د امریکا سنا د ایران پر ضد جګړه کې د ټرمپ د واک محدودولو طرحې پرمخ وړلو سره هوکړه وکړه

د امریکا سنا مجلس د هغې طرحې د پرمخ بیولو له بهیر سره موافقه کړې چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړهییزو واکونو محدودول دي.

د امریکا سنا مجلس د هغې طرحې د پرمخ بیولو له بهیر سره موافقه کړې چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړهییزو واکونو محدودول دي.
د امریکا د سنا دیموکرات غړي کوري بوکر د دې طرحې د پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سنا غړي باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو په پای کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
بوکر ویلي: «موږ باید خپلې هڅې روانې وساتو او خبرو ته دوام ورکړو، څو سنا په پای کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.»
راپورونه ښيي چې دا طرحه لا هم د تصویب وروستي پړاو ته نه ده رسېدلې او تر اوسه په رسمي ډول نه ده نافذه شوې.
د امریکا په سیاسي کړیو کې د ایران په اړه د احتمالي پوځي اقداماتو او د ولسمشر د جګړهییزو صلاحیتونو په اړه بحثونه په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو د براکه پر اټومي بټۍ مستقیم برید کولای شي ګواښونکې او جدي پایلې ولري.
ګروسي ویلي چې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام نه یوازې د سیمې د امنیت لپاره خطرناک دی، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم جدي ګواښ جوړوي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بحرین استازي هم ویلي چې ایران د ترینګلتیا د زیاتولو لاره غوره کړې او د سیمې پر زیربناوو د بریدونو له لارې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.
هغه زیاته کړې: «د اماراتو د براکه اټومي بټۍ هدف ګرځول یو خطرناک تحول دی چې د سیمې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.»
د راپورونو له مخې، د امنیت شورا غړو د منځني ختیځ د وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
کارپوهان وایي چې د اټومي بټیو پر وړاندې هر ډول برید کولای شي د پراخې سیمهییزې ناامنۍ او بشري ناورین لامل شي، نو له همدې امله د نړیوالو قوانینو له مخې د داسې تاسیساتو خوندیتوب ځانګړی اهمیت لري.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس ویلي چې واشنګټن هڅه کوي، د ایران پر اټومي وړتیاوو داسې دوامدار محدودیتونه ولګول شي چې تهران ونه شي کولای په راتلونکو کلونو کې خپل اټومي ظرفیت بېرته ورغوي.
هغه د سېشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا غواړي ایران داسې یو بهیر ومني چې دا تضمین کړي، نه یوازې دا مهال بلکې د راتلونکو کلونو لپاره هم د اټومي وړتیا د بیا رغونې هڅه ونه کړي.
هغه وویل: «موږ یوازې دا نه غواړو چې ایران د اټومي وسلو نه لرلو ژمنه وکړي، بلکې غواړو د داسې یوه بهیر منلو ته هم غاړه کېږدي چې ډاډ ترلاسه شي، نه یوازې اوس او نه یوازې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، بلکې کلونه وروسته هم ایران د خپل اټومي ظرفیت د بېرته جوړولو هڅه ونه کړي.»
د امریکا د ولسمشر مرستیال زیاته کړه چې واشنګټن په روانو مذاکراتو کې همدې موخې ته د رسېدو هڅه کوي.
وینس همداراز ویلي چې د ایران په اړه هره پرېکړه چې د امریکا ولسمشر یې کوي، اوسنی وضعیت به د تل لپاره دوام ونه لري.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام او احتمالي تفاهم په اړه بحثونه او ډیپلوماتیکې هڅې د نړیوالو د پام وړ موضوع ګرځېدلې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د چین په جنوبي او مرکزي سیمو کې د پرله پسې سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتي چې په پایله کې یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.
رویټرز د چینایي چارواکو له قوله ویلې چې د چین اووه ولایتونه د طبیعي پېښو له لوړ خطر سره مخ دي، چې ورسره ځمکښویېدنې او ناڅاپي سېلابونه تړلي دي.
درویټرز راپور له مخې، د جینګژو ښار ځینې سیمې تر اوبو لاندې شوې، چې د خلکو موټر او سړکونه یې سخت زیانمن کړي دي.
په ګڼو سیمو کې ښوونځي، کاروبارونه او د ترانسپورت خدمات په ټپه درېدلي او اړوند مسوولان هڅه کوي خلک خوندي سیمو ته ولېږدوي.
په ورته وخت کې د چین د هواپوهنې اداره وایي، د ورښتونو دا لویه څپه له بنګال خلیج، جنوبي چین سمندر او ارام سمندر څخه د رطوبت د یوځای کېدو له امله راپورته شوې او د ورو حرکت له امله یې د باران کچه لوړه کړې ده.
هند اعلان کړی، چې د تابعیت د اصلاح شوي قانون له مخې له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش نه د هند تابعیت غوښتونکي باید د خپلو اوسنیو یا پایته رسېدلو پاسپورټونو بشپړ معلومات دوی ته وړاندې کړي.
د هند کورنیو چارو وزارت په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه مذهبي لږکۍ چې له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش نه د هند تابعیت غواړي؛ باید د خپلو پاسپورټونو اړوند ټول معلومات ثبت کړي.
د هندي چارواکو په وینا؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې ځینې کسان د هند تابعیت تر ترلاسه کولو وروسته هم د افغانستان، پاکستان یا بنګلهدېش پاسپورټونه لري. هند دوهګونی تابعیت نهمني.
د نوو مقرراتو له مخې؛ هغه کسان چې د هند تابعیت ترلاسه کوي، اړ دي چې د ۱۵ ورځو په موده کې خپل پخوانی پاسپورټ دوی ته وسپاري. له تابعیت غوښتونکو غوښتنه شوې، چې د پاسپورټ شمېره، د صادرېدو نېټه، د صادرېدو ځای او د پای نېټې اړوند معلومات هم وړاندې کړي.
د هند پارلمان په ۱۳۹۸کال کې د تابعیت جنجالي قانون تصویب کړی و. د دغه قانون له مخې؛ هند کولای شي هغو مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکړي، چې له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش نه د ځورونې او تبعیض له امله دغه هېواد ته تللي.
مسلمانان د دغه قانون برخه نهدي. د قانون له مخې؛ هندوان، سېکان، بودایان، زردشتیان او عیسویان چې تر ۲۰۱۵کال وړاندې هند ته تللي، د دغه هېواد تابعیت لپاره غوښتنه کولای شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ شمېر سېکان هند، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، حکومت د انټرنېټ د لاسرسي محدودولو پلوی نهدی او هڅه کوي چې د مشرتابه لارښوونو او شته ملاحظاتو ته په پام د انټرنېټ ستونزو د حل لارې چارې ومومي.
نوموړې ویلي: «حکومت د انټرنېټ د لاسرسي محدودولو پلوی نهدی او د حکومت لید عادلانه دی؛ نو له همدې امله د انټرنېټ په ګډون هرې سرچینې ته د لاسرسي په برخه کې د هر ډول محدودیت مخالفت کوي».
مهاجراني زیاته کړې: «موږ هڅه کوو، چې په اوسني وضعیت کې د ستر مشر لارښوونو او نورو ملاحظاتو ته په پام د انټرنېټ په برخه کې ځینې ستونزې هوارې کړو؛ څو عادلانه وضعیت رامنځته شي».
هغې همداراز ویلي: «باید دا هم ووایو، چې موږ د جګړې په حال کې یو او دا څرګنده ده، چې ځینې پرېکړې د همدې جګړهییز وضعیت له اغېزو سرچینه اخلي».