په فراه ولایت کې سږ کال د هندواڼو ۵۲۶ زره ټنه حاصلاتو اټکل شوی

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیرمحمد خاتمي ویلي، په فراه ولایت کې نږدې ۱۳ زره هکټاره ځمکه باندې هندواڼې کرل شوې چې سږ کال به نږدې ۵۲۶ زره مټریک ټنه هندواڼې وکړي. کروندګر وايي، که حاصلاتو ته یې مارکیټ ونه موندل شي، هڅې به یې ضایع شي.
