• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په دالبندین سیمه کې د کان‌کېندنې یوه شرکت درې کارکوونکي په ډزو وژل شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت چاغۍ ولسوالۍ مرکز په دالبندین سیمه کې د کان‌کېندنې یوه شرکت درې کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي. ځایي پولیس وايي، د وژل شویو کسانو مړي د شنبې په ورځ د لویې لارې ترڅنګ موندل شوي او وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي چارواکي وایي، وژل شوي کسان ظهیر احمد، وسیم او افضل نومېدل. وسیم د پنجاب ایالت د سرګودها او افضل د چینوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د کان‌کېندنې له یوه خصوصي شرکت سره یې کار کاوه.
د دغه کسانو مړي د عدلي او قانوني څېړنو لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. ځايي ادارې وایي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي. تر دې مهاله کومې وسله‌والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

پولنډ له ۲۰ زیات افغان او پاکستاني وګړي د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له ۲۰څخه زیات افغان او پاکستاني وګړي یې د ناقانونه تګ راتګ د هڅې په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ګارډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسانوهڅه کوله دپولنډاوبیلاروسترمنځ له پولې په ناقانونه ډول واوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د سرحدي پوستو اړوندو سیمو کې پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د پولنډ چارواکو د ورته پېښو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې یو شمېر افغان وګړي د همدې پولې د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول شوي دي.

په ورته یوه بله پېښه کې، د پولنډ سرحدي ځواکونو اته ناقانونه کډوال نیولي وو چې پکې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایتوپیا، اریتریا او پاکستان وګړي شامل وو.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د پولنډ له خاورې په ناقانونه ډول تېر شي اووروستی هدف یې جرمني ته رسېدل وو.

په وروستیو کلونو کې د پولنډ او بلاروس پر پوله د ناقانونه کډوالۍ پېښې زیاتې شوې دي او اروپايي هېوادونه د دې لارې د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړ او پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د دغه هېواد دفاع وزارت هغو افغان وګړو ته چې د لېږد شرایط پوره کوي، درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره دننه مرستې درولې دي او له غوښتونکو یې غوښتي چې خپله ځانونه یوه خوندي درېیم هېواد ته ورسوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي لاک پولارډ ویلي، دا پرېکړه هغو ارزونو وروسته شوې چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د بریالیو لېږدونو زیاتوالی، لګښتونه او احتمالي خطرونه ارزول شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به درېیم هېواد ته د رسېدلو افغانانو ملاتړ تر ۲۰۲۸کال پورې دوامداره وساتي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د نوو پروګرامونو له بندېدو وروسته، د پاتې دوسیو شمېر له شاوخوا ۲۵زرو څخه تر ۱۷زرو کم شوی او حکومت اټکل کوي چې له ۹زرو کم نور کسان به د لېږد شرایط ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ټولو پاتې دوسیو ارزونه بشپړه کړي.

همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوې تګلارې، لکه د ویزې مرکزونو ته د ۱۲میاشتو په موده کې مراجعه، هم عملي کېږي.

د استوګنې په برخه کې بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸کال پورې د لنډمهاله استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي او هغه هوټلونه چې د افغانانو د استوګنې لپاره کارول کېږي، ځینې به یې په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي.

بریتانوي چارواکي وایي، ټاکل شوې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر دورې مخکې بشپړ شي.

د امریکا په سن‌ډیاګو کې پر جومات برید؛ پنځه کسان وژل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن‌ډیاګو ښار کې دوو تنکیو ځوانو بریدګرو پر یوه اسلامي مرکز ډزې کړې، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او وروسته دواړه شکمن بریدګر هم د ځان‌وژنې له امله مړه موندل شوي دي.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن‌ډیاګو ښار کې د «سن‌ډیاګو اسلامي مرکز » مخې ته د دوو وسله‌والو تنکیو ځوانانو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې د جومات یو امنیتي ساتونکی هم شامل دی. د سن‌ډیاګو د پولیسو مشر سکاټ واهل ویلي ښايي د لا زیاتې وینې تویېدنې مخه یې نیولې وي.

پولیسو ویلي، برید د دوشنبې ورځې له غرمې مخکې ترسره شوی او وروسته د ۱۷ او ۱۹ کلونو عمر لرونکي دوه شکمن بریدګر په یوه موټر کې مړه موندل شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یې پر ځان ډزې کړې وې.

د سن‌ډیاګو د پولیسو مشر ویلي، د جومات اړوند د ورځې ښوونځي ټول ماشومان خوندي دي او له پېښې وروسته حساب پرې شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (اېف‌بي‌ای) هم د پېښې د څېړنې لپاره ورغوښتل شوې او پولیس دا برید د «کرکې پر بنسټ جرم» په توګه څېړي.

د چارواکو په وینا، لسګونه امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي وو او د جومات مخې ته یې د درېیو وژل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.

پولیسو همداراز ویلي چې د جومات څو کوڅې لرې پر یوه باغوان هم ډزې شوې وې، خو هغه ټپي شوی نه دی. چارواکو تراوسه نه دي ویلي چې دا پېښه له اصلي برید سره تړاو لري که نه.

تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بښنې نړیوال سازمان: ایران په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه اعدامونه ترسره کړي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان (امینسټي انټرنشنل) په خپل تازه کلني راپور کې ویلي، ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱۵۹ کسان اعدام کړي، چې دا د نړۍ د ټولو ثبت شویو اعدامونو نږدې ۸۰ سلنه جوړوي او د تېرو لسیزو تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۲۷۰۷ د اعدام پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، ایران چې په راپور کې د «اسلامي جمهوریت» په نوم یاد شوی، د ۲۱۵۹ اعدامونو په ترسره کولو سره د نړۍ د ټولو ثبت شویو اعدامونو شاوخوا ۸۰ سلنه په خپل نوم ثبت کړي او د اعدام د تطبیق په برخه کې د ټولو هېوادونو په سر کې ځای لري.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا شمېر د تېر کال د نږدې ۹۷۲ پېښو په پرتله له دوه برابره ډېر زیاتوالی ښيي او دا په ۱۹۸۹ کال راهیسې تر ټولو لوړ ثبت شوی شمېر بلل کېږي.

په راپور کې سعودي عربستان د ۳۵۶ اعدامونو په ترسره کولو سره دوهم ځای خپل کړی دی. دغه سازمان همداراز ویلي چې د چین، شمالي کوریا او ویتنام په څېر هېوادونو د شفافیت د نشتوالي له امله د هغوی رسمي شمېرې په راپور کې نه دي شاملې شوې.

سازمان ټینګار کړی، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اعدامونو لویه برخه د نشه‌يي موادو د تورونو پر بنسټ ترسره کېږي او په ډېرو قضیو کې د عادلانه محاکمې، خپلواک وکیل او قضایي شفافیت په اړه جدي نیوکې موجودې دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په ایران کې د اعدامونو زیاتوالی له امنیتي فشارونو او د اعتراضونو له ځپلو سره هم مهاله زیات شوی او د اعدام سزا ځینې وختونه د سیاسي او ټولنیز کنټرول د وسیلې په توګه کارول کېږي.

په راپور کې زیاته شوې چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د سیاسي، عقیدوي بندیانو او بلوڅو وګړو د اعدامونو لړۍ هم د پام وړ زیاته شوې ده.

دوحه کې د رېچارډ لینډسي او سهیل شاهین خبرې؛ د سیمه‌ییزو اړیکو پر ښه کېدو ټینګار

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي ویلي، چې په دوحه کې یې د طالبانو د سفیر سهیل شاهین سره د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د افغان ښځو او نجونو د ګډون پر اړتیا خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي په خواله رسنۍ ایکس کې ویلي، چې په قطر کې یې له سهیل شاهین سره مهم بحثونه کړي دي.

نوموړي ویلي، چې په دوحه کې یې له طالب استازي سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د اقداماتو پر اړتیا خبرې کړې دي.

لینډسي همداراز ویلي، چې په افغان ټولنه کې د ښځو او نجونو د ګډون اهمیت باید جدي ونیول شي او هغوی ته باید د ټولنیز ژوند برخه کې ځای ورکړل شي.

د دې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.