ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې اترې په وروستیو پړاوونو کې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې له ایران سره خبرې اترې «وروستیو پړاوونو» ته رسېدلې دي، خو خبرداری یې ورکړ چې که تهران د سولې له تړون سره هوکړه ونه کړي، نو نور بریدونه به هم ترسره شي.
