• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو له راتګ سره هم‌مهاله؛ ننګرهار کې د کورونو کرایې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د جلال اباد ښار اوسېدونکي وایي، پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د‌ پراخو څپو له امله د کورونو کرايې لوړې شوي او ارزانه استوګنځایونه په سختۍ موندل کېږي. دوی وایي، طالبانو تر اوسه د بازار مهارولو او د کرايو د کنټرول عملي لاره نه‌ده موندلې او د کور موندل خلکو ته ستونزمن شوي دي.

که څه هم طالبانو په جلال اباد ښار کې د کورنو د کرایو کنټرول لپاره د څار یو کمېټه ټاکلې، خو له دې سره سره لا هم مالکان خپل کورونه په لوړو کرایو ورکوي.

تازه د طالبانو د عدليې ریاست تر مشرۍ لاندې ګډې کمېټې د جلال‌اباد ښار په دویمه او څلورمه ناحیو کې د معروف، ولي دوران او اریانا په نوم د پلازو د کرايو وضعیت څېړلی دی. د کمېټې په وینا، له مسؤلینو سره د کرايو ټاکل شوی کټګوريز جدول شریک شوی او د کرايو د تنظیم، استوګنيزو او اداري واحدونو د جلاوالي، وړيا اسانتياوو او د معاملاتو دفترونو له لارې د کورونو د کرايې ورکولو په تړاو لازمې سپارښتنې شوې دي.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو پلازو مسؤلینو د سپارښتنو د عملي کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د کورونو او اپارتمانونو د کرايو په تړاو به له شریک شوي جدول سره سم اقدامات ترسره کوي.

د ګډې کمېټې په باور، د دې سپارښتنو پلي کېدل کولای شي د کرایو د بې‌کچې لوړېدو مخه ونیسي او د معاملاتي دفترونو رول معیاري کړي.

طالب چارواکي وایي چې یادې څارنې به دوامداره وي او د ښار استوګنيزې ودانۍ به تر څار لاندې ساتل کېږي. خو هغه کورنۍ چې د کډوالو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي، وايي په عملي کچه لا هم په بازار کې د کرايي بیې نه دي راټیټې شوې او د کورونو کموالی د قیمتونو د لوړېدو اصلي لامل بلل کېږي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو د وروستیو معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې میلیونونه افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي چې ډېری یې ختیځو ولایتونو ته، په ځانګړي ډول ننګرهار کې مېشت شوي دي. د بېرته ستنېدونکو کورنیو زیاتوالی په ښاري سیمو کې د استوګنځای تقاضا لوړه کړې او په کرایوي بازار کې یې فشار زیات کړی دی.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

د کانګو ناروغۍ ګواښ؛ د روغتیا نړیوال سازمان افغانانو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د کانګو تبې د مخنیوي لپاره د څارویو د حلالې په اړه نوې روغتیایي لارښوونې خپرې کړي. دغه سازمان له خلکو غوښتي چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د څارویو د قرباني کولو پر مهال احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې خلک باید له حلالولو مخکې څاروي د کنو د شتون له پلوه په دقت سره وګوري. همدارنګه دغه سازمان ټینګار کړی چې د څارویو د حلالولو لپاره باید مناسب او داسې ځایونه وکارول شي چې هلته ګڼه ګوڼه نه وي او د قربانۍ پر مهال دې خلک له محافظتي وسایلو څخه کار واخلي.

په دې لارښوونو کې زیاته شوې چې خلک باید غوښې ته له لاس وروړلو مخکې پرېږدي چې د څاروي وینه په بشپړه توګه ووځي. د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د حلالولو ټول سطوح او وسایل باید په بشپړه توګه پاک شي او د غوښې پاتې شوني دې په تړلو کڅوړو یا ځانګړو کثافت دانیو کې واچول شي.

دغه سازمان د خپلو سپارښتنو په دوام کې له خلکو غوښتي چې د حلالولو د پروسې له بشپړېدو وروسته خپل ځان، جامې او کارول شوي وسایل په سمه توګه ومینځي. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې خلک باید تل خپل بدن او څاروي د کنو د شتون له پلوه وګوري، ترڅو د کانګو تبې له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

د کانګو تبه یوه شدیده ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له څارویو څخه انسانانو ته د کنې د چیچلو او یا د اخته څاروي د وینې او غوښې سره د مستقیم تماس له لارې لېږدول کېږي. دغه ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۴ کال کې په کریمیا او وروسته په کانګو کې وپېژندل شوه. په افغانستان کې هر کال د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د حلالولو او له غوښې سره د خلکو د زیات تماس له امله د دې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لوړېږي.

بدخشان کې د کانونو پر سر ترینګلتیا؛ طالبان وایي هیچاته د خپل سرې کان کېندنې اجازه نه ورکوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

د بدخشان ولایت د کانونو نوي طالب رییس عبدالمتین رحیمزي، د کانونو د خپل‌سري استخراج په اړه ویلي، چې له دې وروسته به هېچا ته د ناقانونه کان‌کیندنې اجازه ور نه کړل شي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ د بدخشان د شکي ولسوالۍ په یوه جومات کې د سیمې اوسېدونکو ته په خبرو کې وویل، هغه کسان چې په ناقانونه استخراج، د کانونو په غصب یا د دولتي شتمنیو په ناوړه استفادې کې لاس لري، له جدي قانوني پایلو او سختو سزاوو سره به مخامخ شي.

نوموړي دا هم منلې چې په بېلابېلو ولسوالیو کې یو شمېر وسله‌والو او غیرمسوولو کسانو د کانونو پر چارو نفوذ کړی او ځینې کانونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. د هغه په وینا، دا وضعیت نور د زغم وړ نه دی.

نوموړی داڅرګندونې داسې مهال کوي چې په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د کانونو د استخراج پر سر د سیمه‌ییزو خلکو او طالبانو ترمنځ اختلافات او ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

له دغو لانجو وروسته د بدخشان د کانونو پخوانی طالب رییس له دندې ګوښه او عبدالمتین رحیمزی د نوي رییس په توګه وټاکل شو. سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د دغه بدلون تر شا د کانونو د مدیریت او کنټرول پر سر اختلافات هم موجود وو.

راپورونه ښيي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بدخشان کې د کانونو استخراج په بې‌ساري ډول پراخ شوی او زرګونه کسان په کان‌کیندنه بوخت دي. د سرچینو په وینا، د دغو فعالیتونو یوه برخه د زورواکو او د طالبانو اړوندو کسانو تر نفوذ لاندې ترسره کېږي.

په همدې حال کې، د کانونو د کنټرول او استخراج پر سر د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د اختلاف او شخړو راپورونه هم وخت ناوخت خپرېږي.

عبدالغني برادر: مونږ ژمن یو چې کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته اسانتیاوې برابرې کړو

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي،دوی ځان مکلف ګڼي چې د ودانیزو پروژو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۲۹مه) بلخ کې د یوه استوګنیز کمپلکس د پرانستې پر مهال کړي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، عبدالغني برادر د افغانستان په اقتصادي ثبات او بیارغونه کې د خصوصي سکټور ګډ کار مهم بللی دی. هغه پر ټولو پانګوالو غږ کړی چې د نورو برخو ترڅنګ په ساختماني سکټور کې هم پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی چې د طالبانو حکومت به یې پوره ملاتړ وکړي.

برادر زیاته کړې چې اوسمهال په بېلابېلو سکټورونو کې د لویو پروژو ترڅنګ د ښاري پراختیا لپاره هم د ماسټر پلانونو پر تطبیق کار روان دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې په هېواد کې د قوش‌تېپې کانال، صنعتي فابریکو، لويو لارو او برېښنا تولید په څېر پروژې روانې دي او د ښاري پراختیا ماسټرپلانونه هم د نهایي کېدو او تطبیق پړاوونو ته رسېدلي دي. نوموړي وویل حکومت به د پانګونې خنډونه لرې کوي او د پروژو عملي کېدو ته به اسانتیاوې رامنځته کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د ملا برادر د سفر پر مهال په بلخ ولایت کې د لاجورد په نوم د یوه استوګنیز کمپلیکس د جوړېدو چارې هم پیل شوې، چې د خصوصي سکټور له لوري پکې ۱۵۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي.

د معلوماتو له مخې، دا کمپلیکس پر ۲۱ جریبه ځمکه جوړېږي چې شاوخوا ۱۴۴۸ عصري اپارتمانونه به ولري. د طالبانو چارواکي وایي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د سوداګریزو او روغتیایي برخو ترڅنګ به ټولې اړینې ښاري اسانتیاوې ولري.

د طالبانو د روغتیا وزارت: افغانستان د درملو جوړولو لپاره ۴ زره قلمه خام مواد لري

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې مرستیال مولوي حمدالله زاهد وایي، چې افغانستان د درملو جوړولو لپاره ۴ زره قلمه خام مواد لري. هغه دا څرګندونې په کابل کې د ابو علي سینا بلخي د درملو د دویم نړیوال نندارتون په پرانیستغونډه کې کړې دي.

دغه طالب چارواکي وویل، که چېرې په هېواد کې دننه د دغو خامو موادو د پروسس لپاره کار وشي، نو افغانستان به ډېر ژر د درملو په برخه کې په ځان بسیا شي. د هغه په خبره، اوسمهال د درملو په تولید کې د کورنیو سرچینو کارولو ته جدي اړتیا ده.

زاهد زیاته کړه، چې د درملو د صنعت په برخه کې پانګونې ته اوس تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې ده. هغه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په دې برخه کې خپله پانګونه ډېره کړي.

د ابو علي سینا بلخي دویم نړیوال نندارتون چې څلور ورځې به دوام وکړي، د درملو د تولیداتو او روغتیایي خدمتونو د ښودلو په موخه پرانیستل شوی دی. په دې نندارتون کې ګڼ شمېر کورنیو شرکتونو خپل طبي محصولات نندارې ته ایښي دي.

له بلې خوا د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د درملو د وارداتو کمېدل په افغانستان کې د درمل جوړولو د برخې د چټکې ودې لامل شوي دي.

د هغه په وینا، په تېرو اتو میاشتو کې د درملو تولید له ۲۵ څخه ۳۸ سلنې ته لوړ شوی دی. برادر د کورنیو تولیداتو ملاتړ د اقتصادي فشارونو پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه لاره بللې ده.

طالبانو د درملو واردوونکو افغان شرکتونو ته نږدې شپږ میاشتې وړاندې سپارښتنه وکړه چې له پاکستان څخه هر ډول صادرات بند کړي او د درملو د پیر لپاره نورو بدیولو لارو ته مخه کړي.

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په دوام سره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د طالبانو پر ضد د «غضب‌للحق» په نوم پوځي عملیات به په بشپړ قاطعیت دوام ولري.

شهباز شریف د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې په یوه پوځي پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، پاکستان به د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد خپل عملیات روان وساتي چې د ده په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي او د پاکستان امنیت ته ګواښ جوړوي.

هغه ادعا وکړه، چې دا عملیات د پاکستان د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې، د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

شهباز شریف د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د «مسلکي وړتیا، عملیاتي چمتووالي او قربانیو» ستاینه وکړه او ویې ویل چې پوځ د دغه هېواد د ملي حاکمیت، سولې او ثبات په ساتنه کې اساسي رول لري.

د پاکستان حکومت تل پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په بیا ځلې دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی به هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د بې‌ساري امنیتي او سیاسي فشارونو شاهدې دي. که څه هم دواړو لورو څو ځله د اوربند او خبرو هڅې کړې، خو د راپورونو له مخې تر اوسه دغو هڅو د اړیکو په ښه کېدو کې د پام وړ پایله نه ده لرلې.

همداراز، د پاکستان او طالب استازو ترمنځ په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې هم ترسره شوې، خو کومه څرګنده هوکړه ترې نه ده ترلاسه شوې.

شنونکي باور لري چې د روانو اختلافاتو دوام کولی شي د سیمې پر امنیتي وضعیت نور اغېز هم وکړي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا لا نوره هم کمزورې کړي.