• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لنډي کوتل کې معترضان: پاکستان باید افغانستان کې بند پاتې موټر او چلوونکي یې راوباسي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱

پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د خېبر پښتونخوا معترضو ټرانسپورټرانو حکومت ته درې ورځنۍ نېټه ورکړې، ترڅو په افغانستان کې د دوی بند پاتې موتړ او چلوونکي یې بېرته ورستانه کړي. یو شمېر پاکستاني موټرچلوونکي له تېرو اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي.

دغو معتریضانو د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې د یادې لارې د بندیدو له کبله خپل احتجاج روان ساتلی دی.
معترضان چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران هم ورسره دي، خبرداری ورکړی چې که په ټاکل شوې موده کې یې ستونزه هواره نه شي، دوی به د احتجاج په توګه د تورخم - پېښور لویه لاره وتړي. دغو ټرانسپورټرانو ویلي چې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او که غوښتنې یې ونه منل شي، نو افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د موټرو تګ راتګ به هم بند کړي.

له بلې خوا په پېښور کې د طالبانو د قونسلګرۍ یوه استازي پلاوي د دغه احتجاجي غونډې څخه لیدنه کړې ده. د دغه طالب پلاوي مشر عصمت الله قادري وویل چې دوی خېبر پښتونخوا کې د خپل قونسل محب الله شاکر په لارښوونه د ټرانسپورټرانو د ستونزو اورېدو لپاره ورغلي دي. د هغه په خبره، اغېزمنو ټرانسپورټرانو او سوداګرو څو ځله د دوی له قونسلګرۍ سره اړیکه نیولې او غوښتنې یې د طالبانو چارواکو ته رسول شوې دي.

عصمت الله قادري ټینګار وکړ، چې د طالبانو له خوا د پاکستاني موټرچلوونکو او د هغوی د موټرونو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نشته او هغوی کولی شي چې بېرته پاکستان ته ستانه شي. نوموړي د شینوارو او اپریدو قومونو له مرستو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د اختر د رانږدې کېدو له امله باید د افغان کډوالو تګ راتګ له خنډ سره مخ نه شي.

د تورخم لارې تړل کېدل او د ټرانسپورټرانو ستونزې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پوځي کړکېچ دوام لري. په تېرو میاشتو کې د چمن او سپین بولدک په ګډون پر ډیورنډ کرښه بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې دي او پاکستاني ځواکونو د کونړ په ګډون پر افغان خاوره بریدونه کړي چې له امله یې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

د خیبر ولسوالۍ په تیرا دره کې پر پـاکستـاني ځواکونو چاودنه شوې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ اړوند په تیرا دره کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر کاروان د ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې، چې له امله یې یو نظامي وژل شوی او د یوه قوماندان په ګډون دوه نور نظامیان ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ایف سي ځواکونو کاروان یوې نږدې امنیتي پوستې ته روان و.

د سرچینو په وینا، له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

ټپیان نږدې پوځي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

سیمه ییز پاکستاني امنیتي چارواکي وایي، د برید د څرنګوالي او کارېدلو چاودېدونکو توکو په اړه پلټنې روانې دي.

په باجوړ کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پرمهال پر دنده بوخت دوه پولیس په ډزو وژل شوي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۱

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پرمهال پر دنده بوخت دوه پولیس په ډزو وژلي دي. د باجوړ د پولیسو مشر محمد خالد ویلي، لومړۍ پېښه د سالارزو سیمې په نازکۍ کلا سیمه کې شوې چې په‌کې یو پولیس وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ له لومړۍ پېښې وروسته د پلټنو او لټون عملیاتو پرمهال دویمه پېښه په تابۍ کلي کې رامنځته شوه. په دغه پېښه کې یو بل پولیس چې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پرمهال پر دنده بوخت و، د وسله‌والو په ډزو ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.

ځایي سرچینو ویلي، تر دغه بریدونو وروسته په سالارزو او د باجوړ په نورو سیمو کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات دوام لري. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دغه پېښې غندلې او امنیتي ادارو ته یې د بریدګرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو اوونیز کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې له ۱۹ مېلیونو څخه ډېر ماشومان په‌کې واکسین شي. په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین کارکوونکي او د هغوی امنیتي ساتونکي په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په وار، وار په وسله‌والو بریدونو کې په نښه شوي دي.

شاه محمود میاخېل: د بشر حقونو ادارې او ملګري ملتونه دې د «پي ټي اېم» د مشرانو قضیې وڅېړي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل له نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مشرانو نورالله ترین او حنیف پښتین د «اختطاف» او بې‌درکۍ قضیه وڅېړي او د هغوی د ځای معلومولو او خوشې کولو لپاره عملي اقدام وکړي.

شاه محمود میاخېل په یوه تازه پیغام کې له نړیوالو بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مشرانو نورالله ترین او حنیف پښتین د برخلیک په معلومولو کې اقدام وکړي.

نوموړي ویلي چې یاد دوه مشران د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۲مه د پېښور له یوې امن جرګې وروسته د پاکستاني استخباراتي ادارو له لوري په زور اختطاف شوي او تر اوسه یې هېڅ کره معلومات نشته.

میاخېل زیاتوي، چې دغه کسان د جرګې له پای ته رسېدو وروسته د پېښور له مرکزه په زور بې‌درکه شوي او نه عدلي بنسټونو ته وړاندې شوي او نه هم د هغوی د ځای په اړه رسمي وضاحت ورکړل شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د دغو فعالانو د اوږدمهاله نادرکه کېدو له امله د هغوی کورنۍ او ملګري سخت اندېښمن دي.

میاخېل له نړیوالو ادارو غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي او د ورکو شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره عملي او عاجل اقدامات وکړي.

د تورخم د مزدورانو ټولنه: د ډيورنډ کرښې تړل کېدو په ټول پاکستان کې د روزګار ساه بنده کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د تورخم د مزدورانو ټولنه وایي، د تورخم دروازې اته میاشتنی بندښت نه یوازې د سرحدي سیمو مزدوران او ټرانسپورټ کارکوونکي زیانمن کړي، بلکې د پاکستان پر اقتصاد یې پراخ منفي اغېز کړی او خلک یې له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي دي.

د تورخم د مزدورانو ټولنې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د تورخم دروازې اوږدمهاله تړل کېدو د پاکستان اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړی او د خلکو د زغم کاسه ډکه شوې ده.

یادې ټولنې ادعا کړې، چې د ډیورنډ کرښې بندښت یوازې په دغه کرښه د پرتو سیمو ستونزه نه ده، بلکې د ټول هېواد پر سوداګرۍ، کرنې، صنعت او د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

په بیان کې راغلي: «د ډیورنډ کرښې په بندولو سره تاسو د کوم یو ښار نه، بلکې د ټول پاکستان د روزګار ساه بنده کړې ده او اوس د ولس د زغم حد ختم شوی دی.»

د تورخم د مزدورانو ټولنې ویلي، چې د کرښې د بندښت له امله د پنجاب بزګران، سوداګر، د فابریکو مالکین، ټرانسپورټران او ورځني مزدوران له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ شوي دي.

دوی ادعا کړې چې ګڼ کرنیز محصولات خراب شوي، په فابریکو کې پانګونې زیانمنې شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت تر دې حده خراب شوی چې «په کورونو کې دي او د ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.»

ټولنې خبرداری ورکړی چې که کرښه ژر پرانېستل نه شي، احتجاجونه به پراخ شي او زرګونه کسان به سړکونو ته راووځي.

په بیان کې ویل شوي، چې د ټرانسپورټرانو احتجاجي پرلت پیل شوی او ټاکل شوې ده چې په لنډي کوتل کې هم یوه خبري ناسته ترسره شي.

د تورخم د مزدورانو ټولنې همداراز ټینګار کړی چې د کرښې پرانېستل د خلکو «حق» دی او حکومت باید د اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، اسلام‌اباد له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د خبرو اترو بهیر له بېلابېلو لارو روان ساتلی او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د «کنټرول وړ همغږۍ» زمینه برابره کړي.

خواجه اصف له پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» سره په مرکه کې ټینګار کړی چې په تېرو کلونو کې له طالبانو سره څو پړاوه مذاکرات ترسره شوي او هڅه شوې چې اړیکې له ترینګلتیا څخه د تفاهم پر لور روانې شي.

هغه ویلي، د دې خبرو موخه داسې شرایط رامنځته کول دي چې «هیڅ یو لوری د بل لوري تر فشار لاندې نه وي» او دواړه خواوې وکولای شي خپل سیاسي او امنیتي مسیر په خپلواکه توګه تعقیب کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې، چې د اختلافاتو حل د خبرو له لارې که څه هم ستونزمن دی، خو تاریخي تجربې ښيي چې ډېری لویې شخړې په پای کې د مذاکراتو له لارې حل شوې دي.

خواجه اصف همداراز ادعا کړې، چې هند په افغانستان کې ځانګړی رول لري او ویلي یې دي چې نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ځینې «لاسته راوړنې» هم لري.

هغه ویلي چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې، په ځانګړي ډول د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد څخه یې دا پوښتنه هم کړې چې ولې هغه ډلې چې پاکستان یې د دښمنانو په توګه ګڼي، په افغانستان کې د دښمن په توګه نه ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي: «که نه شئ کولای زموږ د دښمنانو دښمنان واوسئ، لږ تر لږه ورسره دوستي مه کوئ، پناه مه ورکوئ او وسلې مه ورکوئ.»

هغه دا هم ادعا کړې چې په ځینو مواردو کې افغانستان په عملي توګه د هند پر ضد د پاکستان د مخالف لوري په توګه کار کړی دی.

هغه د دې په اړه هم پوښتنه کړې چې «ایا ستونزه زموږ ده که د هغوی؟» او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په چارو کې مداخله د پاکستان لپاره یو «امنیتي ضرورت» دی.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د هندي چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې «تحریکوونکې» بللې دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د هندي چارواکو خبرداري کولی شي د سویلي اسیا سیمه د یوې نوې جګړې پر لور یوسي چې پایلې به یې «ویجاړوونکې» وي.

دوی د هندي پوځ د یو لوړپوړي جنرال څرګندونې په کلکه رد کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان یو اټومي ځواک دی او د سویلي اسیا له جغرافیې او تاریخ څخه نه جلا کېدونکی هېواد دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو شاهدې دي او دواړه لوري یو بل د مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي.