طالبان: په خوست کې له ۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسېف) له ۷۰۰ هغو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې، چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي. دا مرستې د سه شنبې په ورځ پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.
