• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز حجم ۵۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسېد

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د روسیې-اسلامي نړۍ اقتصادي فورم په څنډه کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریز حجم ۵۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه وايي، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو دوو میاشتو کې له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري شاوخوا ۲.۶ برابره زیاته شوې ده. اوورچوک ویلي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ سوداګري د ودې لپاره لوی ظرفیت لري؛ خو اوسنۍ شمېرې لاهم «نسبتاً کمې» دي.
د هغه په ​​وینا؛ د روسیې شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۵کال کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۳۲۶ مېلیون ډالره و. هغه وويل، چې د افغانستان احصایې دغه شمېره شاوخوا ۵۰۰ مېلیون ډالر ښيي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د ۲۰۲۶کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته د روسیې صادرات ۲.۷ او له افغانستان نه د دغه هېواد واردات ۱.۹ برابره زیات شوي دي.
اوورچوک زیاته کړه، افغانان لاهم هغه توکي په یاد لري چې شوروي اتحاد به افغانستان ته لېږل، دوی غواړي چې روسیه دغه ډول صادرات بیا پیل کړي. هغه دا هم ویلي، چې دواړه خواوو د کرنیزو محصولاتو د لېږد، د دغه محصولاتو د صحي کنټرول، په‌دې برخه کې د دوه اړخیز تړون لاسلیک، د روسیې د انرژۍ صادراتو او د پانګونې پر همکارۍ خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

پولنډ له ۲۰ زیات افغان او پاکستاني وګړي د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له ۲۰څخه زیات افغان او پاکستاني وګړي یې د ناقانونه تګ راتګ د هڅې په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ګارډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسانوهڅه کوله دپولنډاوبیلاروسترمنځ له پولې په ناقانونه ډول واوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د سرحدي پوستو اړوندو سیمو کې پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د پولنډ چارواکو د ورته پېښو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې یو شمېر افغان وګړي د همدې پولې د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول شوي دي.

په ورته یوه بله پېښه کې، د پولنډ سرحدي ځواکونو اته ناقانونه کډوال نیولي وو چې پکې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایتوپیا، اریتریا او پاکستان وګړي شامل وو.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د پولنډ له خاورې په ناقانونه ډول تېر شي اووروستی هدف یې جرمني ته رسېدل وو.

په وروستیو کلونو کې د پولنډ او بلاروس پر پوله د ناقانونه کډوالۍ پېښې زیاتې شوې دي او اروپايي هېوادونه د دې لارې د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

ویس برمک: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې او نړۍ امنیت ته په بدلېدونکي ګواښ اوښتی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یوازې یوه کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته په بدلېدونکي ګواښ اوښتې ده.

نوموړي ویلي، طالبان د شاوخوا ۲۳زره دیني مدرسو په پراخولو سره هڅه کوي د افغانستان تعلیمي نظام په یوې ایډیولوژیکې جوړښت بدل کړي؛ داسې جوړښت چې د هغه په وینا عصري زده کړې کمزورې کوي، نجونې له زده کړو محروموي او نوی نسل په یوه تړلي چاپېریال کې روزي چې د افراطیت د پراخېدو ګواښ په کې زیات دی.

برمک ټینګار کړی، چې د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پنځه کلنه تعاملاتي تګلاره بریالۍ نه ده تمامه شوې او د دې وضعیت اغېزې به یوازې تر افغانستان محدودې نه وي.

هغه زیاته کړه چې سیمه‌ییز هېوادونه هم د دې بهیر له پایلو خوندي نه دي او که اوسنیو ننګونو ته جدي پاملرنه ونه شي، راتلونکې کې به امنیتي ستونزې لا پراخې شي.

دا څرګندونې د بریتانیا پارلمان په هغې غونډه کې مطرح شوې چې پکې د افغانستان د وضعیت، د ښځو د حقونو، زده کړو او د افراطیت د پراخېدو په اړه بحثونه وشول.

نرګس نهان: افغان ښځې له پنځو کلونو راهیسې له بنسټیزو بشري حقونو محرومې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان، د بریتانیا د پارلمان په یوه غونډه کې ویلي چې افغان ښځې له تېرو پنځو کلونو راهیسې له خپلو لومړنیو بشري حقونو محرومې پاتې دي.

نوموړې دا څرګندونې د بریتانیا پارلمان په هغه غونډه کې وکړې چې د «فراګیر» بنسټ د نوي راپور د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې وه. هغې د افغانستان د ښځو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښځو د حقونو موضوع باید له نړیوال پام څخه ونه غورځول شي.

په همدې حال کې «فراګیر» بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر زیات شوی، خو د عصري زده کړو بهیر کمزوری شوی او د معاصرو تعلیمي فرصتونو کچه راټیټه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د تعلیمي تګلارو بدلون او د عصري زده کړو محدودېدل د افغانستان پر راتلونکي ژور اغېز کولی شي او د ټولنې د پرمختګ پر بهیر به اوږدمهاله پایلې ولري.

د یاد بنسټ په وینا، د ښوونې او روزنې په برخه کې اوسني بدلونونه د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره جدي ننګونې رامنځته کولی شي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت په اړه لا ډېره پاملرنه وکړي.

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړ او پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د دغه هېواد دفاع وزارت هغو افغان وګړو ته چې د لېږد شرایط پوره کوي، درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره دننه مرستې درولې دي او له غوښتونکو یې غوښتي چې خپله ځانونه یوه خوندي درېیم هېواد ته ورسوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي لاک پولارډ ویلي، دا پرېکړه هغو ارزونو وروسته شوې چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د بریالیو لېږدونو زیاتوالی، لګښتونه او احتمالي خطرونه ارزول شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به درېیم هېواد ته د رسېدلو افغانانو ملاتړ تر ۲۰۲۸کال پورې دوامداره وساتي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د نوو پروګرامونو له بندېدو وروسته، د پاتې دوسیو شمېر له شاوخوا ۲۵زرو څخه تر ۱۷زرو کم شوی او حکومت اټکل کوي چې له ۹زرو کم نور کسان به د لېږد شرایط ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ټولو پاتې دوسیو ارزونه بشپړه کړي.

همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوې تګلارې، لکه د ویزې مرکزونو ته د ۱۲میاشتو په موده کې مراجعه، هم عملي کېږي.

د استوګنې په برخه کې بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸کال پورې د لنډمهاله استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي او هغه هوټلونه چې د افغانانو د استوګنې لپاره کارول کېږي، ځینې به یې په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي.

بریتانوي چارواکي وایي، ټاکل شوې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر دورې مخکې بشپړ شي.

طالب والي: د امر بالمعروف قانون د ټولنې د اصلاح او شرعي ارزښتونو د پیاوړتیا اصل دی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱

خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني د امر بالمعروف قانون د تطبیق کمېټې ناسته کې، دغه قانون د اسلامي ټولنې د سمون او د شرعي اصولو لپاره مهم بللی. له دې سره هممهاله د بشري حقونو د ځینو بنسټونو له لوري د دې قانون د اغېزو په اړه د اندېښنو او نیوکو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د قانون د تطبیق کمېټې ناسته، د خوست د والي په کاري دفتر کې ترسره شوې، چې پکې د اړوندو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې والي عبدالرحمن حقاني د امر بالمعروف قانون پر اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون د اسلامي ټولنې د سمون، اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا او د شرعي اصولو د عملي کېدو لپاره مهم رول لري.

نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې مسوولیت لري څو د یاد قانون د ښه تطبیق لپاره همغږي رامنځته کړي او خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

هغه زیاته کړې: «د طالبانو ټول مسوولین باید د خپلو دندو ترڅنګ د ولس د اصلاح، عامه پوهاوي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي، څو په ټولنه کې د نظم، یووالي او متقابل احترام فضا لا پیاوړې شي.»

بل پلو، د دغه قانون په اړه په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه بېلابېلې نیوکې هم مطرح شوي دي. د بشري حقونو فعالان او بنسټونه اندېښنه ښيي چې د دې ډول مقرراتو پراخ تطبیق کولی شي د وګړو پر فردي ازادۍ او ټولنیزو حقونو اغېز ولري.

خو د اسلامي امارت چارواکي بیا ټینګار کوي چې دغه قانون د اسلامي اصولو د پلي کېدو او ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره اړین دی.