په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله دوه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

په خېبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو له امله دوه کسان مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي او لسګونه کورونه زيانمن شوي دي. ځایي چارواکي وايي، د یادو ورښتونو له کبله په شانګله کې يو ښوونځی هم زيانمن شوی دی.
