي چې له منځګړو او تور بازار څخه ویزې وپېري.

تر اوسه د ایران کونسلي چارواکو د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د پاکستان د ویزو په تړاو هم ورته شکایتونه شوي دي.

د بې‌کارۍ پراخې څپې؛ ترکیه کې یو افغان وایي له ۱۶ کلونو زده‌کړو وروسته پر مالدارۍ بوخت دی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۱

یو افغان چې دامهال په ترکیه کې پر مالدارۍ بوخت دی وایي، د بې‌روزګارۍ له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کړي. دغه ځوان ویلي، ۱۶کاله یې زده‌کړې کړې او هیله‌من و چې خپل هېواد ته به د یوه لوستي ځوان په توګه خدمت وکړي؛ خو اوس د بې‌کارۍ له امله مالداري کوي.

هغه زیاته کړې:«۱۶ کاله مې زده‌کړې وکړې او هیله‌من وم، چې خپل هېواد ته به د یوه لوستي ځوان په توګه خدمت وکړم؛ خو اوس د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره مالداري کوم». د هغه په وینا؛ په ډېرو سختو شېرایطو کې له سهار وختي تر ماښامه په کار بوخت وي او رخصتي هم نه‌لري.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې له فراغت وروسته یې د کار موندلو لپاره ګڼو ادارو او دفترونو ته مراجعه وکړه؛ خو د ځان لپاره یې دنده ونه موندله او اړ شو، چې له هېواده بهر دغه ډول کار ته مخه کړي.

دغه افغان ځوان له طالب چارواکو غوښتي، چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ څو د بې‌روزګارۍ له امله کډوالۍ ته اړ نه‌شي. د هغه په خبره؛ هرکال لسګونه افغانان د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په ناقانونه توګه له هېواده وځي، چې دغه چاره د ګڼو ځوانانو د معلولیت او حتی مړینې لامل شوې ده.

راپورونه ښيي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ او فقر کچه خورا لوړه شوې ده. ګڼ شمېر ځوانان وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله له سختو شرایطو سره مخ دي او ځینې یې حتی ځان‌وژنې ته اړ شوي دي.

د بامیان اوسېدونکی: په دولتي روغتون کې ناروغان د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ یو اوسېدونکي په دولتي روغتونونو کې د بنسټیزو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کړی. نوموړي ویلي، چې مېرمن یې د بامیان په روغتون کې عملیات شوې؛ خو دی اړ شوی چې د لابراتواري معایناتو او درملو ترلاسه کولو لپاره شخصي لابراتوارونو او درملتونونو ته مراجعه وکړي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې شکایت کړی، چې طالبانو ورته له خپلې مېرمنې سره د لیدنې اجازه هم نه‌ده ورکړې. په وروستیو کلونو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه په دولتي روغتونونو کې د اسانتیاوو د کمښت ورته شکایتونه خپاره شوي دي.
ناروغان وایي، ډېری دولتي روغتونونه ان د لومړنیو طبي معایناتو او درملو برابرولو وس هم نه‌لري او ناروغان اړ کېږي چې د درملنې لپاره شخصي مرکزونو ته ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری خلک د اقتصادي ستونزو له امله دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي؛ ځکه د شخصي روغتونونو او کلینیکونو لګښتونه د دوی له مالي وسې پورته دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان روغتیايي نظام د بودجې د کمښت له امله له جدي ګواښ سره مخ دی.

ویل کېږي، په ټول افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونه په ځانګړي ډول هغه بنسټونه چې پر بهرنیو مرستو یې فعالیت کاوه؛ د بودجې د کمښت له امله تړل شوي او یا یې هم خدمتونه محدود شوي دي.

د یو شمېر دولتي مامورینو شکایت: طالبانو د دوو میاشتو معاشونه نه‌دي راکړي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱

یو شمېر دولتي مامورینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د تېر ۱۴۰۴ کال د کب او د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې معاشونه لا هم نه‌دي ورکړي. دغه مامورین زیاتوي، دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د معاشونو د نه‌ورکړې له امله یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

دغو مامورینو ویلي، چې اړوندو ادارو ته یې څو ځله مراجعه کړې، خو دوی په «نن او سبا» تېر باسي، خو تر اوسه عملي اقدام نه‌دی شوی.

دوی وایي، اختر هم رانږدې شوی، خو د اختر لپاره د چمتووالي وس نه‌لري او له دې امله سخت اندېښمن دي. د مامورینو په خبره، نه‌شي کولی خپلو ماشومانو ته د اختر جامې او نور لومړني اړتیاوې برابرې کړي.

دوی زیاتوي، چې د کور کرايې، خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان یې کم شوی او نه پوهېږي چې دغه وضعیت به تر کومه دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ادعاوې یوازې د یو شمېر دولتي مامورینو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوې.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله د روان ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر هـبت‌الله اخوندزاده د روان ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې، خو لا تر اوسه په رسمي توګه د بودجې جزییات‌ نه‌دي خپاره شوي.