د افغانستان الف کرېکټ لوبډله په درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون لپاره سریلانکا ته ځي

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د «افغان ابدالیانو» لوبډله - د افغانستان الف لوبډله به د درې اړخیزه یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره سریلانکا ته سفر وکړي. دغه سیالۍ به د افغانستان الف، هند الف او کوربه سریلانکا الف لوبډلې په ګډون په ډمبولا ښار کې ترسره شي.
