د بېکارۍ پراخې څپې؛ ترکیه کې یو افغان وایي له ۱۶ کلونو زدهکړو وروسته پر مالدارۍ بوخت دی

یو افغان چې دامهال په ترکیه کې پر مالدارۍ بوخت دی وایي، د بېروزګارۍ له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کړي. دغه ځوان ویلي، ۱۶کاله یې زدهکړې کړې او هیلهمن و چې خپل هېواد ته به د یوه لوستي ځوان په توګه خدمت وکړي؛ خو اوس د بېکارۍ له امله مالداري کوي.
