ملګري ملتونه: افغان کډوالو ته ډېری داسې ځمکې ورکول کیږي چې د استوګنې لپاره وړ نه دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام (یو این-هبیتات) مشرې سټیفني لوس په باکو کې د نړیوال ښاري فورم په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو ته ډېری وخت داسې ځمکې ورکول کېږي چې د ژوند لپاره مناسبې نه وي.
