• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وايي چې که له ایران سره زر تړون ونه شي ښايي بیا برید پرې وکړي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات ښايي یو ځل بیا پر ایران پوځي برید ته اړتیا پیدا کړي. ټرمپ ویلي، چې د برید د امر صادرولو ته یوازې یو ساعت پاتې و، خو وروسته یې پرېکړه وځنډوله.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې ایران سوله او تړون غواړي.

د هغه په وینا، که د دواړو لوریو ترمنځ د منلو وړ تړون رامنځته نه شي، نو امریکا به په راتلونکو څو ورځو کې یو نوی برید و کړي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۵

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: په جنوبي او مرکزي چین کې د سختو بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د چین په جنوبي او مرکزي سیمو کې د پرله پسې سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتي چې په پایله کې یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

رویټرز د چینایي چارواکو له قوله ویلې چې د چین اووه ولایتونه د طبیعي پېښو له لوړ خطر سره مخ دي، چې ورسره ځمکښویېدنې او ناڅاپي سېلابونه تړلي دي.

درویټرز راپور له مخې، د جینګژو ښار ځینې سیمې تر اوبو لاندې شوې، چې د خلکو موټر او سړکونه یې سخت زیانمن کړي دي.

په ګڼو سیمو کې ښوونځي، کاروبارونه او د ترانسپورت خدمات په ټپه درېدلي او اړوند مسوولان هڅه کوي خلک خوندي سیمو ته ولېږدوي.

په ورته وخت کې د چین د هواپوهنې اداره وایي، د ورښتونو دا لویه څپه له بنګال خلیج، جنوبي چین سمندر او ارام سمندر څخه د رطوبت د یوځای کېدو له امله راپورته شوې او د ورو حرکت له امله یې د باران کچه لوړه کړې ده.

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

هند اعلان کړی، چې د تابعیت د اصلاح شوي قانون له مخې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د هند تابعیت غوښتونکي باید د خپلو اوسنیو یا پای‌ته رسېدلو پاسپورټونو بشپړ معلومات دوی ته وړاندې کړي.

د هند کورنیو چارو وزارت په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه مذهبي لږکۍ چې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د هند تابعیت غواړي؛ باید د خپلو پاسپورټونو اړوند ټول معلومات ثبت کړي.
د هندي چارواکو په وینا؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې ځینې کسان د هند تابعیت تر ترلاسه کولو وروسته هم د افغانستان، پاکستان یا بنګله‌دېش پاسپورټونه لري. هند دوه‌ګونی تابعیت نه‌مني.

د نوو مقرراتو له مخې؛ هغه کسان چې د هند تابعیت ترلاسه کوي، اړ دي چې د ۱۵ ورځو په موده کې خپل پخوانی پاسپورټ دوی ته وسپاري. له تابعیت غوښتونکو غوښتنه شوې، چې د پاسپورټ شمېره، د صادرېدو نېټه، د صادرېدو ځای او د پای نېټې اړوند معلومات هم وړاندې کړي.

د هند پارلمان په ۱۳۹۸کال کې د تابعیت جنجالي قانون تصویب کړی و. د دغه قانون له مخې؛ هند کولای شي هغو مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکړي، چې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د ځورونې او تبعیض له امله دغه هېواد ته تللي.

مسلمانان د دغه قانون برخه نه‌دي. د قانون له مخې؛ هندوان، سېکان، بودایان، زردشتیان او عیسویان چې تر ۲۰۱۵کال وړاندې هند ته تللي، د دغه هېواد تابعیت لپاره غوښتنه کولای شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ شمېر سېکان هند، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

فاطمه مهاجراني: د مشرتابه لارښوونو ته په پام د انټرنېټ ستونزو هوارولو په لټه کې یو

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، حکومت د انټرنېټ د لاسرسي محدودولو پلوی نه‌دی او هڅه کوي چې د مشرتابه لارښوونو او شته ملاحظاتو ته په پام د انټرنېټ ستونزو د حل لارې چارې ومومي.

نوموړې ویلي: «حکومت د انټرنېټ د لاسرسي محدودولو پلوی نه‌دی او د حکومت لید عادلانه دی؛ نو له همدې امله د انټرنېټ په ګډون هرې سرچینې ته د لاسرسي په برخه کې د هر ډول محدودیت مخالفت کوي».

مهاجراني زیاته کړې: «موږ هڅه کوو، چې په اوسني وضعیت کې د ستر مشر لارښوونو او نورو ملاحظاتو ته په پام د انټرنېټ په برخه کې ځینې ستونزې هوارې کړو؛ څو عادلانه وضعیت رامنځته شي».

هغې همداراز ویلي: «باید دا هم ووایو، چې موږ د جګړې په حال کې یو او دا څرګنده ده، چې ځینې پرېکړې د همدې جګړه‌ییز وضعیت له اغېزو سرچینه اخلي».

عمران خان له سترې محکمې غوښتي چې د درملنې لپاره دې د شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د یوې عریضې له لارې د پاکستان له سترې محکمې غوښتي، چې نوموړی دې د درملنې او بشپړو طبي معایناتو لپاره د اسلام‌اباد شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي.

عمران خان په خپله عریضه کې غوښتنه کړې، چې د هغه شخصي ډاکټران دې د نوموړي روغتیايي وضعیت وڅېړي. هغه همداراز د درملنې پرمهال خپلې کورنۍ او وکیلانو ته د دوامداره لاسرسي غوښتنه هم کړې ده.

په عریضه کې راغلي، چې د عمران خان روغتیايي وضعیت په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې حالت خورا خراب شوی دی. د محکمې اسناد ښيي، چې د نوموړي ښۍ سترګه یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه لید لري او ۸۵سلنه لید یې له لاسه ورکړی دی.

د عمران خان وکیلانو ویلي، چې نوموړي څو میاشتې وړاندې د لید د خرابوالي شکایت کړی و؛ خو د زندان ادارې د هغه ستونزې ته جدي پاملرنه نه‌وه کړې، چې وروسته یې حالت لاپسې خراب شو. په عریضه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د عمران خان د سترګې ستونزې له امله د هغه د وینې لخته کېدو ستونزه ښايي زړه یا دماغ ته وغځېږي او د نوموړي ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

عمران خان دامهال په اډیاله زندان کې بندي دی او د «القادر ټرسټ» په نوم قضیه کې په ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی. د هغه مېرمن بشرا بي‌بي هم په یادې قضیه کې په اووه کلن بند محکومه شوې ده.

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړ او پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د دغه هېواد دفاع وزارت هغو افغان وګړو ته چې د لېږد شرایط پوره کوي، درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره دننه مرستې درولې دي او له غوښتونکو یې غوښتي چې خپله ځانونه یوه خوندي درېیم هېواد ته ورسوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي لاک پولارډ ویلي، دا پرېکړه هغو ارزونو وروسته شوې چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د بریالیو لېږدونو زیاتوالی، لګښتونه او احتمالي خطرونه ارزول شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به درېیم هېواد ته د رسېدلو افغانانو ملاتړ تر ۲۰۲۸کال پورې دوامداره وساتي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د نوو پروګرامونو له بندېدو وروسته، د پاتې دوسیو شمېر له شاوخوا ۲۵زرو څخه تر ۱۷زرو کم شوی او حکومت اټکل کوي چې له ۹زرو کم نور کسان به د لېږد شرایط ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ټولو پاتې دوسیو ارزونه بشپړه کړي.

همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوې تګلارې، لکه د ویزې مرکزونو ته د ۱۲میاشتو په موده کې مراجعه، هم عملي کېږي.

د استوګنې په برخه کې بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸کال پورې د لنډمهاله استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي او هغه هوټلونه چې د افغانانو د استوګنې لپاره کارول کېږي، ځینې به یې په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي.

بریتانوي چارواکي وایي، ټاکل شوې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر دورې مخکې بشپړ شي.