• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا: د بیا مېشتېدو په شرایطو برابر افغانان دې په خپله له افغانستان نه ووځي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د برېتانیا حکومت نږدې ۹زره هغو افغانانو ته چې د برېتانیا د بیا مېشتېدو پروګرام مستحق ګڼل شوي ویلي، چې باید په خپله له افغانستان نه ووځي او درېیم هېواد ته ولاړ شي؛ ځکه حکومت د مستقیمې تخلیې بهیر درولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا دفاع وزارت له سختو نیوکو سره مخ شوی او تور پرې لګېدلی چې له هغو افغانانو سره د وتلو په برخه کې مرسته نه‌کوي چې وړاندې یې د برېتانوي ځواکونو ملاتړ کړی و او یا یې معلومات افشا شوي وو.
د برېتانیا د دفاع وزیر لوک پولارډ د پارلمان دفاعي کمېټې ته ویلي، حکومت لاهم د مستحقو افغانانو پر وړاندې خپلو کړو ژمنو ته ژمن دی؛ خو د پلي کېدو لاره یې بدله شوې ده. هغه ویلي، اوس ډېری افغانان په خپله په قانوني ډول درېیمو هېوادونو ته ځي او وروسته له هغه ځایه برېتانیا ته د تګ اسانتیاوې ورکول کېږي.
تېرکال وروسته له هغې چې د برېتانیا دفاع وزارت د خپلو افغان همکارانو معلومات افشا کړل، دغه هېواد د بیا مېشتېدو پروګرام د نوو غوښتنلیکونو پر مخ وتړل شو. ویل شوي، چې د معلوماتو افشا کېدو پېښې زرګونه افغانان له ګواښ سره مخ کړي دي.
د برېتانیا حکومت د یادې موضوع د پټ ساتلو لپاره ځانګړی قضايي بندیز هم کارولی و، ځکه وېره وه چې د معلوماتو خپرېدل به د طالبانو له‌خوا د غچ اخیستو ګواښ زیات کړي. هغه افغانې کورنۍ چې پخوا یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی یا یې معلومات افشا شوي، اوس هم د برېتانیا د بیا مېشتېدو پروګرام مستحقې ګڼل کېږي.
لوک پولارډ ویلي، حکومت به له مستحقو افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړي. بلخوا دوو افغانانو چې برېتانیا ته د لېږد لپاره منظور شوي وو، د دفاع وزارت پرضد یې محکمې ته عریضه کړې او وایي چې د برېتانیا حکومت ورسره د افغانستان په پرېښودو کې مرسته نه‌ده کړې.
د برېتانیا حکومت ویلي، د افغانانو د بیا مېشتېدو او مرستو ټول پروګرامونه به د ۲۰۲۸کال تر پایه پای ته ورسوي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

اوچا: د افغانستان زیانمنې سیمې بېړنیو او دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱

دملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په زیانمنو سیمو کې د دوامدار ملاتړ او بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا موجوده ده.

اوچا د سې‌شنبې په ورځ، د غويي په ۲۹مه، په یوه راپور کې ویلي چې د دې ادارې مشرې د افغانستان ختیځو سیمو ته د خپل سفر پر مهال د سیمې له اوسېدونکو، سیمه‌ییزو چارواکو او بشرپاله همکارانو سره لیدنې ترسره کړې دي.

د راپور له مخې، په دغو لیدنو کې له زلزله‌ځپلو، جګړه‌ځپلو او سېلابونو اغېزمنو کورنیو سره د بشري مرستو پر دوام او پراخېدو ټینګار شوی دی.

اوچا ویلي چې وروستیو طبیعي پېښو او نښتو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي او د بشري اړتیاوو کچه یې لوړه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، ګڼو کورنیو د زلزلو او سېلابونو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې ځینې نور د ناامنۍ او بریدونو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا ټینګار کړی چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې او دوامدار ملاتړ کولای شي د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي او اغېزمنو خلکو ته د ژوند د بېرته عادي کېدو زمینه برابره کړي.

مولانا فضل‌الرحمن: د اسلام‌اباد تګلارو طالبان له ملاتړو څخه په دښمنانو بدل کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د سې‌شنبې په ورځ کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو د ادارې په اړه د پاکستان د حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اسلام‌اباد د خپلو سیاستونو له امله طالبان چې «د پاکستان ملاتړي» وو، د دغه هېواد په دښمنانو بدل کړي دي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د ناسمو سیاسي او امنیتي پرېکړو له امله له جدي کړکېچونو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قومي او جغرافیایي اړیکو د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول ترینګلتیا مستقیمې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد په بېلابېلو دورو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل پلوى حکومت رامنځته کړي، خو دا تګلاره نه یوازې ناکامه شوې، بلکې کړکېچونه یې لا پېچلي کړي او بې‌باوري یې زیاته کړې ده.

هغه وویل: «موږ تل هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږي چې د پاکستان پلوی وي. پر برهان‌الدین رباني مو نیوکې کولې، وروسته مو طالبان خپل ملاتړي ګڼل. کله چې هغوی واک ته ورسېدل، موږ هم په رسمیت وپېژندل او هم مو ورته ډیپلوماټیک حیثیت ورکړ».

دغه مذهبي او مشهور پاکستاني سیاستوال چې د طالبانو له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته موږ د امریکا ترڅنګ ودرېدو، هغوی ته مو اډې ورکړې، خپله فضا مو ورته پرانیسته او افغانستان څو ځله د بریدونو هدف وګرځېد. له دې سره هم‌مهاله د طالبانو ځینو کسانو ته په پاکستان کې پناه هم ورکړل شوه».

فضل‌الرحمن د پاکستان امنیتي تګلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې یوازې پر پوځي لارو چارو تکیه نه یوازې د ستونزو په حل کې ناکامه شوې، بلکې پښتونخوا کې پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو کې یې ناامني نوره هم زیاته کړې ده. هغه د وزیرستان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان وضعیت د پوځي تګلارې د پایلو بېلګې وبللې.

هغه دا پوښتنه هم وکړه چې څنګه پاکستان په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو مرکزونه پېژندلی شي، خو په خپل هېواد کې د هغوی په پېژندلو کې پاتې راځي.

فضل‌الرحمن زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې او د پوښتنې په ډول یې زیاته کړه چې ولې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه پاکستاني سیاستوال د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ارزونې لپاره د پارلمان د تړلو دروازو تر شا د ځانګړې غونډې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پارلمان غړي باید د سیمې له وضعیت څخه خبر کړل شي.

مولانا فضل‌الرحمن د طالبانو یو پیاوړی ملاتړی ګڼل کېږي. هغه کلونه د افغانستان د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی دی. فضل‌الرحمن د طالبانو «معنوي پلار» هم بلل کېږي.

سمېع سادات: طالبانو افغانستان د ترهګرۍ په کارخانه او د بشریت لپاره په ستر ګواښ بدل کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د بشریت لپاره په یوه لوی ګواښ بدل شوی دی. سادات زیاته کړې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو بشري کرامت تر پښو لاندې شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په هېواد کې ورځ تر بلې لوږه زیاتېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه پخواني افغان جنرال همدارنګه ټینګار کړی چې طالبانو پر خلکو خورا سخت قوانین وضع کړي دي. د هغه په وینا، دغو قوانینو د هېوادوالو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
سمیع سادات د خپل پیغام په پای کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو اوسنۍ واکمني نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه ده. هغه د طالبانو اداره د ترهګرۍ یوه کارخانه بللې چې انسانیت ته جدي خطر پېښوي.

هم‌مهاله ملګرو ملتونو اندېښڼه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی او همدا راز لوږه په بې سارې توګه زیاته شوې ده. یاد سازمان ویلي چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغه ناورین د مخنیوي لپاره په کور دننه طالبان هېڅ ډول مدیریت او سرچینې نه لري.

غور کې له لوږې د ماشومانو پلور؛ افغان پلرونه د خپلو اولادونو ژغورلو لپاره سختې پرېکړې کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱

بي بي سي راپور ورکړی، چې په غور کې د لوږې او بې‌کارۍ له زیاتوالي سره، ګڼې کورنۍ د ماشومانو د پلورلو ناچاره پرېکړې ته اړې شوي. چغچران کې هره ورځ سلګونه کسان د کار موندلو لټه کوي، خو د کاري فرصتونو نشتوالي او ناسم اقتصادي وضعیت د دوی ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.

راپور کې ویل شوي، ملګري ملتونه اټکل کوي چې درې پر څلورمه برخه افغانان خپلې بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولای او لږ تر لږه ۴.۷ میلیونه کسان د قحطۍ له پړاو یو ګام لرې دي. په غور کې د کار موندلو چانس ډېر ټیټ دی؛ په دوو ساعتونو کې یوازې درې کسان کار موندلی شي. د بېړنیو مرستو کچه سږکال د ۲۰۲۵ کال پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه ټیټه شوې ده، او وچکالي له نیمایي زیات ولایتونه اغېزمن کړي دي.

بي بي سي د څو کورنیو خبرې راخیستې دي؛ يو پلار وویل، ‌نیت لري چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې د پورونو له کبله وپلوري.

د سعید احمد په نوم یو بل کس ویلي چې خپله پنځه کلنه لور «شایقه» یې د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې خپلوانو ته ورکړه څو د خپل ځیګر او اپنډیکس جراحي عملیات وکړي هغه ویلي، که پیسې یې لرلی، نو هېڅکله به یې دا پرېکړه نه وی کړی.

راپور زیاتوي، د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بی‌بی‌سي ته ویلي چې «بشري مرستې باید سیاسي نه شي» او د اوږدمهاله اقتصادي پروژو یادونه یې کړې؛ خو کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنۍ مرستې غواړي. یو شمېر کورنۍ وايي د طالبانو له حکومته او مرستندویه بنسټونو هېڅ مرسته نه ده ورته رسیدلې، او د نجونو لپاره د زده‌کړو او کار بندیزونو له کبله د «لوڼو ودولو» دودیز ولور هم د کورنیو د ناچارۍ برخه شوې ده.

په چغچران مرکزي روغتون کې د نوې زیږون څانګه په بې سارې توګه ډکه وي. نرسان او ډاکټران وايي ډېری نوي زیږیدلي ماشومان کم‌وزنه دي، د اکسیجن اړتیا لري او درمل په دولتي روغتون کې نه موندل کېږي، نو کورنۍ باید له خصوصي درملتونونو درمل واخلي.

د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ښودل شوې؛ نرسان وایي ځینې ورځې درې ماشومان هم مري، او د هدیرې د وړو قبرونو شمېر د غټو په نسبت شاوخوا دوه برابره دی.

په سیمه کې د خوړو او درملو کموالی د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو کې هم راپور شوی، خو اوسنی راپور په افغانستان کې په ځانګړي ډول په غور ولایت کې د لوږې، وچکالۍ، او د مرستو د کموالي مستقیمې اغېزې انځوروي، چې کورنۍ یې د بقا لپاره تر ټولو سخته بیه پرې کوي.

د روغتیا سکټور ننګوونې؛ عبدالسلام حنفي له بهر مېشتو افغان متخصصینو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ابو علي سينا بلخي نړیوال نندارتون په لړ کې له بهر مېشتو افغان متخصصینو غوښتي چې د هېواد د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره له دوی سره همکاري وکړي. هغه په خپله وینا کې د تجربو، مهارتونو او نوښتونو د لېږد غوښتنه هم وکړه.

حنفي زیاته کړه چې د روغتیا سکټور د ظرفیت لوړولو لپاره د متخصصو کادرونو ملاتړ حیاتي دی او ټینګار یې وکړ چې د پوهې عملي تبادله، ګډې څېړنې او مسلکي روزنې د سیسټمونو د اصلاح لپاره اساسي دي. د هغه په وینا، هره همکاري به د خدماتو د کیفیت لوړولو او د خلکو لاسرسي ښه کولو ته لاره هواره کړي.

د نندارتون د پرانیستې پر مهال، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغې څلور ورځنۍ علمي او مسلکي غونډې موخه د ارتباطاتو پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ پېژندنه او د سکټور دننه د همغږۍ زیاتول وبلل. هغه له متخصصینو وغوښتل چې خپلې نظریې او ابتکارات له روغتیايي بنسټونو سره شریک کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې بهر کې مېشت افغان ډاکټران او تخنیکي کارپوهان کولای شي د لنډمهالو مأموریتونو، انلاین روزنو او ګډو پروژو له لارې له هېواد سره کار وکړي. ده زیاته کړه چې د مهارتونو او تجربو منظم لېږد به د روغتیايي سیسټم د تلپاتې پیاوړتیا لامل شي.

روان وخت کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د کډوالو او سرحدي موضوعاتو ترڅنګ، د ګډو تخنیکي او مسلکي همکاریو بحثونه هم مطرح دي. د ایران او طالبانو اړیکې له عملي همکاریو او بې‌باورۍ یو ګډ ترکیب لري، او د سرحدي امنیت ترڅنګ د خدمتونو په برخه کې هم د اړیکو پراختیا د همکاریو بحثونه شوي، خو داخلي سلامشورې او کادري ظرفیت د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي لپاره کلیدي بلل کېږي.