• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو:د تخنیکي ناستو په نوم له طالبانو سره اړیکې په اصل کې یادې ډلې ته نړۍوال مشروعیت ورکوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) بروکسل ته د طالب استازو د بلنې په اړه د اروپايي کمېسیون وروستی پلان په کلکه غندلی او هغه یې د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د یاد سازمان په خبره؛ دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي له سختو محدودیتونو سره مخ ده.

یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي له سختو محدودیتونو سره مخ ده او خپلواکې رسنۍ د طالبانو له لوري تر پراخ سانسور، فشارونو او دوامداره محدودیتونو لاندې فعالیت کوي».
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د «تخنیکي ناستو» تر نوم لاندې له طالبانو سره اړیکې په اصل کې دغې ډلې ته نړۍوال مشروعیت ورکوي او د هغوی سیاسي دریځ پیاوړی کوي.

امسو له اروپايي کمېسیون غوښتي، چې بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې پلان سملاسي لغوه کړي. یاد سازمان همداراز ویلي، چې پر طالبانو باید د بیان ازادۍ د پلي کولو، د بندي خبریالانو د خلاصون او د ښځو د حقونو د ټینښګت لپاره فشارونه زیات شي.

د خبرپاڼې له مخې؛ اوس‌مهال اته خبریالان د طالبانو په بند کې دي. امسو ګاوڼډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وصغیت ته هم د پاملرنې غوښتنه کړې ده. دغه سازمان په پای کې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید په افغانستان کې د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ له وضعیت سره مشروط وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له اروپايي کمېسیون څخه په کلکه غوښتي چې بروکسل ته د طالبانو د بلنې هر ډول پلانونه سملاسي لغوه کړي. د دغه سازمان یوه چارواکي هغې ډلې ته بلنه چې په افغانستان کې د رسنیو د سخت سانسور او د خبریالانو د ځپنې مسوولیت پر غاړه لري، یو «شرموونکی» ګام بللی دی.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

پولنډ له ۲۰ زیات افغان او پاکستاني وګړي د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له ۲۰څخه زیات افغان او پاکستاني وګړي یې د ناقانونه تګ راتګ د هڅې په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ګارډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسانوهڅه کوله دپولنډاوبیلاروسترمنځ له پولې په ناقانونه ډول واوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د سرحدي پوستو اړوندو سیمو کې پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د پولنډ چارواکو د ورته پېښو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې یو شمېر افغان وګړي د همدې پولې د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول شوي دي.

په ورته یوه بله پېښه کې، د پولنډ سرحدي ځواکونو اته ناقانونه کډوال نیولي وو چې پکې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایتوپیا، اریتریا او پاکستان وګړي شامل وو.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د پولنډ له خاورې په ناقانونه ډول تېر شي اووروستی هدف یې جرمني ته رسېدل وو.

په وروستیو کلونو کې د پولنډ او بلاروس پر پوله د ناقانونه کډوالۍ پېښې زیاتې شوې دي او اروپايي هېوادونه د دې لارې د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

ویس برمک: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې او نړۍ امنیت ته په بدلېدونکي ګواښ اوښتی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یوازې یوه کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته په بدلېدونکي ګواښ اوښتې ده.

نوموړي ویلي، طالبان د شاوخوا ۲۳زره دیني مدرسو په پراخولو سره هڅه کوي د افغانستان تعلیمي نظام په یوې ایډیولوژیکې جوړښت بدل کړي؛ داسې جوړښت چې د هغه په وینا عصري زده کړې کمزورې کوي، نجونې له زده کړو محروموي او نوی نسل په یوه تړلي چاپېریال کې روزي چې د افراطیت د پراخېدو ګواښ په کې زیات دی.

برمک ټینګار کړی، چې د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پنځه کلنه تعاملاتي تګلاره بریالۍ نه ده تمامه شوې او د دې وضعیت اغېزې به یوازې تر افغانستان محدودې نه وي.

هغه زیاته کړه چې سیمه‌ییز هېوادونه هم د دې بهیر له پایلو خوندي نه دي او که اوسنیو ننګونو ته جدي پاملرنه ونه شي، راتلونکې کې به امنیتي ستونزې لا پراخې شي.

دا څرګندونې د بریتانیا پارلمان په هغې غونډه کې مطرح شوې چې پکې د افغانستان د وضعیت، د ښځو د حقونو، زده کړو او د افراطیت د پراخېدو په اړه بحثونه وشول.

نرګس نهان: افغان ښځې له پنځو کلونو راهیسې له بنسټیزو بشري حقونو محرومې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان، د بریتانیا د پارلمان په یوه غونډه کې ویلي چې افغان ښځې له تېرو پنځو کلونو راهیسې له خپلو لومړنیو بشري حقونو محرومې پاتې دي.

نوموړې دا څرګندونې د بریتانیا پارلمان په هغه غونډه کې وکړې چې د «فراګیر» بنسټ د نوي راپور د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې وه. هغې د افغانستان د ښځو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښځو د حقونو موضوع باید له نړیوال پام څخه ونه غورځول شي.

په همدې حال کې «فراګیر» بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر زیات شوی، خو د عصري زده کړو بهیر کمزوری شوی او د معاصرو تعلیمي فرصتونو کچه راټیټه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د تعلیمي تګلارو بدلون او د عصري زده کړو محدودېدل د افغانستان پر راتلونکي ژور اغېز کولی شي او د ټولنې د پرمختګ پر بهیر به اوږدمهاله پایلې ولري.

د یاد بنسټ په وینا، د ښوونې او روزنې په برخه کې اوسني بدلونونه د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره جدي ننګونې رامنځته کولی شي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت په اړه لا ډېره پاملرنه وکړي.

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړ او پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د دغه هېواد دفاع وزارت هغو افغان وګړو ته چې د لېږد شرایط پوره کوي، درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره دننه مرستې درولې دي او له غوښتونکو یې غوښتي چې خپله ځانونه یوه خوندي درېیم هېواد ته ورسوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي لاک پولارډ ویلي، دا پرېکړه هغو ارزونو وروسته شوې چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د بریالیو لېږدونو زیاتوالی، لګښتونه او احتمالي خطرونه ارزول شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به درېیم هېواد ته د رسېدلو افغانانو ملاتړ تر ۲۰۲۸کال پورې دوامداره وساتي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د نوو پروګرامونو له بندېدو وروسته، د پاتې دوسیو شمېر له شاوخوا ۲۵زرو څخه تر ۱۷زرو کم شوی او حکومت اټکل کوي چې له ۹زرو کم نور کسان به د لېږد شرایط ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ټولو پاتې دوسیو ارزونه بشپړه کړي.

همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوې تګلارې، لکه د ویزې مرکزونو ته د ۱۲میاشتو په موده کې مراجعه، هم عملي کېږي.

د استوګنې په برخه کې بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸کال پورې د لنډمهاله استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي او هغه هوټلونه چې د افغانانو د استوګنې لپاره کارول کېږي، ځینې به یې په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي.

بریتانوي چارواکي وایي، ټاکل شوې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر دورې مخکې بشپړ شي.

طالب والي: د امر بالمعروف قانون د ټولنې د اصلاح او شرعي ارزښتونو د پیاوړتیا اصل دی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱

خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني د امر بالمعروف قانون د تطبیق کمېټې ناسته کې، دغه قانون د اسلامي ټولنې د سمون او د شرعي اصولو لپاره مهم بللی. له دې سره هممهاله د بشري حقونو د ځینو بنسټونو له لوري د دې قانون د اغېزو په اړه د اندېښنو او نیوکو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د قانون د تطبیق کمېټې ناسته، د خوست د والي په کاري دفتر کې ترسره شوې، چې پکې د اړوندو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې والي عبدالرحمن حقاني د امر بالمعروف قانون پر اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون د اسلامي ټولنې د سمون، اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا او د شرعي اصولو د عملي کېدو لپاره مهم رول لري.

نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې مسوولیت لري څو د یاد قانون د ښه تطبیق لپاره همغږي رامنځته کړي او خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

هغه زیاته کړې: «د طالبانو ټول مسوولین باید د خپلو دندو ترڅنګ د ولس د اصلاح، عامه پوهاوي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي، څو په ټولنه کې د نظم، یووالي او متقابل احترام فضا لا پیاوړې شي.»

بل پلو، د دغه قانون په اړه په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه بېلابېلې نیوکې هم مطرح شوي دي. د بشري حقونو فعالان او بنسټونه اندېښنه ښيي چې د دې ډول مقرراتو پراخ تطبیق کولی شي د وګړو پر فردي ازادۍ او ټولنیزو حقونو اغېز ولري.

خو د اسلامي امارت چارواکي بیا ټینګار کوي چې دغه قانون د اسلامي اصولو د پلي کېدو او ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره اړین دی.