• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې یو قومي مشر په مرموز ډول وژل شوی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۱

ځایي سرچینې وايي، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کلمتر سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو تېره شپه یو قومي مشر په ډزو وژلی دی. وژل شوی قومي مشر حاجي احمدشاه خان ادوزی نومېده او په سیمه کې به یې په ناستو او قومي جرګو کې هم برخه اخیسته.

د سرچینو په وینا؛ دغه پېښه تېره شپه شوې او بریدګر تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د یادې پېښې انګېزه لا روښانه نه‌ده؛ خو په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کندهار کې تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوې وې؛ خو د دغه وژنو د ډېرو قضیو عاملین لا نه‌دي‌ پېژندل شوي او نه هم د هغوی د دوسیو پایلې له رسنیو سره شریکې شوې دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

بي‌بي‌سي: افغانان د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۶ GMT+۱

بي‌بي‌سي په یوه راپور کې په غور ولایت کې د پراخې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د روان وضعیت په اړه لیکلي، چې افغان کورنۍ د سختې مجبورۍ له امله د خپلو لګښتونو برابرولو لپاره د خپلو ماشومانو د پلورلو په ګډون سختو انتخابونو ته اړ اېستل کېږي.

د غور یو اوسېدونکي سعید احمد بي‌بي‌سي ته ویلي، هغه اړ شو چې خپله پنځه کلنه لور شایقه وروسته له هغې وپلوري چې نوموړې ته اپنډېکس او د ځيګر کېسټ ناروغي پیدا شوه او د درملنې وس یې نه لاره.

هغه وویل: «ما د درملنې د لګښت لپاره پیسې نه‌لرلې؛ نو ځکه مې خپله لور پر یوه خپلوان وپلورله». د شایقې جراحي عملیات بریالي وو. د عملیاتو لګښت د همدغه ۲۰۰زره افغانیو (۳۲۰۰ ډالرو) څخه ورکړل شو، چې شایقه پرې پلورل شوې وه.

د شایقې پلار وویل، له خپلو خپلوانو سره یې هوکړه کړې چې اوس به یوازې د درملنې پیسې ورکوي او پاتې پیسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې ورکړي. هغه وویل: «که مې ټولې پیسې یوځل اخیستې وای، هماغه وخت به یې هغه له ځان سره بېوله».

سعید وایي: «که مې پیسې لرلې، هېڅکله به مې دغه پرېکړه نه‌وای کړې؛ خو ما له ځان سره فکر وکړ، که له عملیاتو پرته مړه شي نو څه؟ لږ تر لږه په دې ډول خو ژوندۍ پاتې کېږي».
بي‌‌بي‌‌سي په خپل راپور کې لیکلي، چې د غور په چلچراغ سیمه کې هر سهار نارینه د کار پيدا کولو په لټه کې د یوې څلورلارې پر سر راټولېږي. هغوی یوازې هغه وخت خپلو کورنیو ته ډوډۍ وړلای شي، چې څوک یې د کار لپاره بوځي؛ خو ډېرې ورځې داسې تېرېږي چې هغوی تش لاس کور ته ستنېږي.

۴۵ کلن جمعه‌ خان وايي، په تېرو شپږو اوونیو کې یې یوازې درې ورځې کار موندلی چې ورځنی عاید یې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې و. هغه وایي: «زما ماشومان درې شپې پرله‌‌پسې وږي ویده شوي. زما ښځې ژړل، ماشومانو مې هم ژړل. ما له ګاونډي پور واخیست څو اوړه واخلم. زه په دې وېره کې ژوند کوم، چې ماشومان مې له لوږې مړه نه‌شي».

د غور یو بل اوسېدونکي عبدالرشید عظیمي په داسې حال کې چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې رقیه او روحیلا یې په غېږ کې نیولې وې، وایي حاضر دی هغوی وپلوري. هغه په ژړا سره زیاته کړه: «زه چمتو یم خپلې لوڼې وپلورم. فقیر یم، پوروړی یم، بې‌وسه یم. کله چې له کاره کور ته راځم، شونډې مې وچې وي، وږی یم، تږی یم، پرېشانه او لالهانده یم. ماشومان مې راځي او وایي: پلاره، ډوډۍ راکړه؛ خو زه څه ورکړم؟ کار چېرته دی؟»

دغه پلار په داسې حال کې چې خپله لور روحیلا یې په غېږ کې ټینګه نیولې او ښکلوله وایي: «زړه مې اور اخلي؛ خو دا یوازینۍ لار ده چې خپلو نورو ماشومانو ته خواړه برابر کړم». د یادې کورنۍ مور کیهان وویل: «یوازینی څه چې موږ یې خورو ډوډۍ او ګرمې اوبه دي، حتی چای هم نه‌لرو».

د یادې کورنۍ دوه تنکي زامن د ښار په مرکز کې بوټان رنګوي. یو بل زوی ښځلې راټولوي او مور یې هماغه د پخلي لپاره د سون توکو په توګه کاروي.

د ماشومانو د مړینې زیاتوالی

په دغه راپور کې همداراز ویل شوي، چې په افغانستان کې د بې‌‌وزلۍ او لوږې له امله د ماشومانو د مړینې پېښې زیاتې شوې دي. محمد هاشم چې څو اوونۍ وړاندې یې خپله ۱۴ میاشتنۍ لور له لاسه ورکړه، بي‌‌بي‌‌سي ته وویل: «زما ماشومه د لوږې او د درملو د نشتوالي له امله مړه شوه... کله چې یو ماشوم ناروغ وي او وږی هم وي، طبیعي ده چې مري».

د سیمې یو مشر ویلي، د ماشومانو مړینه چې ډېری یې د خوارځواکۍ له امله ده؛ په تېرو دوو کلونو کې «رښتیا هم زیاته شوې ده». بي‌‌بي‌‌سي لیکلي، چې په غور ولایت کې د ماشومانو د مړینې کوم رسمي اسناد نه‌وو؛ نو دوی د دغه پېښو د یوازیني شاهد په توګه یو ځایي هدیرې ته تللي.

په راپور کې راغلي: «موږ واړه او لوی قبرونه جلا وشمېرل. د کوچنیو قبرونو شمېر د لویو قبرونو نږدې دوه برابره و، چې ښيي د لویانو پرتله دوه برابره ډېر ماشومان مړه شوي دي». په راپور کې دا هم ویل شوي، چې نور شواهد د چغچران په مرکزي ولایتي روغتون کې موندل شوي دي.
د بېلګې په توګه د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګه د دغه روغتون تر ټولو بوخته برخه ده او ځینې بسترونو کې ان دوه ماشومان پراته دي. ډېری یې کم‌وزنه دي او اکثره د ساه اخیستلو لپاره مبارزه کوي.

د دغه روغتون روغتیاپاله فاطمه حسیني وايي، چې ځینې وخت په یوه ورځ کې تر درېیو پورې نوي زېږېدلي ماشومان مري: «په پیل کې راته ډېر سخت وو کله چې مې لیدل ماشومان مري؛ خو اوس دا زموږ لپاره عادي شوې ده».

د دغه کورنیو کیسه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ډېرو اوسېدونکو ګډه کیسه ده. د ملګرو ملتونو په وینا؛ اوس‌مهال له هرو څلورو کسانو څخه درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو، لکه کافي خوړو برابرولو توان نه‌لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې بې‌کاري پراخه شوې، روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی او هغه مرستې چې پخوا یې د مېلیونونه خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کولې په شدیده توګه کمې شوې دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د مېلیونونه کورنیو لپاره د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، تودوخې او جامو د پراخ کمښت یادونه کړې وه او ویلي یې و، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېرې کورنۍ پوروړې دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه راپور د موندنو په غبرګون کې بي‌بي‌سي ته وویل: «د شل کلن اشغال پرمهال د امریکايي ډالرو د بهیر له امله یو مصنوعي اقتصاد رامنځته شوی و. د اشغال له پای ته رسېدو وروسته موږ د بې‌وزلۍ، سختیو، بې‌کارۍ او نورو ستونزو وارثان شو».

مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونه تل وایي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه افغانستان ته د مرستو د کمېدو او د مرستندویو هېوادونو د زړه‌ توروالي اصلي لاملونه دي؛ خو ښاغلي فطرت دغه موضوع رد کړه او ویې ویل: «بشري مرستې باید سیاسي نه‌شي».

د موزیم نړۍواله ورځ: تېر کال ۲۱زره کسانو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي موزیم د بیارغونې څانګې مشر یحیی محب‌زاده وايي، تېر کال شاوخوا ۲۱زره کسانو له یادې ادارې څخه لیدنه کړې چې نږدې ۶زره او ۷۵۰ یې بهرنيان وو. هغه ویلي: «له نېکه مرغه د تېرو کلونو پرتله د سېلانیانو شمېر زیات شوی دی».

هغه زیاته کړې، چې دغه موزیم د هېواد د میراثونو د ساتنې لپاره هم د تاریخي او کلتوري اثارو د ساتنې د پوهاوي منظم پروګرامونه ترسره کوي. هغه د موزیم نړۍوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان ملي موزیم، د هېواد د یو له مهمو کلتوري مرکزونو په توګه د دغه خاورې د زرګونه کلونو تاریخ په ساتنه او معرفي کولو کې مهم رول لوبوي.

100%

(د مئ ۱۸مه) د موزیمونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغانستان لاهم د خپل فرهنګي میراث، تاریخي اثارو او موزیمونو د ساتنې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د فرهنګ‌پالو په باور، دغه میراث یوازې د تېرو تمدنونو خاموشې نښې نه؛ بلکې د یوه ملت تاریخي حافظه، هویت او د تمدن ژوندی سند بلل کېږي. فرهنګ‌پال وایي، افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي، چې د زرګونه کلونو تمدنونو، لرغونو ښارونو او تاریخي اثارو بډایه تاریخ لري.

یو چینایي پانګه‌وال د افغانستان طبیعي زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع له یوه چینایي پانګه‌وال وانګ بن چاینګ سره کتلي دي. په خپرې شوې خبرپاڼه کې د دغه پانګه‌وال په حواله راغلي، چې په افغانستان کې د طبیعي زېرمو او بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې ته لېواله دی.

نوموړي زیاته کړې، چې شرکت یې د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، تونلونو، د کانونو کېندنې، د تېلو تصفیې، بندونو او د برېښنا تولید په برخو کې پراخه تجربه او پرمختللې ټېکنالوژي لري او غواړي دغه امکانات افغانستان ته انتقال کړي.

هغه همداراز ویلي، چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ د اسانتیاوو د زیاتېدو لپاره د لویو لارو په برخه کې هم پراخې پانګونې ته چمتو دي.
له بلې خوا ملا عبدالواسع ویلي، چې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د لازیاتې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. هغه ټینګار کړی، بهرني پانګه‌وال باید د خپلو اقتصادي ګټو ترڅنګ د افغانستان ملي ګټو او د حکومت اصولو ته هم پام وکړي.

که څه هم چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې له دې ډلې سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

د افغان ښځو غورځنګ: د طالبانو تګلارې ماشومان قرباني کوي او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د «همت» په نوم د افغان ښځو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د ودولو او د ښځې او خاوند د جلا کېدو په اړه د یادې ډلې فرمان په کلکه غندلی او هغه یې له بشري حقونو او د ماشومانو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې سلګونه داسې فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او بشري حقونو خلاف دي او اوس هڅه کوي چې د ماشومانو ودول په رسمي حقوقي چوکاټ کې ځای پرځای کړي.

دغه غورځنګ ویلي، چې ماشومان باید د زده‌کړې، لوبو، فکري ودې او خوندي ژوند دوره تېره کړي؛ خو د طالبانو تګلارې هغوی قرباني کوي او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کوي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، په داسې حال کې چې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او ځوانان له هدفي وژنو او ناامنۍ سره مخ دي؛ طالبان د امنیت د ټینګښت پر ځای د داسې فرمانونو په صادرولو بوخت دي، چې د ښځو پر ضد دي او بشري ازادي محدودوي.

یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او د ماشومانو د حقونو له ملاتړو غوښتي، چې په دې اړه چوپ پاتې نه‌شي او د کم عمره ودونو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي.
همداراز دغه غورځنګ له رسنیو او خبریالانو غوښتي، چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې دغه ډول سیاستونه په پراخه توګه خپاره کړي او د قربانیانو غږ نړۍ ته ورسوي.

لوګر کې د شاوخوا ۲۰۰مېلیون ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلي کولو فابریکې د جوړېدو چارې پيل شوې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د یوه شخصي‌ شرکت په مرسته د اوسپنې ویلي کولو یوې فابریکې د جوړېدو چارې پرانیستې.

د یادې فابریکې مسوولان وایي، چې دغه فابریکه د هېواد په کچه د اوسپنې ویلي کولو په برخه کې په لوړ معیار او ښه کیفیت فعالیت ترسره کوي. مسوولانو ویلي، چې یاده فابریکه به په ۴ کلونو کې جوړه او په دغه پروژه کې به ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او ۱۰زره نورو ته په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

احمدالله زاهد ویلي، د تېر یوه کال په ترڅ کې د صنعتي ښارګوټو لپاره ۱۰۰زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې د پانګونې په برخه کې د تېرو لسیزو پرتله بې‌‌مخینې اقدامات ګڼل کېږي.

په لوګر کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مشر شبیراحمد صدیقي بیا ویلي، دامهال د محمد اغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې پر ۸۴ شرکتونو ځمکې وېشل شوې چې له دې ډلې د ۳۵ فابریکو عملي چارې روانې دي.

د دوی په خبره؛ د محمد اغې صنعتي ښارګوټي لپاره زر جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به پر پانګه‌والو ووېشل شي.