د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د شمېرو له مخې، تاجکستان او ترکیه د هغو هېوادونو ډلې ته داخل شوي، چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د افغان کډوالو شمېر ته په پام، تر ټولو ډېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له خپلو خاورو اېستلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په تاجکستان کې شاوخوا ۱۱،۸۰۰ افغان وګړي نړیوال خوندیتوب ته د اړو کسانو په توګه ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په ټوله سیمه (ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو) کې له درې میلیونو څخه زیات افغانان ژوند کوي.
دوشنبې په روان کال کې ۸۲۴ کسان اخراج کړي دي، چې وروستۍ ډلې یې یوه اونۍ وړاندې کندوز ولایت ته واستول شوه.
په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ اوکډوالو نړیوال سازمان ګډې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې تر اپرېل میاشتې پورې افغانستان ته د بېرته ستنېدو شمېر ۵۶۳،۱۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
له دې ډلې ۲۴۱،۴۲۴ کسان په زور شړل شوي دي، چې لویه برخه یې له ایران او پاکستان څخه ده. د منځنۍ اسیا له هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان نه هم کوچنۍ خو د پام وړ برخه شته.
د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۳۰مې پورې له ایران نه شاوخوا ۱۷۳،۸۰۰ کسان افغانستان ته اخراج شوي دي. دا د ټولو شړنو نږدې ۷۲سلنه جوړوي. پاکستان دوهم لوی هېواد دی، چې شاوخوا ۵۳،۳۰۰ کسان یې افغانستان ته استولي، چې د ټول شمېر نږدې ۲۲،۱ سلنه کېږي.
پر دې سربېره، له ترکیې څخه هم شړنې ثبت شوې دي، چې شاوخوا ۱۳،۵۰۰ کسان جوړوي او د ټولې شمېرې نږدې ۵،۶ سلنه برخه ده.
بشري ادارې وایي چې د بېرته ستنېدو دا لویه څپه د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او محدودو عامه خدماتو سخت فشار راوړي.
د ملګرو ملتونود کډوالو کمشنرۍدا وضعیت د «بېرته ستنېدو لوی ناورین» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا بهیر د خلکو د بیا بېځایه کېدو خطر زیاتوي.
دغه بهیر په داسې وخت کې روان دی چې په سیمه کې د مهاجرت سخت سیاستونه او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.
جرمني، اتریش او سویس په اروپايي هېوادونو کې درې هغه هېوادونه دي، چې له طالبانو سره په همغږۍ د مجرمو افغانانو د لیږد لارې چارې ګوري او یو شمېر افغانان یې کابل ته استولي دي.
ایران او پاکستان لا هم د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېوادونه دي، خو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د شړلو او محدودیتونو پالیسي هم سخته کړې ده.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د کډوالۍ د بحران د مدیریت لپاره د ۴۵۲،۴میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده، خو د کډوالو عالي کمشنرۍ په وینا، اوسنی تمویل د اړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه پوره کوي.